-کلتور، ثقافت يا کلچر (Culture) د ملتونو د تهذيب او تمدن نښانه ده.
د ملتونو کلتوري پوړۍ (سطحه) هغه مهال موږ ته په پوره ډول روښانه کېږي چې د نوموړو خلکو په فولکلور ښه و پوهېږو او د هغوى د فولکلور (فوکلور) سره ښه بلدتيا ولرو.
کلتور يا ثقافت د انسان د ارتقايي ژوند او عمل يوه ټولنيزه پانګه ده، چې د انساني ژوند له پيله بيا تر اوسه پورې ورو- ورو راغونډ او خوندي شوې ده، د کلتور په دې لويه او تاريخي مجموعه کې لاندې اجزاوې شاملې دي او تاسې به يې د دې جريدې له لارې که خداي (ج) کول په مفصل ډول ولولئ:
د ولسي ژوند نظام (Social Process) تمدن او تهذيب (Civilization) روايات ژبه (Communication) هر ډول اداري، ولسي او ټولنيز دودونه لکه کيسې، دم، درود، جادو، اقتصادي، اداري تنظيمونه، ښوونه او روزنه، اداب،قانون، فلسفه، اخلاقيات، علوم او فنون، موسيقي، نقاشي، لوبې او لنډه دا چې د ولسي ژوند د هر اړخ سره متعلق عمل چې د تاريخي دور له ابتدا څخه راپه دې خوا روان دي، د کلتور او ثقاپت په کړۍ کې حسابېدلاى شي.
فولکلور يا فوکلور په خپله د کلتور يو ټوک دى د کلتور جاج (مفهوم) بېخي ارت او هر اړخيز دى، سيمه ييز کېدلاى شي، خو کلتورکله- کله له يوه هېواد څخه هم ور واوړي. که دلته ځينې ترمينالوژيکي توپيرونه هم په پام کې ونيسو بيا هم هېڅکله او په هېڅ ډول فولکلور د کلتور له ډګره وتلاى نه شي، سره له دې که فولکلور په يوه الواک يوازې په وګړني ادب، دود او دستور پورې تړلي هم وګڼو، کلتور او ثقافت پراخ مفهوم لري، کلتور د يوې ټولنې ټوله مادي او معنوي شتمني رانغاړي، په کلتور کې د ژوند پراخه اړخونه ځلونه کوي.
همدارنګه د کلتور اغېزې د ژوندانه په بېلابېلو برخو او اړخونو کې ډاګيزې دي، يا له همدې امله ده چې پر کلتور څېړنه او په هغه پوهېدل په هره ټولنه کې ځانګړى ارزښت پيدا کوي.
کلتور د يوې ټولنې عمومي کړه وړه، اعمال، مهارتونه، عقيدي او سلوک چاپېروي او فولکلور د ټولنې د کلتور تکاملي پروسه ده او له کلتور سره په اړيکې کې ده.
داسې هم ويلاى شو چې کلتور د انساني ټولنې د ژوندانه عمومي اړخونه رانغاړي او فولکلور د ژوند يوه برخه ده. يا په بله وينا کلتور د کل او فولکلور په کې د جز بڼه لري. ټولې فولکلوري پديدې د يوې ټولنې د کلتوري جرأتونو زېږنده او د کلتور جز دى او يو له بله سره نه شلېدونکې دي. د ملتونو او قبايلو د کلتوري جراتونو د تاريخي تګلارې مطالعه د هماغه ملت او قوم د ټولنيزو او قبيلوي اړيکو او پر بېلابېلو اړخونو پوره رڼا اچوي.
کلتور د متمدنې ټولنې د انسانانو د ژوند د کليت مطالعه او پلټنه ده او فولکلور په کليت کې د ټاکنو بېلګه لري. کلتور د يوه بڼ ټولو (ګټو او ګټورو) ونو او بوټو ته پاته کېږي او فوکلور په بڼ کې د يوې ځانګړې ونې او مشخصو ګلانو او بوټو ننداره ده.
کلتور د يوه هېواد، ملت او ټولنې د خلکو د ثقافت عمومي کچه او اندازه څرګندوي، د بېلګې په توګه مېلمه پالنه زموږ د خلکو عام کلتور دى د دوى دغه نېک فطرت زموږ د خلکو د ادب سطح ښکاره کوي او اخلاقي او فطري لورى څرګندوي او د دوى د کلتور د سطح لوړې پوړۍ څرګندوي. رښتيا خبره ده چې ثقافت تر ډېرې اندازې د يووالي او پيوستون کلچر هم دى او دغه کلچر د يو ملت د تمدن درجه څرګندوي.