په نننۍ لوبه کې چې دنوي زیلانډ په لینکولن لوبغالي کې ترسره شوه یوځل بیا افغان لوبډلې دلومړي وار په کولوسره ښه لوبه ونکړه او یواځې جاوید احمدی 30 او حشمت شهیدی وکولای شول چې 50 منډې جوړې کړې،خونورو لوبغاړو ښه لوبه ونه کړه اوټول لوبغاړي په 45 اورونو کې په 175 منډو وسوځیدل او دزمبابوی لوبډلې په ډیره اسانۍ سره وکولای شول چې د 6 لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلي هدف ته ورسیږي او افغان لوبډله په 4 لوبغاړو له ماتې سره مخ کړي .
دافغان نولس کلنوځوانانو د کرکټ لوبډله به دروانې میاشتې په 15 نیټه په لومړۍ رسمي سیالۍ کې دروانوسیالی اتلې یانې دهند لوبډلې په وړاندی دسیالۍ ډګرته ور ووځي