د پښتنو دعنعنوي او دوديزې شجرې له مخې دلازاک دپښتنو دکرلاڼي پښتنو په ټو لنېزې ډلې کې شمير ل کيږي، خو دتا ريخي پلوه دوی دساکي پښتنو يوه څا نګه ده چې دسليمان دغرو نو دلړۍ نه د خپلې استو ګنې او سنۍ سېمې ته ليږ ديد لي دي٠
دتاريخي رواياتو سره سم دلازاک لو مړني پښتانه دي چې دپېښور په وادۍ کې دابا سين تر غاړو پورې استو ګن شوي وو او داسي ويل کيږي ې دوی پر دغه سېمې با ندې دهندو شا ها نو په وخت کې قبضه کړې وه ٠دلازاک دغزنوي سلطان محمود٩٩٧-١٠٣٠ ع د واکمنۍ په وخت کې دهغه سره دهند په بر يدونو کې ملګري او دخپل يوه مشر ملک يحيي په مشر تا به د سو منات په حمله کې يې ګډون درلود٠ (١)
داسي رو ايتو نه هم شته چې دلازاکو دلا هور دراجا دکمزورتيا په وجه دخيبر دتا ريخي درې له لارې پر پېښور باندې چې په هغه وخت کې بګرام ورته ويل کېده (٢) ير غل وکړ او دتورې په زور يې دغه سيمه په خپله ولکه کې راوسته، ان چې دسند لويديزې بر خې يې هم تر ليرې ليرې ځايو نو کې په خپلې قبضې کې راوستې او خپل تسلط يې وربا ندې ټينګ کړ٠
تاريخ حيات افغا ني چې له نن نه١٤٥ کلو نه وړاندې ليکل شوی دی د دلازاکو پښتنو په اړوند داسي کښلي دي :
ددغې قبيلې ځيني سپين ږيري دخپلو پلرو نو او نيکو نو په اړوند داسي روايت کوي کله چې په پيل کې د دلازاک قبيله د افغا نستان ختيځو بر خو ته داخله شوه، نو تر دې وړاندې په پېښور او دسند درياب په لو يدېزو او ختيزو غاړو کې سره کافر او سيدل او هغو خلکو ته يې سره کا فر ويل چې د ګر يک او بکټرين له نسله وو٠ په پيل کې ديګان او داصلي سو اتيو نيکو نه هم د پيښور ، راولپينډۍ او دجلال اباد تر حدودو مېشته وو چې بيا د دلا زاکو دقبيلې خلکو په تد ريجي تو ګه دغه خلک پر شا وتمبول او خپله قبضه يې پرې ټېنګه کړه٠ لنډه دا چې دغه قبېله دکابل دواکمن مرزا الغ بيګ تر وخته ډېره مشهوره وه، خوکله چې دوی خپل زور او ځواک با ندې مغروره شول، نو لو مړی دخليلو او مو مندو له خوا چې پېښور ته راتلل مات او دپېښور پرېښودلو ته اړ شول٠ ه په هغه وخت کې پېښور، دو ابه،با جوړ، ننګرهار،کلپا ڼه او دهزاره تر سېمې پورې ټو لې سېمې ددلازاکو وي٠ په دغه وخت کې يو سفزي هم په کا بل کې د مرزا الغ بيګ له خوا ټکول شوي وو او پيښور ته راغلي وو٠ (٣)
د يو سفز يو مشر ملک احمدد دلا زاکو نه د يو سفز يو لپاره د يوې سېمې غو ښتنه وکړه ، هما غه و چې دلا زاکو ديو سفز يو سېمه دوی ته ورکړه٠ ورو سته بيا يو سفز يو ددلازاکو نه دنورو سيمو غو ښتنه وکړه او ورته يې وويل چې يوازې دو ابه لږه ده په هغې سېمې مو ګو زاره نه کيږي، چې بيا دلا زاکو ورته د دانشکول، عنبر او دبا جوړ سېمې هم ورکړي او دلا زاکو ته يې وويل چې اشنغر هم په دوابه پورې دی که څه زور او قوت مو وشي اشنغر هم په خپله توره له شلما نيو نه واخلئ .(٤)
وروسته بيا د يوسفزيو او دلازاکو تر مينځ دځمکو په نيولو سختې او خو نړۍ جګړې وشوې چې له دواړو خواوو ډېر کسان ووژل شول٠ په پای کې ديو سفزو دمشر ملک احمد او ددلا زاکو دقبيلې دمشر ملک محمد خان دلا زاک تر مينځ سو له وشوه٠
د دلا زاکو يو شمېر کو رنۍ د مغو لي واکمن جهانګير دو اکمنۍ په وخت کې د هند بيلا بيلو بر خو ته وليږل شوې چې زيات شمېر دلازاک لا تر او سه هم هلته مېشته دي٠
ددلا زاکو دقبيلې ښا خو نه :
ددلا زاکو د قبيلې مشهور ښا خو نه دادي : لوري خيل، يعقوب خيل، احمد خيل، وتک زي،عمر خيل،يحيي زي، زکر يا خيل، سمرزي، شمشير خاني،نصرت خيل،عنا يت خيل او نور٠٠٠
دلازاک په پښتو نخواکې :
