دښکلاڅخه
حيات الله رفيقي
زموږ ګران هيواد افغانستان چي يو وخت يې سرحدونه د اّمو د سند څخه تر جيلم پوري رسېدل چي په حقيفت كي دا سرحدونه د همدې خاوري طبيعي سرحدونه وو او دي.
دغه پراخه ورشو د تاريخ په مختلفو دورو كي په ډول _ ډول نومونو ياده سوې ده لكه: اريانا، اريانا ويجه، باختر، خراسان، پښتينا، پكتيكا، پښتونخوا او اوسنى افغانستان چي په خپله پراخه او سپېڅلې غېږ كي يې ستر تمدنونه، تهذيبونه، كلتورونه او هستۍ درلودې او دا ټولي مادي او معنوي شتمنۍ د دې هيواد د تاريخي او نامتو شخصيتونو، مبارزينو، غازيانو، موريخانو، مولفانو، استادانو، ليكوالانو، واعظانو، شاعرانو، اديبانو او جنګياليانو په همت اوسرښندونو منځته راغلي دي چي زموږ د پاكي خاوري نوم يې په تاريخ كي اوچت ساتلى دى او هم زموږ غيرتمن ولس د زياتو قربانيو په بيه خپل اصيل كلتور، ژبه او ادب هڅولى او ساتلى دى چي ددې لاري ډېر سرغندويان د تاريخ په پاڼو كي په زرينو كرښو ليك پاته دي او زه دلته يوازي د اوسنيو ادبيانو د تاريخ د راڼه اّسمان د يو ځلاند ستوري ادبي او ژورنالستيكي وياړني د ادب مينانو ته ليكم.
درنو لوستونكو! دا ستر او وياړلى شخصيت د معاصرو ادبياتو او ژورناليزم بنسټ اېښودونكى علامه محمود طرزي دى چي ډېر روښانه ژوندليك لري، خو زه يې ژوندليك نه را څېړم، بلكي يوازي يې ادبي او ژورنالستيكي وياړني دلته راوړم.
علامه محمود طرزي د سراج الاخبار د جريدې د نشر او فعاليت امر د وخت له پاچا امير حبيب الله خان څخه په 1911ز كال كي تر لاسه كړى دى، ددې وياړلي جريدې فعاليت د محمود طرزي تر لارښووني لاندي پيل سو چي د ګران هيواد د خپلواكۍ تر وخته يعني تر 1919ز كال پوري يې دوام درلود، په دغه وخت كي د افغانستان سياسي اوضاع ډېره كړكېچنه او د اختناق په حالت كي وه، ځكه د شاهي مشروطه غورځنګ حركت ځپل سوى او د دې غورځنګ يو زيات شمېر وګړي د وخت د رژيم په واسطه يا مړه او يا په زندان كي وو، خو په خپله علامه محمود طرزي په مستقيم ډول ددې غورځنګ غړى نه و، مګر د نوموړي جريدې په واسطه يې د نوي حركت لار پالله، نو همدا علت و چي د علامه محمود طرزي صاحب د كار او فعاليت زيات تاثير په ادبي او ژورنالستيكي برخه كي د سراج الاخبار د لاري را څرګند سو چي موږ د دې جريدې هغه ښېګڼي چي د علامه محمود طرزي تر مستقيمه لارښوونه لاندي مخته بېول كېدې، په لاندي ډول يادولاى سو:
1. محمود طرزي د سراج الاخبار د لاري ليكوالان، اديبان او شاعران نوي ادبي غورځنګ ته هڅول.
2. محمود طرزي د دري خصوصاً د پښتو ژبي د پرمختګ او انكشاف دپاره د سراج الاخبار د لاري ډېر ليكوالان، اديبان او شاعران تر روزني لاندي نيول تر څو د پښتو ژبي په نثر او نظم كي زيات كتابونه چاپ سي.
3. علامه محمود طرزي د پښتو ژبي ليكوالان، پوهان، اديبان او شاعران دې كار ته متوجې كول چي د نورو ژبو څخه په پښتو ژباړي وكړي چي په پښتو كي علمي كتابونه زيات سي.
4. د سراج الاخبار په واسطه ډېر ستر، معنوي او مادي خدمتونه سرته رسېدلي دي چي زه دلته د موضوع د اوږدوالي په خاطر ځني تېرېږم.
5. بل ډېر مهم كار د سراج الاخبار دا و چي محمود طرزي يې په خپله د نثر كار پر غاړه درلود، ځكه يې نو د نفوذ اثر په خلګو كي ډېر و، زيات سياسي موضوعات يې په ادبي پېرايه كي خپرول.
6. محترم استاد طرزي صاحب د ښووني او روزني نوى او عصري شكل هم د سراج الاخبار د لاري خلكو ته ور وپېژاند او په افغانستان كي يې زړه ښوونه او روزنه په خورا علمي مهارت په نوې او عصري ښوونه او روزنه واړوله.
7. د افغانستان په نوو ادبياتو كي علامه محمود طرزي د اول ځل دپاره د دموكراسۍ روح د ادبياتو په زاړه كالبود كي پوه كړ. لنډه دا چي علامه محمود طرزي د دې هيواد يو ستر عالـم، پياوړى ليكوال، هوښيار ډيپلومات، پوخ اديب،لايق شاعر، زړه سواند استاد او پر هيواد مين يو شخصيت و. د ده په اشعارو كي د افغاني ټولني ملي غوښتني او د دولتي چاپېريال د سمون انعكاسات په پوره مهارت انځور سوي دي چي د ولس د ويښولو دپاره د سراج الاخبار د جريدې له لاري ولس ته وړاندي كېدې چي دا ټول بيا په ټوليز ډول د اقتصادي، سياسي، كلتوري، ادبې او ټولنيزي هڅوني پيلامه ګڼل كېږي. په نتيجه كي محمود طرزي د نوي افغاني ټولني د ژوندانه اړخونه په ډېره ژوره توګه څېړلي دي، ځكه چي دا د ده ملي ارمان او د وطن سره مينه وه چي د خپلو خلكو شعور را ويښ او ژوندى كړي او يوه نوې افغاني ټولنه منځته راوړي. په اخير كي غواړم د محمود طرزي د لاري د هغه وخت د ځوان ملګري پياوړي استاد مولوي صالح محمد هوتك د هغي سياسي بوللي څو بيته دلته راوړم چي په 1915ز كال كي يې د لومړي نړيوال جنګ اړخونه پكي انځور كړي دي، دې بوللي يوازي د جنګ اړخونه نه كړل انځور، بلكي د انګرېزي استعمار زړه يې هم ولړزاوه، ځكه كوم وخت چي دا بولله په سراج الاخبار كي نشر سوه په كابل كي د انګليس نماينده د وخت حكومت ته وويل چي سراج الاخبار يا بايد بند كړل سي او يا اخطار وركول سي چي په راتلونكي كي دا ډول تحريكوونكي اشعار خپاره نه كړي. د هغې بوللې څو بيته په دې ډول دي:
ته كره د مځكي ګوره فكر وكړه زما وروره!
دنيا په شور راغلې تورېدلې قهرېدلې
لوى ډولچي برتانيادى په يورپ كه په اشيادى ټول په جنګ سره اخته دي په سرووينواغيشته دي رمن خداىدىګمارلى وس انګرېزته يې ښكارلى
انګرېزان په وير اخته دي ډېرمغموم خورا خفه دي