ګل آغا احمدي وردك
د افغانستان د لويې غميزې په ترځ كې نوموړي هيواد ته نه جبران كيدونكي زيانونه رسيدلي دي چې د هغه له جملې څخه بهرنيو هيوادونو او بيا په ځانګړې توګه پاكستان ته په افغانستان كې د موجودو اوسپنو د ليږدولو او پلورلو موضوع د هر زړه سواندي افغان لپاره يوه غم لړلې، د تاثراتو له اوښكو څخه ډكه او د ژورې څيړنې موضوع ګڼل كيږي.
د افغانستان په خپلو موجودو طبيعي كانونو او پټو پانګو تر اوسه پورې د پام وړ داسې تخنيكي كارونه سر ته نه دي رسولي چې حكومت پرې بشپړ واك ولري او د خپلو لويو ملي ګټو لپاره يې په كار واچوي. په دې هكله د افغانستان د پخوانيو حكومتونو د حكمرانۍ پر مهال وخت پر وخت څيړنې او مطالعې تر سره شوې او په اړوندو وزارتونو كې يې شايد د سروې ګانو اسناد موجود وي خو دا موضوع په پوره توګه څرګنده نه ده چې د هيواد د پټو طبيعي پانګو او كانونو په اړه پراخ معلومات، ځايونه، د استخراج لارې چارې او د هغه حقيقي اندازه څرګنده كړي. په دې توګه ويلاى شو چې افغانستان د اوسپنې د توليد ځانګړې سرچينې، د ويلې كيدو،ذوب او اړوندو چارو لپاره داسې د پام وړ فابريكې نه لري چې خپلې زړې اوسپنې او له كاره لويدلې ملكي او عسكري وسيلې پكې ذوب او د خپل هيواد لپاره ترې نور ګټور توكي جوړ كړي. بايد وويل شي چې په هيواد باندې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د اوومې كودتا او د پخواني شوروي د نظامي يرغل سره جوخت افغانستان ته په شوروي كې جوړې شوې يو زيات شمير هغه زرهي درندې وسلې، ټانكونه، موټر، تريلر، الوتكې او ډول ډول وسيلې رواړل شوې چې د مومن افغان ولس په ځپلو كې ترې كار اخيستل كيده او شمير يې سلګونو زرو ته رسيده او د همدې وسيلو زياتره برخه د جګړې پر مهال د افغانستان د مسلمان ملت د ريښتينو مجاهدينو په وسيله له منځه لاړې او د ايمان ځواك ته يې د مقابلې توان له لاسه وركړ. په دې توګه د هيواد لويې لارې، سړكونه، غرونه او رغونه پرې ډك شول چې په حقيقت كې د كمونيستي بلاك د جنګي ماشين بشپړه ويجاړتيا ګڼل كيږي چې د افغان مومنو شازلمو د سپيڅلي جهاد په وسيله پدې پتمن هيواد كې له كاره ولويدې. د يوه اټكل له مخې افغانستان ته د شوروي د ټولو لويو او وړو وسلو او وسيلو شميره ميليونونه ګڼل شوې خو دقيقه شميره يې هيچا ته هم په سمه توګه نه شي څرګنديداى.
په دې اړه خو ضروري خبره دا وه چې نوموړې ويجاړې شوې وسيلې په بشپړه توګه د هيواد په مركز او يا څو ځايونو كې د يوه غوره او ملي پلان له مخې را غونډې شوې واى او د يوه تاريخي موزيم په شكل د هيواد راتلونكيو نسلونو او نړيوالو ته د يوه عبرت، حقيقت او تاريخي درس په ډول ښودل كيداى چې د ايمان او پوخ يقين غښتلى افغان ځواك د خپلې وړې شميرې او ناڅيزو امكاناتو په وسيله څرنګه د نړۍ لويو لويو اشغالګرو، يرغلګرو او مادي ځواكونو ته ماتې وركوي او د نابودۍ كندې ته يې سپاري.
همدارنګه كه چيرې د نوموړو اوسپنو ساتل د موزيم په شكل ممكن او مناسب نه واى نو بيا له هغه څخه د هيواد په بيا رغاونه كې داسې ګټه ځنې اخيستل شوې واى چې د بيا د رغونې په بهير كې د اوسپنې د ذوب يا ويلې كيدو تر مهال پورې پرې د چور او تالان لښكريانو خپلې منګولې نه واى خښې كړې بلكي د داسې ټولګټو افغاني حكومتي پروژو په درد يې خوړلي واى چې عامه ښيرازي او آبادي يې رامنځته كولى.
خو په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې د هيواد د نورو مادي او معنوي شتمنيو په څير نوموړې ملي شتمني، د افغانستان د مومنو خلكو د سرښندونو وياړونه او د افغان زلمو په وړاندې ويجاړ شوى كمونيستي جنګي ماشين د افغانستان له پخوانيو اوسپنيزو زيرمو سره يوځاى د چور او تالان د صاحبانو له خوا د كورنۍ جګړې پر مهال وخت پر وخت په ډيره بې رحمۍ او ناځوانمردانه توګه په ګاونډي پاكستان و پلورل شول او نوموړې لړۍ اوس هم د هيواد په ګوټ ګوټ كې په مختلفو شكلونو دوام لري.
د نوموړو وسايلو پلورل او پاكستان ته د وسله والو كوماندانو او سوداګرو په وسيله د هغه ليږدونه د جهاد له كلونو څخه پيل شوه خو كله چې د ځينو وسله والو ډلو كوماندان او وسله والې ډلې په كابل او نورو لويو ښارونو واكمن شول ورسره جوخت نوموړې لړۍ تونده او يو خطرناك شكل يې ځان ته غوره كړ.
