محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۴)برخه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31494

دخبریدو نیټه : 2009-12-24

محرم الحرام اوالهي ابتلاوي(۴)برخه  .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته  .
 
بسم الله الرحمن الرحيم .
ځما محترمو اسلامي وروڼو ! ددې لړۍ په دريمه برخه کښي ما وتاسي محترمو ته  ددې بيان ذکر کړئ ؤ چي کوم مصيبتونه چي د الله (جل جلاله ) له طرفه و مسلمانانو ته رسيږي نو هغه مختلف قسمونه لري او بېلابېل وجوهات او الهي حکمتونه  په هغوۍ کښي مضمَر دي ، او د ځينو اقسامو تفصيل مي په تيره برخه کښي درته وکړ  ، چي د هغوۍ له جملې څخه د درو قسمو تفصيل پاته ؤ چي هغه : « تطهيري مصيبتونه ، تنبيهي مصيبتونه او اختباري مصيبتونه » دي  ، په دې برخه کښي د همدغو مصيبتو تفصيل درته کوم  .
ګرانو وروڼو ! « تنبيهي مصيبتونه » و هغو مصيبتو ته ويل کيږي چي د الله پاک له طرفه و مسلمانانو ته پدې خاطر ورسيږي چي مسلمانان څه ناڅه بېلاري سويوي ، او الله پاک ددې دپاره دوۍ په يو قسم مصيبتو مبتلا کړي چي دوۍ آګاه سي ، متنبه سي ، او په خپلو اعمالو کښي تجديد نظر وکړي ، او د خپلو ځانو اصلاح وکړي او و سمي لاري ته بيرته راوګرځي .
لکه مولانا جلال الدين رومي (رحمه الله تعالی ) چي فرمايلي دي  :
         تانه ترساند ترا ګمراه شوي ـــــ  ور بترساند ترا آګاه شوي .
يعني چي الله پاک تا په مصيبتو او تکليفو ونه ويره وي نو بيا له تا څخه ګمرهي کيږي ، او که دي چيري الله پاک وويروي نو بيا ته آګاه کيږې ، وخپل ځان ته متوجه کيږي او وخپلو اعمالو ته متوجه کېږې  .
الله (جل جلاله ) په قرآنکريم کښي فرمايلي دي  :
 « کَلا ان الانسانَ لَيَطغی   أن رآهُ استَغنی  »  .
يعني حق دئ دا کلام چي بېشکه انسان خامخا سَرکښي کوي له دې وجي چي وويني خپل ځان بې پروا سوئ  ( يعني په مال ، قوت او زور سره  )  .
او « تطهيري مصيبتونه » و هغو مصيبتو ته ويل کيږي  چي له دې وجي مسلمانان په هغوۍ سره مبتلا کړي چي دوۍ له ګناؤ څخه پاک سي ، او کوم بُعد او ليري والئ چي له خدائ پاک څخه و دوۍ ته د ګناؤ په وجه حاصل سوئ دئ هغه ختم سي او و الله پاک ته دوۍ ورنژدې سي   .
او « اختباري مصيبتونه »   و هغو مصيبتو ته ويل کيږي   چي مقصود ورڅخه ابتلا او ازمايښت د مسلمانانو وي  .
الله (جل جلاله ) په دې دنيا کښي د انسانانو تخليق د خپل عبادت او معرفت او د ابتلاء او ازمايښت دپاره کړئ دئ  ، لکه الله (جل جلاله ) چي فرمايلي دي  :
 « خلَق الموتَ والحياةَ لِيَبلُوَکُم ايکُم احسَنُ عمَلا  » .
الله پاک دغه قِسم مصيبتونه پر انبيآؤ باندي هم راوستلي دي ، او پر اوليآؤ او پر خپلو نورو صالحو بندګانو باندي يې هم راوستلي دي او راولي یې  ، يو بزرګ فرمايلي دي :
     خوش است ګر مَحَک تجربه آيدبه ميان    ـــ ـــ   تا سيه روۍ شود آنکه درو غِش باشد.
او يو بل بزرګ فرمايلي دي  :
        سر قبول ببايد نِهاد و ګردن طوع      ـــ ـــ   که هر چه حاکم عادل کند همه داد ست  .
د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي  :
      « ان اللهَ اذا أحَب قـــــــومًا ابـــــــتلاهُم  »  .
يعني بېشکه کله چي الله (جل جلاله  ) يو قوم خپل دوستان ګرځوي  او اراده د خير ورته وکړي نو دوۍ په مصيبت او په تکليف مبتلا کوي  .
يو وخت اصحابِ کرامو له رسول ( عليه السلام  ) څخه پوښتنه وکړ ه چي کوم يو د خلګو ډير سخت دئ په حيث د بلا ،  مصيبت او د الهي ازمايښت ؟  ( يعني پر کومو خلګو باندي الله پاک زيات مصيبتونه راولي ؟ )  د اسلام پيغمبر په جواب کښي ورته وفرمايل  :
         «  الأنبــــــيآءُ   ثم  الأمـــــــثل ُ  فــــــالأمـــــثلُ  »  . روضة الشهداء
يعني تر ټولو سختي ابتلاوي الله پاک پر خپلو نبيانو باندي راوستلي دي ، بيا له انبيآؤ څخه رالاندي چي څوک څونه و انبيآؤ ته ورته وي او و الله ته ورنژدې وي په همهغه اندازه پر ده باندي الله پاک  ابتلاوي او تکليفونه نازلوي   .
نـــــــظم    :
             هر که در اين بزم مقرب تر است     ــ ــ   جام بـــــــلا بيشترش ميدهند
             وانکه ز دلبر نظر خــــاص يافت    ــ ــ   داغ عَنا بر جـــــګرش مينهند .

