محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۱)برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31389
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل (حفظه الله تعالي)
دخبریدو نیټه : 2009-12-20

محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۱)برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم  الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العلمين والصلاة والسلام علی قائدغر المحجلين وعلی اله واصحابه اجمعين،.
ګرانواسلامی وروڼوپه تېرکال کښي موږ وتاسي محترموته  د(محرم الحرام اودکربلا شهيدان)ترعنوان لاندی دونه ستراوارزښتناک بیانونه تقديم کړل چي په  هغوبيانوکښي  دڅلوروحرمت والامياستواودمحرم الحرام دمياستی اود عاشوراءدورځي فضېلتونه موږدرته بیان کړل،اودارنګه موږ وتاسی ته دسَرورکائنات داهل بيت  فضېلتونه اودارنګه دامام حُسين رضي الله تعالی عنه  دشهادت واقعه اودکربلا فاجعه له افراط اوله تفريط څخه پاکه اوصافه درته بيان کړه،اوس چي څرنګه بيا دمحرم الحرام مبارکه مياست رادخله سوېده نوغواړم چي په دې مناسبت بياځيني نور اسلامي او ارزښتناک موادپه مختلفو برخوکښي وتاسی محترموته تقديم کړم ـ،
خوڅرنګه چي دغه اوله برخه تمهيدي برخه ده نوپه دې سبب وتاسي محترموته يوه مهمه ضروري خبره ذکرکوم بايددهمدغی خبری په رڼاکښي پرصراط مستقيم باندي ټينګ سۍ اودهرچاخبره چی په لباس اوپه جامه کښی دعالم اوباخبرا نسان یې درته وکړي په غوږو کښي ونه نيسۍ،لکه مولانا جلال الدين رومي(رحمه الله تعالي )چي فرمايلی دي،
چون بسی ابلیس آدم روۍ هست         ـ          پس به هردستې نبايدداد دست ،ـ
يعني څرنګه چي ډیرابلیسان دانسان په شکل کښي ګرځي يعني دعالم په جامه کښي دپیرپه جامه کښي اوله اسلام څخه دخبردارپه جامه کښي ډېرداسی خلګ سته چي په حقيقت کښي دابلیس اودشیطان په مزاج دي  اوپه جامه کښي داسلام اودعالم اودپیر  خلګ له سمی لاری څخه وچپی اوغلطي لاری ته را اړوی،   نوته بايددهرچاخبر ونه منې بلکي علماءحق اوعلماءسوء ټګان اوپیران بايدوپېژنې،اودغلطواوابليس مزاجه انسانانوپه قول عمل ونکړې ،اويالکه چي زمایوشعردئ،
پرهرنارینه شکله چي دنرګمان ونکړې         ـ         بېشماره نارينه دي په باطن کښي زنانه .
داسلام پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) په یوه مبارک حديث کښي کوم چي امام سیوطی يې په جامع صغیرکښی روايت کړيدئ فرمايلي دي چي(په اخيره زمانه کښي  به دمسلمان خوبونه اکثرصادق وي داځکه چي حق اوباطل به سره ګډوي ډېرخلګ به حيران وي چي دچاپه قول عمل وکړم نوالله پاک به دخوب له لاري مسلمان ته حق اودحق والا ورښيي.
محترمومسلمانانونن موږاوتاسی په همدغسی وقت اوحالت اوموقعيت کښي قرارلرو نوپه همدې وجه دغه زماخبره بايدپه غورسره مطالعه کړۍ اوګټه ورڅخه واخلئ .
له مخه تردې چی په همدغه خبره پيل کوم یوه عجيبه  طريقه دحق اودباطل دپېژندني  دپاره درته ذکرکوم خداۍدي وکړي چي په غصه اوپه غضب کښي واقع نه سۍ بلکی دخوشحالۍ سبب مووګرځي هغه طريقه داده :
چي تاسي زما نوربیانونه هم لیدلي دي اوآینده بې هم انشاءالله ووينۍ اودداسي ملایانوبیانونه به موهم لیدلي وی اويابې ووینۍ چي  هغه به زماله بيانوڅخه بالکل مخالف وي مابه یوکار اسلامي کار،دثواب کاراوحق کاربللۍ وي اوځينوبه هغه بدعت بللئ وي نوتاسی داسی وکړئ چی کله چي ماښام ويدېږۍ نوداسي ووایاست چي
  اي الله پاکه ته په خوب کښي ماپه دې پوه کړه چي دغه خبر چی ابوالفضل يادده امثال یې راته کوی حقه خبرده  اوکه هغه خبره حقه ده چی فلان او فلان یې کوی نوشايدچي انشاءالله وتاسوته به پته ولګيږي
قدرمنووروڼو خبره می دداه چی یوخوکافران دی هغه خوهرڅوک پیژنی اوهرڅوک په دې پوهېږي چی داداسلام دښمنان دی اويوپه اسلام کښی داسی ډلی دی چي ګمراه ډلی دی مګروهرچاته یې ضلالت اوګمراهی نه معلوميږي دداسی خلګودپېژندنی دپاره وتاسی محترموته يوه لا ره درښيم هغه داده،
چي هرڅوک چی په هره جامه کښی وی چی په دغوخویوکښی یوخوۍ په ده کښي موجودوی نوخبریې مه منۍ دغه ډول  څوک که دقرآن کريم اياتونه درته وایی اوکه نبوی حدیثونه درته وایی په غلطه طریقه یې درته وايی اوغلط مفهوم ورڅخه اخلی ،
اول له هغوخويوڅخه دادۍ چي دَيْ سره له دې چی عالِم وی دداسی خلګوملګرۍ وي چي هغوۍ په کامله توګه واسلام ته شاګرځولې وي اوپه پوره ډول يې ودنیااو واهل دنیاته سرونه په سجده باندی ايښي وی،
اودوهم له هغوخویوڅخه دادۍ چی يوڅوک  مطلقا د تصوف اودطريقت اوداهل طريقت اوداولياءالله مخالف وی،
دریم خوۍ دادۍ چي يوڅوک په دغوڅلوروامامانوکښي چي امام اعظم ابوحنيفه ،امام مالک ،امام شافعی ،امام احمدديوه هم تابع نه وي بلکي  پردغوامامانوباندي لابدهم وایي،
څلورم خوۍ دادۍ چي په يوه عالِم باندی پوه سۍ چي دغه عالِم دنياطلبه اوجاه طلبه دۍ اوهرڅه عِلْمِی کارونه چي کوي نوپه هغوۍ کښي يې دالله پاک رضا مقصدنه ده بلکی شهرت ،دولت اوعزت یې مطلب دۍ وبس، ځکه دغه ډول عالِمان ددین خادمان ندی بلکه ددین غله دي ،
پنځم خوۍ دادۍ چي یوعالم په علم کښي کمزور وی پوره معلومات نلری اوله دې سره سره دکبراودغرورپه وجه په دې هم شرميږي چي که په يوه مسئله نه پوهيږي نوداووايی چي زه نه په پوهېږم اوددغه مشهورقول مصداق وی چی(ملا آن باشدکه چپ نه شود) سره له دې چي داسلام پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)فرمايلي دي (ان من العِلمِ ان تقول لمالاتعلم الله  اعلم)   
کذافي المشکوة وغيره
ــــــــ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .