د سولي د جرګې غوښتنه - دوکتور عبدالقیوم کوچی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31782
دوکتور عبدالقیوم کوچی
دخبریدو نیټه : 2010-01-06

په اسلامی او افغانی ټولنیزژوند کې روغه جوړه یوه منلې شوې لاره او دستور دی . د افغان دلرغوني تاریخ په اوږدوکې کله چې د ولس په بیلا بیلوکامونو کې تاؤتریخوالی یا شخړې او ستونزی پیدا شی دکامونو مشران او مخوراو هغه کسان چې د خپلو خدمتونوله لارې په خلکو کې منل شوی وی سره راټولیږی ، جرګې راغواړی او د شخړو او ستونزود له منځه وړو دپاره لارې چارې لټوی . په خواشنئ سره د پخوانی   شوروی اتحاد د یرغل څخه ورسته د کمونستی ناولی نظام د لاسپوڅو او هم د پاکستان د جهادی تنظیمونو دمشرانو له خوازموږ اسلامی او پښتنی بنسټ اود ټولنې یوه اصیل او سپڅلی دود او دستور ته سپکاوی وشو . ولسی او مخور مشران ئې یا شهیدان کړل او یائې کډوالئ ته مجبوره کړل . ددې ظلم نتجه دا شوه چې په هیوادکې د ولسی جرګو مرکو بنسټ کمزوری شی . حکومتی قوانینو خپل ډاډ او اعتبار په ولس کې له لاسه ورکړ. د ولس په بیلا بیلو پرګنو کې بې باوری او ناامنی رامنځ ته شوه . حکومتی چارواکو نشوای کولای چې د قوانینوپه پلی کولوسره د خلکو ستونزی اواری کړی او د امن چابیریال رامنځ ته کړی . زموږ هیواد اوخلک ددېر شوکلو په ترڅ کې داورونو په سرو لمبوکې  سوځی اونوره نړئ ئې په رڼو سترګو وینی چی د افغانستان ناورین او غمیزه څومره ژوره او پراخه شویده او بې وزله افغانان په کې دټولو بشری حقونو په خلاُ ف قربانی کیږی . د افغانستان د غمیزې لمړی عامل د پخوانی شوروی اتحاددټولو بین لاقوامی بنسټونو په خلاف سیاسی لاسوهنې او پوځی یرغل او تیری ؤچې په کال ۱۹۷۹ عیسوی کې تر سره شوه . روسانو او د هغو لاسپوڅو غوښتل او هڅې ېي وکړې چې د افغانستان  د اسلامی او افغانی کلچرپه خلاف د روسانو او کمونستانو په  بڼه یو نوی فرهنګ او ټولنیزجوړښت رامنځ ته کړی او ددوی د خوښې او غوښتنې سره سم یو نوی انسان او افغان وروزی او داسی روزنه ورګړی چې دکمونستانو په لار پل واخلی . دمسلمانو مجاهدو افغانانو دپاڅون او قربانیو په پایله کې نه یوازې دا دکمونستانوناولې دسیسسې او پلانونه په افغانستان کې ناکامه شول بلکې د مسلمانو افغانانو د پاکو وینو له برکته کمونستی فرهنګی او سیاسی نظام او واکمنی دننه په روسیې او دهغه هیوادد اقمارو په هیوادونوکې دماتې سره مخامخ او ټغر ئې ټول شو.  کله چې په افغانستان کې جهاد بریالی شو، پاکستان د خپلوسیاسی غرضونود سرته رسولو په وجه په پاکستان کې جوړ شوی جهادی تنظیمونه د افغانستان سیاسی او     ټولنیز ډګرته راوړاندی کړل او مشران ئې چې د پاکستان د                         