هو   !    د اسلام پيغمبر ، رحمة للعالمين رسول چي د ټولو انبيآؤ پيشوا او مقتدا دئ ، او تر ټولو مخلوقاتو و الله ( جل جلاله  ) ته مُقرب بنده دئ ، او ټول مخلوقات يې دده په طفيل پيدا کړيدي ، په  همدې سبب  دونه تکليفونه او زحمتونه   الله پاک پرده باندي راوستلي دي چي پر بل هيڅ نبي او پيغمبر باندي يې نه دي راوستلي ، لکه چي د اسلام پيغمبر په خپله فرمايلي دي  :
                 « مـــــا اوذِيَ نبیًا قط في سبيلِ الله مثل ما اوذيتُ  » .   
يعني نه دئ په تکليف سوئ هيڅ نبي هيڅ کله د الله (جل جلاله ) په لار کښي  په مثل ددې چي څونه زه په تکليف سوئ يم   .
همدا سبب دئ چي هغه امام حسن او حسين (رضي الله عنهما ) چي د اسلام د ستر پيغمبر مبارک لمسيان ، او د هغه په غيږ کښي رالوۍ سوي وه  او د سيدة النسآء فاطمة الزهرآء او د اسدالله الغالب علي ( رضي الله عنهما ) مبارک فرزندان وه ، او پر الله (جل جلاله ) باندي تر داسي اندازي ګران وه چي د حسن او حسين نومونه پر دوۍ دواړو باندي الله پاک ايښي دي ، او ډير وختونه چي د دوۍ د کوچنيوالي پر مهال به دوۍ په ځانګو کښي ژړل نو الله (جل جلاله ) به  و جبريل امين ته حکم وکړ چي ورسه حسن يا حسين ژاړي ځانګو يې وروځنګوه ، او ډير ځله چي به جبريل (ع) و رسول (ص) ته راغلئ نو حسنين به د جبرئيل په غيږ کښي ولويدل  .
او د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي حسن او حسين د جنت د ټولو ځوانانو سرداران دي .
دارنګه د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي هر څوک چي له حسن او حسين سره محبت وکړي نو په تحقيق سره هغه له ماسره محبت وکړ ، او هر چا که له حسن او حسين سره بغض وکړ نو په تحقيق سره هغه له ما سره بغض وکړ  .
( رواه أحمد ، کذا في البداية والنهاية  ) .
مطلب دا دئ چي لکه څرنګه چي حضرت حسن او حسين (رضي الله عنهما ) پر الله (جل جلاله  ) باندي ډير ګران وو او والله ته ډير مقرب وو په همهغه اندازه باندي يې پر دوۍ دواړو باندي هغه قسم تکليفونه  او مصيبتونه  راوستل ، او د خپل نيکه د أمت د ظالمانو له لوري يې پر دوۍ باندي هغسي ترخه حالات راوستل چي په تاريخ کښي يې سارئ نه ؤ درلودلئ او نه بې تر قيامته پوري ولري   .

قدرمنو وروڼو ! بايد دا خبره هم درته ذکر کړم چي يو ددين مصيبت دئ بل د دنيا مصيبت دئ  ، د دين مصيبت دادئ چي  (العياذبالله ) يو څوک  په کفر ، شرک يا په نفاق مبتلا سي ، او يا له ګناؤ او بدو کارو سره عادتي وګرځي ، ظلم کوي ، فرضي عبادات ورڅخه پاته وي  ، غلاوي کوي  ، ناروا قتلونه کوي او داسي نور ... ودغه ته  « مصيبة في الدين »  ويل کيږي  .
او بل دنيوي مصيبت دئ ، لکه د مثال په ډول يو څوک ناجوړه سي ، بې کسه سي ، ظلم پر وکړ سي ، مسکين سي  .
 و هر مسلمان ته ضرور ده چي په دې باره کښي و الله  (جل جلاله  ) ته ډیري زارۍ کوي چي اې الله پاکه  !  ما او ځما اولاد او اهل بيت له ديني مصيبت څخه وساته  ، لکه چي په يوه مأثوره دعا کښي راځي  :
   اللهُــــــم لا تجعَل مصيبتنا في دينِنَا ، ولا تجعَلِ الدنيا أکبَرَ هَمِّنَا ولا َبلَغ عِلمِنا  .
په اخيره زمانه کښي به مصيبت ديني په مسلمانانو کښي غالب سي ، تاسي  ځموږ په زمانه کښي  غور فکر وکړۍ چي څونه مسلمانان په ديني مصيبتو سره بتلا سويدي   .
د اسلام پيغمبر په يوه مبارک حدث کښي فرمايلي دي چي داسي زمانه به راسي چي په يوه مسجد کښي به تر زرو ۱۰۰۰ نفرو زيات خلګ لمونځ کوي او يو به مسلمان نه وي  .
همدارنګه په يوه بل مبارک حديث کښي راغلي دي چي داسي وخت به راسي چي خلګ به لمونځونه کوي ، روژې به نيسي ، زکات به ورکوي او حجونه به کوي خو به مسلمان به يو هم نه وي  .
همدارنګه په يوه بل حديث شريف کښي دي چي داسي وخت به راسي چي يو سړئ به سهار مومن وي ماښام به کافر وي او ماښام به مومن وي سهار به کافر وي  .
( الأختراعات العصرية ) .

والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

    کمپوزنګ : باقي بالله فضلي