د چور او تالان صاحبانو نه يوازې دا چې د شوري د يرغل څخه پاتې شوې ويجاړې وسلې، ټانګونه، زغره لرونكې درندې وسيلې، الوتكې او نور څيزونه په پاكستان باندې وپلورل بلكي د هيواد په مركز او ولايتونو كې چې څه ډول دولتي او شخصي اوسپنه موجوده وه، حتى په كورونو، دولتي دوايرو، واټونو، او داسې نورو ځايونو كې د تيلفون او بريښنا تر پټو او ښكاره مزيو پورې هر ډول اوسپنه، نكل، مس، چوند او داسې نور په پاكستان و پلورل. بايد وويل شي چې په دې لړ كې په لسګونو زره پخوانۍ دولتې وسيلې، لويې او وړې كارخانې، په دولتي او شخصي سكتور كې جوړ شوي اوسپنيز تاسيسات هم د چور د صاحبانو له خوا په ډير بې رحمانه توګه د چپاو تر بريد لاندې راغلل. ځينو كوماندانو خو په دې هم بسنه و نه كړه بلكي جوړ ټانكونه او زرهي وسلې يې د پاكستاني پوليسو په واك كې وركړې چې همدا اوس هم په سلګونو داسې روسي ټانكونه له پاكستاني پوليسو سره شته دي چې په ډيره ناڅيزه بيه يې له هغه كوماندانانو څخه را نيولي دي چې د چور او تاريخي وياړونو د پلورلو په توره لړۍ كې له نورو څخه مخكې وو.
د پاكستان د لاهور د اوسپنو په ماركيټ كې ځكه نوموړې روسۍ اوسپنې ښه بازار لري چې فولاد يې ډير ځواكمن دي. بايد وويل شي چې په ټول پاكستان كې د اوسپنې د ذوب ۸۵ لويې كارخانې وجود لري چې له دې شميرې ۴۵ كارخانې يوازې په لاهور كې په كار بوختې دي او د لاهور د اوسپنې د كباړ په بازار كې د يوه روسي زرهدار قميت ۱۸۰۰۰ امريكايي ډالره دى. نوموړى مطلب د آزادۍ راډيو چې د چك د پراګ له ښار څخه خپرونې كوي د روان هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې په اوومه نيټه چې د چهارشنبه له ورځې سره سمون خوري د سهار د لسو بجو په پروګرام كې د هيواد د تكړه وياند ښاغلي جان آقا الكوزي له خوا بيان شو.
پا كستان ته چې كله له افغانستان څخه اوسپنې ورسيږي نو دهغه هيواد د اوسپنې د ويلي كيدو په كارخانو كې تر ذوب وروسته مختلف توكي ترې جوړيږي چې زياتره برخه يې په ډير لوړ قيمت بيرته د افغانستان بازارونو ته راوړل كيږي چې په دې لړ كې پاكستاني سيخ ګول او ګاډر په هيواد كې تود بازار لري او د ځينو ځينو لپاره خو بيا د افغانستان په ملي راديو تلويزن او نورو خبري رسنيو كې ښه په زغرده سوداګريز اعلانونه هم كيږي.
له دې سره سره چې ګاونډيو هيوادونو ته له افغانستان څخه د اوسپنو د قاچاق او سوداګرۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د رياست مقام د يوه فرمان په جاري كولو سره بنديز لګولى دى خو د خبري رسنيو د رپوټونو په بنسټ نوموړى كار اوس هم ښه په درز سره روان دى چې د لارې مسوول كوماندانان او امنيتي ارګانونه خپله خپله ونډه پكې اخلي. بايد وويل شي چې د دې كار بندول د افغانستان د ټول مسوولو اړخونو، حكومت، ولس او زړه سواندو امنيتي چارواكو ګډه دنده ده چې په دې هكله كوټلي اقدامات وكړي.
د افغانستان حكومت ته ښايي چې د نوموړې مسئلې په هكله له سره غور وكړي او كه چيرې مسوول اړخونه د نوموړي كار د بندولو په لاره كې له سستۍ ، لټۍ او شخصي ګټو پاللو څخه كار اخلي نو شايد چې دا لړۍ به دوامداره شي، زموږ پاتې قيمتي ملي پانګه به نوره هم په ډيره بې رحمۍ، ټيټه بيه او د شخصي ګټو د پاللو په موخه د هغو اړخونو له خوا و پلورل شي چې د ملي شتمينو په تاراج بوخت دي او په مقابل كې به يې دې ځوريدلي ملت ته د ډيرې لوړې بيې سره يو ځاى پردي ګاډر او نور اوسپنيز توكي راځي او موږ به تاريخ ته يو ځلې بيا جوته كړې وي چې د خپلو ملي شتمنيو د ساتنې، ګټور استعمال، او خپل ملي اقتصاد د پياوړي كولو وړتيا مو بايللې ده...
د افغانستان د ملي شتمينو د چور په لړ كې د هيواد اوسپنه په ډيره ناڅيزه بيه د ځينو خود غرضو د شخصي ګټو د پاللو په منظور د پاكستان په هيواد پلورل كيږي چې بايد په افغانستان كې خوندي او د اوسپنې د ذوب كارخانې ورته جوړې شوې واى. اړوند اړخونه دغه ملي شتمنۍ ته د زړه سوي په دوربين نه ګوري او د هيواد په ټولو بازارونو كې پاكستاني ګاډر او نور اوسپنيز توكي په ډيره لوړه بيه د هغه اوسپنې په مقابل كې زموږ په هيوادوالو باندې پلورل كيږي چې په ډيره ارزانه او ناڅيزه بيه يې ترې را وړې ده. د اوسپنې او ګاډرو مسئلې ته ژوره پاملرنه په كار ده