تصوف او عرفان (۲۵ ) برخه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30984
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
دخبریدو نیټه : 2009-12-05

تصوف او عرفان  (۲۵ )  برخه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسمه تعالی !

 محترمووروڼو اوس  دامت مسلمه دهغوامامانواوعالمانوکوم چي دتمام امت مسلمه مخکښان اووټول امت مسلمه  ته مقبول دي داقوالو په ذکرپیل درته کوم هغه قولونه ددوۍ چي دتصوف په اړه يې کړيدي
دڅلوروامامانوقولونه دمخه هم ما درته ذکرکړيوو اوس بې بیا انشاءالله ددغواقوالودجريان په اخيرکښي دهريوه  قول درته ذکرکړم .
دتصوف په اړه دامت مسلمه دعلماووقولونه په دې شرحه دي :
اول :   امام النووي، المتوفی سنة( ۶۷۶ )هجري ( رحمه الله تعالی ) .
محترمووروڼوامام نووي هغه عالم دئ کوم چي  وټول امت مسلمه ته مُسَلم اومقبول عالم دئ اودصحيح مسلم شارح دئ   حتی هغه خلګ  هم کوم چي دتصوف دښمنان دي امام نووي په هراعتبار تسليموي اومني يې،،دتصوف په اړه ده په خپله رساله کښي کومه چي په   « مقاصدالامام النووي في التوحيد والعبادة واصول التصوف » سره نامداره سوېده داسي فرمايلي دي  :
اصول  طريق التصوف خمسة،(۱) تقوالله في السروالعلانية،(۲) اتباع السنة في الاقوال والافعال (۳) الاعراض  عن الخلق في الاقبال والادبار(۴)الرضاعن الله في القليل والکثير(۵)الرجوع الی الله في  السراء والضراء  .
يعني دتصوف دطريقې اودلاري ټول بنيادي اصول اواساسات پنځه شيان دي  : 
 ( ۱ ) : تقوی اوويره له الله جل جلاله  څخه په په پټه اوپه ښکاره کښي،يعني هرڅوک چي له تصوف سره رښتونئ تعلق لري نوهغه به له الله جل جلاله   څخه ويرېږي اودغه وېره بې په دې ډول وي چي که تنها اويوازي وي هم له الله جل جلاله  څخه به وېرېږي اوکه په خلګوکښي وي هم له الله جل جلاله   څخه به ويريږي . 
( ۲ ) :  اصل اواساس دتصوف اتباع دسنت درسول عليه السلام ده په ټولوقولواوپه ټولوفعلوکښی  دده .
يعني تصوف خلګ  ودې ته رابولي چي خپلي خبري او لفظونه او خپل ټول کارونه د رسول (صلوات الله عليه واله وصحبه اجمعين ) د سنت او طريقې تابع وګرځوي    .
( ۳ ) :  اصل او اساس د تصوف  اعراض او مخ اړول دي له مخلوق څخه په حال د اِقبال او د اِدبَار د دواړو کښي   .
يعني هر څوک چي له تصوف سره واقعي تعلق ولري نو هغه به و خلګو ته هيڅ اسره نکوي او نه به هغه قسم ګډون او اختلاط له خلګو سره کوي کوم چي دَی له الله (جل جلاله ) څخه په غفلت کښي اچوي ، بلکي په کامله توګه به و الله تعالی ته متوجه وي ، او دا صفت به په هر حال کښي وده ته ثابت وي ، هم په حال د «اِقبال » او د مخامخ کيدو کښي له خلګو سره  او هم په حال د « اِدبَار » کښي يعني په حال کښي د شا ګرځولو  وخلګو ته  .
( ۴ )  اصل او اساس د تصوف راضي کيدل دي له الله (جل جلاله) څخه په لږ او په ډير په دواړو کښي  .
يعني څوک چي مدعي د تعلق د تصوف وي نو په ده کښي به دا صفت موجود وي چي له الله جل جلاله   څخه به په هغه حال کښي هم راضي وي چي کم شئ وده ته ورکړ سي ، مثلًا مال يې کم وي ، اولاد يې کم وي ، عزت يې کم وي او رتبه يې کمه وي ، اوپه هغه حال کښي به هم راضي وي چي ډير شئ ورکړ سي  .
( ۵ )  :  اصل او اساس د تصوف  رجوع ده و الله (جل جلاله ) ته په خوشحالي او په راحت کښي ، او دارنګه په تکليف  ، مرض او مصيبت کښي  .
يعني متصوِّف انسان به په هيڅ حالت کښي د الله ( جل جلاله ) په تعلق ، عبادت او بندګي کښي سستي او کمزوري نکوي ، نه بې خوشحالي ، اسايش او راحت د الله پاک له بندګۍ څخه راګرځوي ، او نه به مصيبت ، غم او تکليف و ده ته ددې باعث ګرځي چي د الله پاک په بندګي کښي تکاسل او تغافل وکړي  . 