په لومو کې ګیر او په پیسو خرڅ شوی ؤ وهڅول چې په افغانستان کې واکداران شی او یوه داسی واکمنی رامنځ ته   کړی چې د پاکستان سیاسی او فرهنګی ګتی په کی خوندی     وساتل شی    پاکستان غوښتل چې افغانی او پښتنی کلچر په پنجابی او پاکستانی کلچر او دود او دستور بدل کړی . د پاکستان ټولې هڅې داوی چې افغانستان نه یو لاسپوڅی هیواد جوړ او د افغانانو په وینو د کشمیر غمیزې ته یوه دحل لاره ولټوی . په افغانستان کې د پاکستان په لاس جوړشوی تنظیمونوونکړای شوای چې په هیواد کې امنیت او سوله او پخلاینه راولی او یو سپیڅلی ملی مشرتابه رامنځ ته کړی . ددوی په مینځ کې قدرت ته د رسیدو په وجه خپل منځی جګړې پیل شوی او پایلې ئې داشوې چې اصیل مجاهدین دسیاسی او ټولنیزوچارو له ډګره لرې او مرور شی او وطن دوارلارډانو په مینځ کې وویشل شی او دوارلاډیزم کلچراوملیشئ نظام اود ټوپک او کلاشینکوف په خوله معاملې او کړه وړه رامنځ ته شی . د تش په نامه د تنظیمونود واکدارئ  پر مهال چې برهاندین ربانی ئې سر وال ؤ د ناروا ظلمونو په نتجه کې د افراط طلبئ یا وزرونه په هیواد کېخپاره شول اود ناراضو عربو او عجموود ځوانانودټولګیوخوزښتونه راپیداشول او افغانستان دملګرو ملتونو او د نړئ په سترګو کې بی اعتباره شو. ددې پیښو اوخوزښتونو پایلې داشوې چې دد سپټمبر یولسمه غمیزه په امریکې کې پیښه شی او په افغانستان باندې د امریکې پوزی تیری وشی اود جګړو په بهیر کې داسی اورونه بل شی چې  په لمبو کې ئې تر دغه مهاله پورې هم د افغانستان بې وزلی خلک سوزی اووژل کیږی . د امریکې د پوزی یرغل سره سم امریکایانو د خپلوپر مختللیوپوزی الوتوکواو په خاص ډول سره د ( بی ۵۱ ) الوتکو په زورد طالبانوواکمنی وپرزوله او پر ځای ئې د وارلارډانوواکمنی د افغانستان پر ولس وتپله . دافغانانو هیلې داوی چې د پر زول شوی واکمنئ پر ځای یوه ښه روغه اود هیواد په غمونو زړه سوانده او په کار پوه مشرتابه او نظام  رامنځ ته شوی وای چې هم ئې سوله او پخلاینه د خلکو په منځ کې راوستی وای او هم ئې د عدالت او دمو کراسئ بنسټونه په ټولنې کې ټینګ کړی وای . په خواشینئ سره نه سوله رامنځ ته شوه او نه بیا رغونه او آبادی راغله . روانه واکمنی په فساد ، درغلئ اوپه قاچاقوککړه او تورنه شوه اوپښتنی کلچر او معیارونه تر پښو لاندی شول . د ظلم ، غلا اوفساد ډکر تود شو او د بیوزولوژوند نور هم پسې ویجاړ او ابتر شو. اصیل او سپیځلی پښتنی دودونه چې د خلکو ستونزې پرې اواریدلې له منځه ولاړې اودمخورواوپه ټولنیزو چاروپوه مشرانو سپکاوی وشو. دمخورواوپه ټولنیزو چاروپوه مشرانو مخه ونیوله شوه . دوی  پرې نښودل شول چې په ولسی او ټولنیزوچارو کې د خلکو په منځ کې روغې جوړې وکړی او ولسی رسالت د سولې او پخلاینې په ډګر کې سر ته ورسوی . دا پالیسی د پاکستان د غوښتنې سره سمون خوری . د پاکستان دجوړیدونه تر نن ورځې پوری دهغه هیواد واکداران نه غواړی چې په افغانستان کې یو پیاوړی ملی مرکزی واکمنی چې د غوڅ ولس ملاتړ ورسره وی رامنځ ته شی .