احمد لودين
په زابل ولايت کي ځوانان دنوموړي ولايت پر ورزشي امريت نيوکي کوي چي د ورزش په برخه کي په خپله دنده کي پآتي راغلي دي او ځوانانو ته يي لازم امکانات نه دي برابر کړي .
دوي وايي په زابل ولايت کي دفوټبال او نورو لوبو کول دپاره ورته ميدانونه نه دي جوړ سوي ، ددي ولايت ورزشي امريت ورته دورزشي روزني دپاره زمينه نه ده برابره کړي او نه يي په خپل دفتر کي ورته لازم کار کړي دي .
نوموړي ځوانان غوښتنه کوي چي دوي ته دي په ورزشي برخو کي لازمي اسانتياوي برابري سي څو دنورو ولايتونو په شان د دوي ورزش هم پرمختګ وکړي .
د زابل ولايت د ځوانانو دا نيوکي او غوښتني مو دهمدي ولايت د ورزشي امريت د امر محمدويس عزيز سره شريکي کړي هغه د نوموړو ځوانانو دانيوکي پر ځاي وبللي او زياته يي کړه چي د دورزشي ميدانونو د جوړيدو دپاره ځمکه او د ورزشي برخو د پرمختګ دپاره امکانات نه لري ده وويل چي له دي وروسته د يادو ستونزو دله منځه وړلو دپاره يي د ولايت مقام په مشوره نوي پلانونه جوړ کړي دي .
زابل ولايت دهيواد په سهيلي سيمه کي هغه ولايت دي چي ځوانان يي دنورو ستونزو تر څنګ د ورزش په برخه کي هم لازم امکانات نه لري .