احمد لودين
هغه سيالۍ چي دري ورځي مخکي په ننګرهار ولايت کي دهيواد د ٢٢ ولايتونو تر منځ په لاره اچول سوي وي نوري پاي ته ورسيدي او کندهار پکښي لمړۍ مقام خپل کړ .
دافغانستان د کرکټ بورډ يادي سيالۍ په دوو برخو ويشلي وي چي په اې برخو کي يي ١٤ لوبډلي وي چي په دي برخه کي کندهار هم راغلي وو.
چي لمړې لوبه يي د کونړ ولايت څخه وګټل ، دوهمه لوبه يي دپکتيا ولايت څخه وګټل ،دريمه لوبه يي له کوربه ولايت ننګرهار څخه وګټل او پاينل لوبه يي تيره ورځ د ننګرهار داسلامي پوهنتون په انګړکي دلغمان ولايت سره وکړه .
د کندهار ولايت دکرکټ بورډ مشر عبدالولي امين په کندهار کي دبينوا دفتر ته وويل چي د لوبي پچه لغمان وګټل چي په پنځويشت اورنو کي يي دنهو لوبغاړو په سوځولو سره ١٤٠ منډي جوړي کړي او کندهار ته يي ١٤١ هدف وټاکى چي کندهار دشپږو لوبغاړو په سوځولو سره ياد هدف په يوه ويشت اورونو کي پوره کړ او په دي سره يي د يادو سياليو لمړى مقام وګاټه .
ديادوني وړ ده چي دکندهار اتله لوبډله به ډير ژر کندهار ته راستانه سي . په دي بريا ټول کندهاري اوسيدونکي زيات خوښ دي او دا وياړ د ټول کندهار وياړ بولي .