محترمو مسلمانانو  !  د اسلامي أمت ددغه ستر امام قول او نظر می کوم چي د تصوف په اړه يې کړئ دئ درته بيان کړ ، نو اوس قضاوت او فيصله تاسي وکړۍ چي د تصوف مقصد دغه پنځه شيان  سي  لکه چي امام نووي فرمايلي دي ، او سره له دې يو څوک له تصوف څخه انکار کوي يا بد پر وايي  ،  نو ايا ! دغه انکار او بد ويل بې په حقيقت کښي دا معنی ونلري   چي  : په پټه او ښکاره کښي له الله څخه ويره ښه کار نه دئ  ، او دارنګه متابعت د رسول (عليه السلام ) ښه کار نه دئ  ،  دارنګه   العياذ بالله په هر حال کښي و الله (جل جلاله ) ته راجع کيدل ښه کار نه دئ   ؟  .
او چي دا معنی ولري نو بيا و دغو خلګو ته په کومه سترګه بايد وکتل سي کوم چي له تصوف او له اهل تصوف څخه انکار کوي او بد پر وايي  ؟

تنبيه    : 
محترمو وروڼو  ! دلته د يوې خبري ذکر کول ضروري ګڼم هغه داده چي کوم تصوف چي زه يې مدح او صفت درته کوم ،  او دارنګه کوم اهل تصوف چي زئې تائيد کوم او پر منکرينو باندي يې بد وايم له دې څخه ځما مقصود صحيح او حقيقي تصوف او اهل تصوف دي  ، پاته سوه هغه خلګ چي په ټګۍ برګۍ او په دروغو سره و تصوف ته خپل ځانونه منسوبوي  او ددې ادعا کوي چي موږ اهل طريقت يو او خود ساخته رويې او طريقې يې په مخه پسي اخستي دي ، چي له ظاهر او باطن د شريعت څخه مخالفي دي  ، لکه په موجوده زمانه کښي چي په هر اسلامي هيواد کښي دغه قسم ټګان موجود دي ، نو دا نه زه اهل تصوف او اهل طريقت بولم  او نه له دوۍ څخه دفاع کوم  .
دشريعت په علماؤ کښي هم علمآء سوء ، علمآء باطل او عُلمآء دنيا پيدا کيږي ، او و طريقت ته چي کوم خلګ ځانونه منسوب بولي په هغوۍ کښي هم دغه ډول بد خلګ پيدا کيږي  ، دا هغه خلګ دي چي د دوۍ په باره کښي مولانا جلال الدين رومي (رحمه الله تعالی ) فرمايلي دي  :
        چــــون بسي ابـــليس آدم روي هـــــــســـــــت 
         پس بــــه هـــــر دَســــتِې نبـــايد داد دســـــت
        حَــــــرف  درويشــــان بدُزدد مــــردِ دون
        تــــا بګـــــويد بر ســـــــليــــمې آن فـــسون
           زانـــــکه صـــــياد ميزند بـــــانګِ صفـــير
           تا بګـــــيرد مــــرغ را آن مــــــــرغ ګـــــــير    . 

والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .