ليکونکى خالد ( سيال )
د ماشومانو لپاره په ليکنه کى د ماشوم طبيعت اروا پوهنه او د ماشوم نړۍ تر ټولو لمړى حق دى.
ځکه نو د ماشوم پر طبيعت ښه پوهيدل ډير مهم دى . ماشوم د عمر په بيلا بيلو پړاوونو کى ډول ډول ليوالتياوى لري . د افغاني ماشومانو لپاره بايد په ليکنه کى د ماشوم ذهني چاپيريال ښه درک او بيا منعکس شي دا مسئله د بيلا بيلو ټولګيو د ماشومانو لپاره د رسمي درسي موادو په برابرولو کى ډيره مهمه ده . د فکر او د ليل د پياوړتيا لپاره د ژبى پر اهميت پوهيدل هم ضروري دى . ژبه يو داسى وسيله ده چى همکاري را منځ ته کوي او پياوړى کوي يي او ديوه شخص د فکر او پراختيا سبب ګرځي . تر دى چى يو شخص ذهني ژوند ديوى ډلى د ذهني ژوند پر يوى برخى بدلوي . کله چى ماشومان ژبه زده کړي نه يواځى داچى عکس العملونه زده کوي بلکه مفکورى هم رااخلي او بيا يي وړاندى کوي . دوي دنورو تجربى د خپل ذهني ژوند پريوى برخى بدلوي . کله چى دوي خبرى کوي نور دى ته هڅوي چى خپلى تجربى ورسره شريکى کړي . مطالعه او زکاوت پريوى موضوع باندى د پوهيدلو اساسي توکي دي . د عصري او پوهنيزو مسائلو په باب معلومات هم مساوي ارزښت لري . چى ماشوم د اوسني چاپيريال تر څنګ د راتلونکي په باب هم فکر کولاى شي او د پوهيدنى ځواک يي وده کوي .
څرنګه چى زمونږ ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده د ماشومانو حقوق د اسلام له نقطى نظره دادى چى لمړى بايد د پيدايښت څخه په غوږ کى آزان وشي او بيا يو ښه اسلامي نوم ورته غوره شي همدا رنګه تر ٢ کالو پورى د مور شيدى ورکول . چى د مور شيدى د ماشوم په وده ، روغتيا او ذهني زکاوت کى ډير مهم دى . بايد ورکړل شي همدا راز د هغو صحت او تعليم ته پاملرنه کول او کورنۍ او چاپيريالي روزنه چى ډير مهم دى خاصه توجه وشي . تر څو دوي ښه او سالم روزنه واخلي او په راتلونکي کى د خپل کورنۍ او وطن دپاره ښه خدمت وکړي او د علم په جوهر ملبس شخصيتونه او علمي کدرونه ټولنى ته تقديم شي اود هيواد په ودانولو او سمسورتيا کى فعاله ونډه واخيستلاى شي .