کوم پښتانه چې تحمیلی او تش په نامه د ډیورند دناولی او غیر قانونی کرښې په لمر ختیزخواکې پراته او شتون لری دپاکستان واکمنی اونظام نه منی او دخپل د ژوند د سمون چارې پر خپلوپښتنی ارزښتونو او معیارونو جوړوی او په ځانګړی وجه د ولسی جرګو او مرکوله لارې ئې سنبالوی او د پاکستان واکدارانو ته غاړه نږدی. پاکستان په افغانستان کې د جګړوپه بهیر کې له یوې خوا غواړی چې د امریکایانو او نیټو د پوزونوپه زور او طاقت   پښتانه وټکوی ، ملی مقاومت مات کړی او د ډیورند د ناولې کرسې د مشروعیت دپاره چاپیریال برابر کاندی . پاکستان له بلې خواد امریکایانو د خوشحالولو په پلمه  قبایلی سیموته خپل پوزونه لیږی او قبایلی مشران او مخوراو ددین عالمان وژنی او په بدل کې پیسی ، وسلې اوپرمختللی پوزی تکنالژی تر لاسه کوی .د پاکستان ولس د خپلو واکدارانو ددوه مخې پالیسیوڅخه کرکه لری او همداوجه ده چې ددولت په ضد په پټه او ښکاره توګه خپل خپګان ښیئ او د افغانستان دجهاد او ملی مقاومت ملاتړ کوی . امریکایانودعیسوی کال د۲۰۰۱ د سپټامبرد یولسمې غمیزې په بدل پر افغانستان ورودانګل او دافغان ولس د خوښې پر خلاف ئې ټوپکیان او سړی وژونکی وارلارډان قدرت ته ورسول او غوښتل ئې چې ددوی په مرسته د تروریزم ریښی شنډی او په افغانستان کې ډموکراسی اوبیا رغونه راولی . دوی هم دکمونستی روسانوپه شان یو شمیر ځلمی افغانان چې په امریکې کې لوی شوی ؤ او نه ئې پر خپلو ملی ژبو خبری کولای شوای او نه خپل افغانی او پښتنی تاریخ او کلچر نه خبرؤ په  مهمو کارونو وګمارل او غوښتل ئې چې ددوی له لارې امریکائې کلچر او کړه وړه د افغانستان پر ولس خپور اوومنی.دوی هم هڅې وکړی چې نوی افغان او نوی انسان د امریکې د کلچراو معیار سره سم رامنځ ته کړی . دوی پر خپلو هدفونو او موخو کې ځکه پاتی راغلل چې دوی ونشوای کړی چې د افغان ولس او ملت په رنځونوپوه شی او د هغو زړونو او ماغزو ته لاره پیدا کړی. دې موخو ته رسیدل او بری تر لاسه کول یوازې د افغانی دودیزو جرګو مرکو له لارې کیدای شی . دپوزونو ډیروالی او د پوزی ماشین غښتلتیا د افغان  غمیزه نوره هم ژوره او پراخوی او ملی پاڅون او ملی مقاومت ته زور ورکوی .هر څومره چې دافغانانومرګ او ژوبله ډیره شی او دبیوزلومسلمانانو وینې توې شی د پښتونولئ د منل شوو بنسټونوپه رڼا کې تربګینی او دښمنی هم ډیریږی او د غچ او انتقام غوښتنې  جذبات مظبوطیږی او هرې خواته ریښې زغلوی .که چیرې امریکایان د سولې او پخلاینې غږپه صداقت سره پورته کړی او د مخورو او منل شووهغو افغانانو له لارې چې لاسونه ئې په وینو کګړ ندی او د چا د مال او ناموس سپکاوی ئې نوی کړی د مرورو جنګیالیو سره لاره پیداکړی اوددوی په لیمڅی او ټغر ور سره کښینی او د جرګو او مرکو له لاری چمتو شی چې ددوی پر ستونزو پوه شی او ننواتی ئې وګړی کیدای شی چی د جګړې مخه ونیوله شی او د همغږئ او همکارئ چاپیریال ولټول شی .

ومن الله التوفیق