د پښتنو قبيلو دپېژند لو په لړ کې دا ځل دوې نورې قبېلې در پېژنم چې د افغا نستان د خوست په ولا يت کې استو ګنه لري يوه يې په کر لا ڼيو پښتنو پورې تړ لې قبېله ده او درمان نو ميږي چې د عبد الر حمن د قبيلې دنوم لنډه بڼه ده اودويمه يې په غلجيو پورې تړ لې قبېله ده او درې کو ټي نو ميږي٠
١- د درمان ( عبدالر حمن قبېله :
د پښتنو دعنعنوي او دودېزې شجرې يا دنسب دونې سره سم درمان يا عبد الر حمن قبېله کر لاڼي پښتانه او دخو ږ يا ڼيو قبېلې چې يادونه يې دهمدې قبيلو دپېژ ند لو په لړ کې دمخه شوې ده يو ښاخ شمېرل کيږي٠
پښتانه د تاريخ په رڼا کې ددرمان د قبيلې په اړوند داسي ليکلي دي:
د شجرې مطابق دوی کر لاڼي پښتانه او دخو ږيا ڼيو د قبېلې يو ښاخ شمېرل کيږي او حاجي خان خيل، سودي خيل، اصلي احمد خيل،مدي خيل،کو نډي او منګس يې ښا خو نه دي چې دغو شپږو ښا خونو ته مموزي هم وايي او دمتون په نا مه سره هم شهرت لري ٠(١)
متون په اصل کې دخوست ولايت يوه ولسوالي ده چې دخوست ختيزې بر خې ته پر ته ده چې په لويدېزه خواکې دمندو زيو او دنادرشاه کوټ دو لسواليو ، په شمال لويدېز کې د موسی خېلو دولسو الۍ سره، شمال خواته دسبر يو دو لسوالۍ سره، په شمال ختېز کې دتيري زيو دولسوالۍاو پا کستان دهېواد سره او په جنوب لويدېز کې دګر بزو دو لسو اليو سره ګډې پو لې لري او په ٢٠٠٦ زېږ دېز کال کې يې دټو لو وګړو شمېر١٦٠٢١٤ تنه ښودل شوی دی٠ (٢)
د تاريخ حيات افغا ني مؤ لف ډ پټي محمد حيات خان ١٤٥ کلونه وړاندې ددرمان دقبېلې په اړوند داسي ليکلي دي :
متون په اصل کې دخوست ديوې سېمې نوم دی چې ددغه ځای او سيد ونکو ته متون يا متو ني وايي٠ حيات افغاني په هغه وخت کې ددوی مجمو عي شمېر ١٠٠٠٠ تنه ښو دلي ووچې دکر کيلې په چارو بو خت دي٠ (٣)
متون زړور،ميلمه پالو نکي او په پښتو او پښتو نواله با ندې مين خلک دي٠
٢- درې کو ټي :
د تاريخ حيات افغاني د مؤلف دلېکنې پر بنسټ چې دپښتنو قبيلو په اړوند يې هر اړ خېز معلو مات در لودل د درې کو ټي قبېلې وګړي هم د افغا نستان دخوست په ولا يت کې استو ګنه لري او په سليمان خيلو غلجيو ور ګډيږي ٠ دهمدې مولف په روايت د سليمان دويم ورور علي نو ميد چې او لاده يې علي خيل دي چې بيا د علي خيلو د مندوزي د ښاخ يوه څا نګه اسما عيل زي دي چې دوې کو چنۍ څا نګې يې بدا خيل او چندن خيل دي چې ددرې کو ټي په نامه سره ياديږي٠ (٤)
تاريخ حيات افغاني له نن نه ١٤٥کلو نه وړاندې ددوی شمېر ٤٠٠ کورنۍ ښودلی دی چې ښا يې اوس به ددوی ټول شمېر تر دې هم لا ډېر زيات وي٠
-----------------------------------------------
منابع او ماخذونه :
١- ظفر کاکا خيل، سيد بهادرشاه، پښتانه دتاريخ په رڼا کې،پېښور يو نېور سټي بک ايجنسي، ١٣٨٩ مخ،١٩٦٢ ع
٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Khost_(Matun)_District
٣-تاريخ حيات افغاني، دمحقق فر هاد ظر يفي او دکتور لطيف ياد ژباړه، دپېښور ددانش چاپ، ٣٥٥ مخ٠
٤-پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد، ددانش چاپ، پېښور،١٣٣- ١٣٤ مخونه٠