نور انتظار مه لره
محمد دېن ژواک
ډېر عمرکېږې چې ستا زړه ته لاره نه شم پېدا کولای.او دغه لاره زما د تقدېر په شان دما څخه پټه ده
ما فکر کاوه:په هغه پېړۍ کې چې سپوږمۍ ته لاره پیدا کېږې او د ژورو سېندونو په تل کې د رڼو مرغلرو د پېدا کېدلو امکان ډېر شو نو:زه به هم ستا زړه ته لاره ومومم.
دا وه زما د زړه هېله چې د ښه انتظار مله هم وه.
خیر دادی ماته هم پیدا کړې او د بخت یارې ملګرې وکړه.
دا خیال به کله کله د تخیل په ټال کې و ځنګولم چې کله کله د شېنکې اسمان راڼه ستورې د تورو اورو له منځ څخه اشا رې کولو ته
تیار شي.
نو دا دی ستا د مخ سپوږمۍ هم د ناامېدۍ له تورتم څخه ځان رایوست خو ستا زړه ته لاره پیدا کول؟
دلته په دغه توره تیاره کې د حیات اوبه موندل راته ګران اېسیدل.
دا ولې:
د مینې سره نا اشنا ملګری وې!
مګر نن هغه زړه هم د تورو غرونو د لمنې د ګل په شان چې د نوی
اوس نو منم چې ته هم د زړه سلا د زمان د تر ټلو ځور ته نه یې ګمارلی
نو زه؟
زه نن د هېلی په مله د زمان د کړاوونو ترټلي زړه نه ستا د پېرزوېنې دهیلې ورپرانستلی بولم.زړه ته تېری!
زه دا دی د زړه په امر غواړم چې وواېم:
دمخ طواف ته دا د کعبې د ثواب تږې پرېږده!
اجازه ورکړه چې د مېنې مشال په لاس کې ونیسې او دهغه بورجل د خلاصېدنو د کلې په مرسته د انتظار مزې د لنډېدلو
به هڅه بوخت شې ځکه:
هر څوک واېې:
دی ده وصال ګودرته د مراد پېغله په اشارو ده او مامې د سده سالو د پلوغورۍ ته کتل!!
اوس لکه چې زما د تقدېر د بدلولو ملکه پښتنه شوې ده او د کلونو کلونو د نهېله زړه کورته منې.
نور انتظار مه باسه ځکه:
ماته ستا د مستانه زړه د خوالې د لورې کړکۍ پرانستې .
زه درځم نور انتظار مه لره