افغانستان له انګلستان نه ماتې وخوړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32181

دخبریدو نیټه : 2010-01-18

په نيوزېلنډ کښي د روانو کرکټ سياليو په ترڅ کښي نن افغان ۱۹ کلنو ځوانانو خپله دوهمه لوبه ( د افغانستان پر وخت د شپې پر دوې بجې ) د انګلستان سره پېل کړه .لومړۍ هغه يې د هندوستان سره وه چي هغوی و ګټله .انګلستان پچه وګټله او فيلډ کول يې غوره کړل .افغان ځوانانو د (۴۷,۲) اورونو په لړ کښي د (۱۰) لوبغاړو په سوځېدو ټولټال (۱۲۶) منډي جوړي کړلې او انګلستان ته يې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه .افغانستان انګلستان ته ۱۲۷ منډي هدف ټاکلئ وو .انګلستان لوبه پېل کړه .انګلستان وکولائ شو چي د (۲۵،۵) اورونو په لړ کښي يواځي د يوه لوبغاړي په سر سره هدف ته ځان ورسوي او خپلي (۱۲۷) منډي يې جوړي کړلې چي د لوبي ګټونکی اعلان سو او پدې سره لوبه پای ته ورسېدل