د لازاک دپښتو نخوا په چارسدې،مردان، سوات، او همداراز په حسن ابدال، ټکسيلا، راولپنډۍ، هريپور، چچ ، هزاره،اټک او ايبټ اباد کې مېشته دي٠
د هر يپور دسيمې دلازاک په لا ندنيو کليو او با نډو کې مېشته دي:
سرای صالح،شاه محمد،لبن با نډې،مراد اباد،مونن،غيبه،بګرا،شاه مقصود، چور، پورانا باکه، هرې، اخون با نډې،تېر،تالوکير،بهيرا، کو ليان،کلنوان او چمبه کې اوسيږي٠
همداراز داټک دسيمې دلا زاک ددغې سېمې په لا نديو کليو او با نډو کې ژوند کوي:
د اټک په کلی، دوليا په کلي، دفور ملي په کلی، دحميد په کلي او غورغشتي کلي کې ژوند کوي٠ (٥)
په هندوستان کې:
د هندو ستان داتراپراديش دايالت د ميرټ د ولسوالۍ ( دسټر کټ)کې هم ډېر شمېر دلازاک پښتا نه او سيږي چې تر او سه پورې ددغې قبيلې ځيني خلک په پښتو ژبې خبرې کوي٠ دشا هجهانپور دسيمي يو مشهور پښتون ليکوال چې ددلا زاک په قبيلې پورې اړه لري ښا غلی مر غوب احمد خان دی چې ددلا زاکو دقبيلې په اړوند يې پر اخه څيړ نې کړي دي چې دسرخ مناري، شيوګۍ، مصري خيلو،جلالپور،رسولپو ر دسيمو دلازاک يې چې د ميرټ د دسټر کټ دشاهجهانپور په سيمې پورې اړه لري موږ ته را پيژ ندلي او همداراز يې په دغه سيمه کې ددلازاک دقبېلې ځيني تا ريخي شخصيتو نه يې مو ږته رامعر في کړي دي چې په دغو کسانو کې يو هم محمد عباس خان دلازاک و چې دمغولي واکمن جها نګير په وخت کې د خپلو پنځه زره پو ځو نو سره هندوستان ته راغلی او بيادشاهجهان دو اکمنۍ په وخت کې همد لته مېشته شوی و او د شا هجهان له خواورته شا هي منصب هم ور کړل شوی و٠
دوهم نا متو پښتو ن چې ددلازاک په قبيلې پورې يې اړه درلوده هغه محمدخان و چې د مغولي واکمنۍ له خوا ورته داوړيسه دسيمې صو بداري ورکړل شوې وه ا و دهو ګلي، بنګا پور او دبيهار پر سيمو يې راج کاوه چې دده او لاده په هو ګلي کې استو ګنه لري ، خودده مزار دشا هجهانپور دسيمې په شهيد والا باغ کې دی او داسي ويل کيږي چې په کو مې جګړې کې شهيد شوی و٠
همداراز بل نا متو پښتون چې دشاهجهانپور په سېمه کې مېشته شوی و دولت خان و چې ددلازاک ه قبېلې پورې يې اړه درلوده دلازاک پښتون و چې دده او لاده اوس هم دشاهجهانپور په سيمه کې استو ګنه لري٠
جنيد خان بل پښتون دلازاک و چې درسولپور سيمې ته را ليږ ديدلی و او اوس دغه ځای د ننپورپه نا مه يا ديږي چې دا سېمه هم په شاهجهانپور پورې يوه تړ لې سېمه ده٠
بل پښتون دلازاک دلاور خان و چې هغه هم دې سېمې ته راليږ ديدلی و او دشاهجها نپور په دلازاک محله ياجلا لپور کې يې استو ګنه غوره کړې وه٠
همداراز د او رنګزيب په وخت کې د دلا زاکو دقبيلې يو شمير مشهور شخصيتو نه چې سر کاري پو ځي منصبو نه يې درلودل په هغو کې مصري خان، عنا يت خان او نهر خان مشهور دي٠ (٦)
پا تي دې نه وي چې دهند په بنګال،داندراپراديش په باري، د پنجاب په جلندر، دراجستان په دلازي او ځينو نورو سيمو کې هم دلازاک پښتانه استو ګنه لري٠(٧)
د دلا زاکو دقبيلې يوه مشهوره اتله شاه بورۍ نو ميده چې د عبد الر حمن عمر خيل دلازاک لور وه چې دنو موړې د اتلوالۍ کا رنا مې د پښتو ژبې په کيسو کې شته٠ (٨)
------------------------------------------------------------
منابع او ماخذونه :
١- پښتا نه دتاريخ په رڼا کې،٣٧٥ مخ٠
٢-تاريخ حيات افغاني،ددانش چاپ،پېښور، ٣٢٣ مخ٠
٣- نو موړی اثر ٣٢٣ مخ٠
٤-تواريخ حا فظ رحمت خاني، دپير معظم شاه اثر، پېښور،٣٠-٣١ مخونه٠
٥-http://dilazak.blogspot.com/
٦- http://en.wikipedia.org/wiki/Dilazak
٧- http://www.freewebs.com/ishaat/detail.htm
٨-http://pukhtunwomen.org/node/308