د محمود مرهون درې نوي کتابونه له چاپه را ووتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31356
کندهاری
دخبریدو نیټه : 2009-12-19

 

محمود مرهون له هغه ځوانو ليکوالو له جملې څخه دى چي په لږ وخت کي ئې تر ١٤ زيات کتابونه ژباړلي او چاپ کړي دي په دې وروستيو کي د هغه درې نوي کتابونه بازار ته راغلي دي.
د هغه لومړۍ کتاب د ادبي جوړښتونه په نوم ياديږي چي په ٢٤٥ مخونه کي د مستقبل خپرندويه ټولني لخوا په ښه کاغذ او ښکلي صحافت چاپ سوى دى.
په دې کتاب کي د بديع ٨٤ جوړښتونه راټول سوي دي پر کتاب باندي د ښاغلي محمد معصوم هوتک او پوهندوى اسماعيل يون لخوا سريزي هم ليکل سوي دي.
دوهم کتاب د عناصرو فرهنګ نومى کتاب دى چي په ١٢٠ مخونو کي د سنځر خپرندويه ټولني لخوا په ښکلي صحافت چاپ سوى دى.
په دې کتاب کي  د کيميا ١١١ عناصر د خپلو ټولو مشخصاتو سره تشريح سوي دي.
دريم کتاب د خداى (ج) پر لور نومى کتاب دى چي د ښاغلي مرهون لخوا د هند د مذهبي مشر دادا جي پي واسواني د فلسفي دعاګانو چي هنري رنګ لري ژباړه ده دا کتاب هم د سنځر خپرندويه ټولني لخوا په ښکلي صحافت باندي چاپ سوى دى.