د بینظیربوټو جام او تش لاسي افغان بوکسران

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31757

دخبریدو نیټه : 2010-01-04

میرویس جلالزی

د افغانستان سوک وهونکي د پاکستان د وژل شوي پخوانۍ صدراعظمي بينظیربوټو د جام تر نامه لاندي د سوک وهلو په سیالۍ کې له سختې ماتي سره مخامخ شول.

د بينظیربوټو جام تر نامه لاندي د سوک وهلو دغه سیالي د پاکستان په کراچۍ ښار کې په لاره اچول شوي وي چې یو شمیر افغان سوک وهونکو هم پکې ګډون درلود.

د افغانستان د سوک وهني د فدراسیون د ریس پر وینا چې د سیالیو په وروستۍ ورځ افغان بوکسرانو هر یوه منقوش الدین او محمد ایوب یو پر بل پسې له خپلو رقیبانو څخه ماتې وخوړه او د افغانستان ډله ماته شوه.

د فدراسیون د ریس پر وینا هغه سوک وهونکي به د افغانستان د سوک وهلو ملي لوبډلي ته غوره شوي وای چې له دغې سیالۍ ډک لاس هیواد ته را ستانه شوي وای.