افغان لوبغاړې ملي بیرغ په ۷۴ هیوادونو کې ورپاوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31052

دخبریدو نیټه : 2009-12-09

میرویس جلالزی


د افغانستان د مویتاې لوبي یوه تکړه لوبغاړي نجیب الله سخي زاده د ۷۴ هیوادونو د مویتای کارانو په ډله کې د ۶۳ کیلوګرامه وزن په رده کې د سرو زور مډال خپل کړ.

سخي زاده لومړی هغه افغان مویتای کار دی چې د افغانستان ملي سرود یې د نړۍ د ۷۴ هیوادونو د لوبغاړو په کتار کې سر ته کړ او په داسي حال کې چې د قهرمانۍ په سکو ولاړ وو د افغانستان شین، سور او تور بیرغ یې په نړیواله کچه کین او ښې  لوري ته ورپاوه.

نوموړی په دې وتوانید چې د مویتای نړیوالو سیالیو په وروستۍ ورځ خپل کاناډايی او هندي سیالان له مخې  لري کړي او د سرو زورو مډال خپل هیواد ته راوړي.