زه عا شق يم سروکار مې دی له عشقه ====== نه خليل، نه داودزی يم، نه مو مند
( رحمان بابا)
زموږ پښت پو هان ( نسب پيژ ندونکي) داودزي د سړ بني پښتنود ټو لنيز ګروپ پورې يوه اړ ونده قبيله ګڼي چې له اره غوريا خيل دي٠ د نسب د شجرې سره سم غوريا څلور زامن درلودل چې دولت يار، خليل، څمکني او زيړ اني نو ميدل٠ دولت يار دوه زامن در لودل چې يو يې مو مند او بل يې داود نو مېدل چې بيا د داود او لاده په داود زيو سره مشهوره او تر ننه پورې په همدې نا مه سره يا ديږي٠
د پښتانه دتاريخ په رڼا کې د کتاب ښاغلی مؤلف سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل د داود زيو پښتنو په اړوند داسي ليکلي دي:
" داودزي هم سړ بني پښتانه دي او د غو ر يا خيلو پښتنو له ډلې شمېرل کيږي ٠ داودزي دپيښور په ميداني بر خه او دکابل سيند په سهيلي بر خه کې مېشته دي٠ شمال ته يې مهمنزي او جنوب لويدېز ته يې خليل پر اته دي ٠ د غور يا خيلو دمها جرت په وخت کې ددوی کردار واضح نه دی ٠ ويل کيږي چې دوی دخان ګجو(*) مر سته حا صله کړې وه او دهغه په بر کت د سېمې په علا قه کې د کلپا ڼې پر غاړه استو ګن شوي دي، خو په پای کې دوی دپېښور په قطبي علا قه کې دکا بل سيند دښا خو نو په منځ کې اباد شول چې ددوی دغه سېمه ډېره زر خېزه ده"٠ (١)
د داود زيو د قبيلې ښا خو نه او څا نګې :
دداود زيو قبيله په لو مړي سر کې په دريو ښا خو نو با ندې ويشلې شوې ده چې لو مړی يې مند يا مند کی، د ويم يې مامور او درېيم يې يو سف دي٠ د مند او لاده دبابوزي، حسين زي او نيکوزي په څا نګو ويشلې شوې ده٠ همداراز د ما مور او لاده د تا جو خيلو، محمد خېلو، سيد خيلو ، يو نس خېلو، با زيد خيلو،علي زيو،بي بي زيواو پها ګلزيو په څا نګو وېشلې شوې ده٠ د يو سف اولاده هم د مندر، وفا خېلو او صفا زي په څا نګو وېشلې شوې ده٠
تا ريخ حيات افغا ني دداود زيو په اړوند داسې ليکلي دي :
" داسي ر وايت مو جود دی چې دداود لو مړني زوی مند دوې مير منې درلودلې چې دلو مړنۍ مېر منې نه يې د حسين او له دويمې مېر منې نه يې د نيکو او با بو په نا مه زامن درلودل او کله چې مند له دې فا ني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې ،نو لو مړني زوی حسين ته يې د پلار ميراث لاس ته ورغی، له همدې کبله نېکو او با بو د خپل ورور حسين دو ژلو نيت وکړ ، خو په خپل دې نيت کې بر يالي نه شول چې په پای کې د نېکو او لاده په هندو ستان کې مېشته شوه او د با بو او لاده د تيراه په شااو خواکې په خواره واره ډول ژوند کوي او دحسين او لاده په هغه سېمه کې ځای پر ځای پا تې شوه چې همدا اوس هم پکې استو ګنه لري٠ (٢)
داودزي زړور،مېلمه پا لونکي او په پښتو او پښتنو اله با ندې مين خلک دي٠
پټه دې پا تې نه وي ې يو شمېر داودزي د افغا نستان د ننګر هار ولا يت د چپر هار ولسوالۍد داود زيو په کلي کې چې دهغه ځای خلک ور ته داوزيي وايې مېشته دي ٠ د کا بل ولا يت دقره با غ په ولسو الۍ کې هم يو ډېر شمېر داودزي مېشته دي(٣)٠ د افغا نستان د ټو لواک اعليحضرت المتو کل علی الله محمد ظا هر شاه دواکمنۍ په وخت کې د افغا نستان د سترې محکمې غړی او دتميز دعالي دېوان رئېس ارواښاد مو لوي عبدالبصير خان چې د هېواد يو جيد عالم اوپاک نفسه قا ضي وهم داودزی پښتون و چې د دکابل ولايت دقره باغ د ولسوالۍ او سيدونکی و٠
حيات افغاني له نن نه ١٤٤ کلو نه وړاندې په پښتو نخوا کې دداودزيوشمېر د لس زره کو رنيو په شا او خو ا کې ښو دلي دي٠
---------------------------------------------------------
منا بع او ما خذ ونه :
(*) کجو خان راڼيزی د پښتنو يو خورا نو ميالی مشروچې دعلم او پو هې څښتن و چې نا متو انګر ېزي ختيز پېژ ندونکي راورټي دده يو کتاب چې د پښتنو تا ريخ نو ميږي او په ١٤٩٤ ميلادي ياپه ٩٠٠ هجري کال کې ليکل شوی دی ليدلی و چې له بده مر غه اوس ورک دی او ښا يې چې دبرېتا نيې په کوم ميو زيم کې به خو ندي وي ، ځکه دلوی استاد ارواښاد علا مه حبيبي په قول دراورټي ټول کړي کتا بو نه دده تر مړېنې ورو سته نه دي ضا يع شوي او زيا تره د لندن په ميو زيمو نو کې خو ندي دي٠ داسي ويل کيږي چې خان ګجو په خپل عصر کې تر ټو لو لوی مقتدر او غښتلی ملک و٠ تا رخ حيات افغا ني ګجو خان راڼيزی دهند دستر پښتون ټولواک سوري شير شاه معا صر بولي او هغه جګړه چې په شيخ ټپور( زاړه نو ښار) کې پېښه شوې ده خان کجو يې قائد و٠ خان کجو دټو لو خښي، محمد زيو،اتمانخيلو،ګدون او تر کلا ڼيو قبيلو مشر و او د شيخ ټپور په جګړه کې چې په کال ٩٥٧ هجري کې وشوه د سلو زرو تنو ځوانا نو يو غښتلی پو ځ يې جوړ کړی و او دبا جوړ او ديو سفز يو اوسنۍ ټو له سېمه يې نېولې او د دلا زاکو قبېله يې له دغو سېمو نه بې واکه کړې وه او دشيخ ملي قو انين يې دځمکو په ويش کې جاري کړي وو٠
داستا علامه حبيبي په قول (دپښتو اد بياتو تاريخ لو مړی او دويم ټوک ٦٣٧- ٦٣٨- ٦٣٩ مخو نه دپېښور چاپ) د خان ګجو قبر اوس هم دسوابۍ او مردان تر مينځ پر يوې لو يې غو نډۍ با ندې دی چې خلک يې دد ګجو غو نډۍ بولي او دشا ه منصور نه شپږ ميله واټن لري ٠ دده او لاده تر او سه هم دکلا بټ په سېمه کې شته٠
(١) پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ١٣٢٤- ١٣٢٥ مخو نه٠
(٢) حيات افغا ني،پښتو ژباړه ٢٤١- ٢٤٢ مخو نه، دپېښور چاپ٠
(٣)پښتني قبېلې، ددکتور لطيف ياد تاليف، ١٢٩- ١٣٠ مخو نه ،دپېښور چاپ٠