ګل آغا احمدي وردك
سباوون د زمانې داسې يوه روښانه او خوږه لمحه ده چې هر ذيروح يې راتللو ته د زړه په كنارو كې د خوښۍ ځانګړى احساس كوي. سباوون د نوي ژوند داسې نوي زيري له ځان سره راوړي وي چې هر يوه ته يې د سپينو وړانګو زړه وړونكې بيلې بيلې جامې پوښلې او د رڼاګانو په ملكوتي كاروان يې ورګډې كړې وي.
سباوون هغه بختور او نيكمرغه يون دى چې د تورتم په خيټه كې يې پراخې منډې كړې او په مينه مينه د خپلې ښكلا نازك، وړانګيز ململ د ځمكې پر مخ غوړوي او د محبت په ودې سره پرې خپل نرم لاسونه ږدي.
سباوون هغه ګلالى محل دى چې د هر چا نوو هيلو ته يې د افق په لوړ تندي كې د پسول ونډه وركړې او د نړۍ ګردو انسانانو هغه د خپل خواږه ژوند د آرزوګانو په ډګر كې د يوه غوره ملګري په توګه پيژندلى دى.
سباوون د نوې نړۍ نوي ګلان سپړي او د نوو رنګونو له زيرمې څخه د ګلونو هرې پاڼې ته زړه وړونكې ښكلا ور بښي. ګلاب ته داسې ګلابي رنګ وركوي چې په ليدو سره يې دنيا د حيرت او ښكلا په بڼ بدله او د عطرو خيالي څپې د د ماغونو په لوري ور ليږي. كشمالي بيا دخپلو سمسورو څڼو په كمڅو كې داسې خوشبويي غوټه كړي وي ته به وايي چې كاشكي يوازې يې زما په لوري د ښايست رنګينې او خوږې قافلې راتلاى.
په همدې توګه هر ګل نوى رنګ او نوې جامه له ځان سره راوړي او د انساني نړۍ د خوښۍ په چوپړ كې يې ږدي. وړانګو د نوو هيلو په وربلونو كې داسې منګولې ورخښې كړي وي ته به وايي چې د ښايستوكي ګل زړګي د بورا له بريتونو څخه غيږه ګرزولې ده.
سباوون د نوو هيلو نوى ژوند او د څرك د زيرو يوازنى ټيكدار دى چې د انساني نړۍ د خوښۍ په كتار كې يې د ستايلو لومړى مقام ترلاسه كړى دى.
نو راځئ چې د سباوون په څير د خپلې انساني نړۍ د هيلو او اميدونو د سرلښكر په توګه پخپلو كړنو او اعمالو كې بدلون راولو، په ريښتنې توګه لوى خداى ته تسليم شو او د روښانه يادونو په زرغون محل كې د خپلو نومونو ليكلو ته په عملي توګه چمتو او د وړانګو وزرونه د خپل بڼ په سمسورو څڼو را هوار كړو. هو راځئ چې همداسې شو. راځئ، راځئ او راځئ.