ننګرهار کې په دوه ملیونه ډالره سټډیوم جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32211

دخبریدو نیټه : 2010-01-18

میرویس جلالزی


ټاکل شوي چې ډیر ژر په ننګرهار ولایت کې د هغه لوبغالي د جوړیدو عملي کار پیل شي چې په اتیا جریبه ځمکه کې په جلال آباد ښار کې د جوړیدو په درشل کې دی.

د دغه سټډیوم د جوړولو چاري د جدې میاشتې  په دیرشمه نیټه د ملي المپیک د کميتې د مشر ظاهر اخبر له لوري پرانیستل شوې.

په دغه لوبغالې به دوه ملیونه امریکایي ډالر لګښت راشي چې د ملي المپیک د کميټې له پراختیایې بودجې څخه ورکول کیږي.

د یوه مناسب لوبغالې نه شتون هغه ستونزه وه چې ډیری ننګرهاري ورزشکاران تر نن ورځي پوري ورسره لاس او ګریوان دي.