محاسن الاسلام( ۴۰)برخه، داميراومأمورحقوق ،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بســـــــــم الـــــــلَّـــــه الــــــرحــــمن الرحـــــیم
عزیزانواومحترمودیني وروڼوپه دې برخه کښي داميردمسئوليتونوله جملې څخه د کومو چي په تېره برخه کښي ئې ماذکردرته وکړ دپنځم مسئولیت تشریح اوعلمي څېړنه درته کوم ـ
اول، دالسياسة الشرعیة لابن تیمیة ،په شپږمه صفحه کښي داسي راغلي دی (فیجب علی ولی الامر ان یولی علی کل عمل من اعمال المسلمین اصلح من یجده لذالک العمل) يعني نوواجب دۍ پرهغه چاباندی چی دمسلمانانودچارو متولی وی ،دمسلمانانوامیروی ، داکار چي مقرره وی به دَيْ پرهرعمل اوحکومتی وظيفه باندی له اعمالواو له وظائفو څخه دمسلمانانوهغه څوک چي هغه ډېرصالح ، وړاولائق وي دهغې وظيفې دپاره ترنوروخلګوـ
دوهم،هرامیرچي دامارت په چاروکښي یوڅوک پریوه وظيفه اومنصب باندي مقررکړي په داسي حال کښي چي تردغه سړي بل څوک ډېروړاولائق دهغې وظیفې دپاره موجودوي اودَيْ وهمدغه ډېرلائق ته کومه توجه ونکړي بلکي وهغه ته چی ترده کمزورۍ وي دځينوفاسدو اغراضوپه سبب وظیفه وسپاري ، نواسلام ددغسی امير په باره کښي داسي فيصله صادره وي چي دغه امیر خائن امیر دي دغه امیر له خداۍ پاک سره هم خیانت کونکۍدئ اوله رسول علیه السلام سر ه هم خیانت کونکۍ دئ اوله مسلمانانوسره هم خیانت کونکئ دۍ ، دلیل ددې خبری هغه مبارک حديث دئ چی حاکم ئې روايت کړیدئ اوصحیح ئې بللۍ دئ، حدیث دادۍ:
(من وَلِيَ مِنْ امرالمسلمين شيئاً فولی رجلاً وهویَجِدُ اَصْلَحَ للمسلمینَ مِنْهُ فَقَدْ خَانَ الله وَرَسُولَه،وفي رواية، من قلدرَجُلاًعملا ً علی عِصابَةٍ وَهويجدفی تلک العصابة ارضی منه فقدخان الله (جل جلاله)وخان رسوله وخان المسلمین ـرواه الحاکم وصححه
همدارنګه داسلام دوهم خليفه حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه فرمایلي دي:
(من وَلِيَ مِنْ امرالمسلمين شيئاً فولی رجلالمودة اوقرابة بینهما فقدخان الله ورسوله والمسلمين)السیاسة الشرعیة ،ص۷ـ
ترجمه ، هر څوک چي دمسلمانانو له کارو څخه ديو شي متولی سی نوبيا دَیْ صرف اوصرف داشنايي يا دقرابت په وجه يو څوک پريوه وظيفه باندي مقرر کړي نوپه تحقيق سره ده خيانت وکړ له خداي پاک سره اوله رسول عليه السلام سره اوله مسلمانانو سره ،
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا