ایرلنډ په کرکیټ کې افغانستان په ګونډو کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31935

دخبریدو نیټه : 2010-01-10

عزمت علي
 
د افغانستان د نونلس کلنو ځوانانو کريکټ لوبډله  نړيوالو لوبو ته د چمتووالي په امتحاني سياليو کې ایرلنډ ته په ګونډو شوه.


دغه لوبې چې په نىوزلىند کې ترسره کېږي، افغانستان خپله لومړۍ منډې وکړې، چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ایرلنډ  ته د ٢٢١ منډو هدف وټاکه .

د افغانستان له لورې تر ټولو ډېرې منډې حشمت شهيدي وکړې، ده په ٨٥ توپونو ٩١ منډې وکړې چې ١٢ څلورېزې او يوه شپږىزه په کې شامله ده .

د افغانستان د کريکټ د ملي ټيم کوچ تاج ملوک علم، حشمت شهيدي د کريکټ نابغه بولي داسې چې د ده په خبره په عمر خام خو په کريکټ کې ډېر پوخ دى .

اىرلنډ د افغانستان له لورې ورکړل شوى هدف يوازې د دريو لوبغاړو به سوځېدو ترلاسه کړ،يوه ايرلينډي لوبغاړي ١٠٨ منډې وکړي .