محاسن الاسلام (۳۴)برخه،په اسلام کښی دهمسایه حقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم
قدرمنواسلامي وروڼو دمحاسن الاسلام په دې برخه کښي داسلام دمقدس دين له سترو ښيګڼوڅخه په يوې بلي عظيمي ښيګڼي پيل درته کوم کومه چي عبار ت ده له تشخيص څخه دحقوقودهمسايه ګانو او له مرا عت کولوڅخه دهغوحقوقو،محترموله اسلام څخه پرته ددنياټول مذهبونه اوقوانين که سړي وڅيړي نو په دې به وپوهيږي چي داسلام دمقدس دين ددغي ستري ښيګڼي رائحه اوبوۍ لاهم په بل دين اومذهب اوقانون کښي نسته،
اسلام چي په څونه اندازه کښي دجوار اوهمسايه توب اودهمسايه ګانو حقوق په فهم کښي نيولي دي نوهغه په دې شرحه دی، :
(عن عائشة رضي الله تعالی عنها انهاقالت : قال النبي صلي الله عليه وسلم ،مازالَ جِبرائيلُ يُوصِيني بالجارحتي ظَنَنتُ انه سيُوَرِّثُهُ ).،
[کذافي شرح المشارق وشرح شرعة الاسلام وغيرهما.،
يعني له حضرت عائشه رضی الله تعالی عنهاڅخه روايت دۍ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل چي همېشه دۍ جبرائيل چي وصيت کوي وماته يعني ډيرتاکیداوټینګارکوي وماته په همسايه سره يعني په مراعت دحقوقودهمسايه سره ترداسي اندازې پوري چي ماګمان وکړپه دې چي بېشکه شان دادۍ ژرده چي وارث به وګرځوي همسايه.،
مطلب دا چي دونه په دوام اوپه استمرارسره جبرائیل وماته دهمسايه په باب کښي توصيه کوي چي ماددې ګمان وکړ چي ژرده چی جبرائيل به داحکم اوفيصله راته ذکر کړي چي يوهمسايه دبل همسايه وارث دۍ،درنوکتونکو
اسلام دهمسایه ګانوحقوق په دې ډول تشريح کړيدي :
اول ، همسايه به له خپل همسايه سره مواسات کوي يعني همسايه به لکه خپل ځان داسي ګڼي څونه لورېدنه چي په خپل ځان کوي هغونه لورېدنه به په همسايه کوي،
دوهم ، (ولایبیت شبعانا وجاره طاوٍ)
يعنی دوهم حق دهمسايه دادۍ چي يوهمسايه به په کورکښي په مړتياسره شپه نه تېره وي په داسي حال کښي چي همسايه دده وږۍ وي، .
دريم ، (ويهدي لجاره مايجدقَلّ اوکَثُرَ وان کان الجارذميا)
يعني اودریم حق دهمسايه پرهمسايه باندي دادۍ چي همسايه به خپل همسايه له هديې
اوتحفې څخه نه هېره وي بلکي که لیږوي که ډېر وی څه چي يې په وس پوره وي وهمسايه ته دي دتحفې په شکل ورليږي که څه هم همسايه دده ذمي کافروی،.
داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چي همسايګان درې قسمه دي ،يوهغه همسايه دۍ چي ده لره يوحق سته يعني تنها دهمسايتوب حق لری،اوبل هغه همسایه دۍ چي ده لره دوه حقونه دي اوبل هغه همسايه دۍ چی ده لره درې حقونه وی،
اول لکه هغه همسايه چي ذمي کافروی ځکه دغه ډول همسایه يوازي دهمسايتوب حق لري ،اودوهم هغه همسايه دۍ چي مسلمان وي ځکه دغه ډول همسايه دوه حقه لري اول دهمسایتوب حق اودوهم دمسلمانۍ حق،اودريم هغه همسايه دۍ چي مسلمان هم وي اوخاوند دقرابت اودخپلوۍ هم وي ځکه چي دغه قسم همسايه درې حقه لري اول حق ئي دهمسايه توب دۍ اودوهم حق يې دمسلمانۍ دۍ اودريم حق يې دقرابت دۍ،.
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .