محاسن الاسلام( ۳۸)برخه،په اسلام کښی دهمسایه حقوق،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بســـــــــم الـــــــلَّـــــه الـــ¬¬¬¬ــــرحــــمن الرحـــــیم
محترمووروڼوپه تېروڅلوروبرخوکښي ما دهمسایتوب نولس حقونه درته بیان کړل په دغه اخيره برخه کښي د همسايه توب باقی اوپاته حقوق درته بيانوم،
شلم حق، (ویعامل الجارمایحب ان يعامل به) يعني شلم حق دهمسايتوب دادۍ چي یوهمسايه به له بل همسايه سره داسي معامله کوي لکه څنګه چي دَيْ يې خوښه وي چي په هغه ډول معامله له ده سره همسايګان وکړي،،،.
يوويشتم حق، (ویتحمل من الجارمالایتحمل من غيره) يعني يويشتم حق دهمسايتوب دادۍ چي يوهمسايه به دبل همسایه له طرفه ددونه تکليف برداشت کوي کوم چي دنوروخلګوله لوری يې نه سي برداشتولاۍ،،، .
دوويشتم حق، (ویجتنب اذاه وجفاه ومايکرهه)يعني اودوويشتم حق دهمسايه دادئ چي همسايه به وهمسايه ته هيڅ قسم ضراوتکليف نه رسوي اوجفا به نه ورسره کوي اودارنګه هرهغه څه به نه ورسره کوي چي همسايه يې بدګڼي ،،.
داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په يوه مبارک حديث کښي کوم چي داحاديثوپه معتبروکتابوکښي یې روايت سويدئ فرمایلي دي( والله لايؤمن والله لايؤمن والله لايؤمن قيل من يارسو ل الله قال من لايأمن جاره بوائقه) يعني قسم په خداۍ دۍ نه دۍ مومن ، قسم په خداۍ دۍ نه دۍ مومن، قسم په خداۍ دۍ نه دۍ مومن، دځينواصحابوله طرفه وده مبارک ته وويل سول چي څوک نه دۍ مومن اې دخداۍ رسوله ، ده مبارک ورته وفرمايل چي هغه څوک چي نه وي بېغمه همسایه دده له شرواوفسادو دده څخه، اودارنګه په يوبل روايت کښي داسي راغلي دي(ماآمن بالله من لا يأمن جاره بوائقه)يعنی ايمان نه دۍ راوړۍ په الله (جل جلاله) باندي هغه چاچی نه وي بېغمه همسایه دده له شرودده څخه ،.
درویشتم حق، (ولیس حق الجارکف الاذی فقط بل احتمال الاذی ) يعنی درويشتم حق دهمسايه دادۍ چي نه يوازی داچي وهمسایه ته به ضررنه رسوې بلکي داهم دهمسايه توب حق دۍچي که دهمسايه له لوري کوم تکليف درورسيږي نودهغه زغم اوبرداشت به کوې او احسان اونيکي به نه ورڅخه منع کوې،،.
علماوو په کتابوکښی ذکرکړيدي چي دقيامت په ورځ به فقيراومسکين همسايه خپل غنی همسایه راټینګ کړي او والله پاک ته به داسي عرض وکړي چي اي ربه له دغه سړی څخه سوال وکړه چي ولی يې په دنياکښي له ماسره نيکی نه کوله اودروازه بې راته تړلې وه ،، .
قدرمنواسلامی وروڼوداسلام مقدس دين په همدغه ډول حقوق مشخص کړيدي اوخلګ يې دهغوۍ په مراعات سره امرکړيدي، ايا که انسانان داسلام دټولوهداياتو لحاظ وساتي اوپه اسلام کښي داخل سي نوبيابه ټول بشريت له هرقسم لعنت اومشقت څخه خلاص نه سي ؟ يقينا به خلاص سي،
والسلام ومن الله التوفيق