احمد لودين
هغه سيالۍ چي لس ورځي مخکي د کندهار په کوربه توب د هيواد د اتو لويو حوزو تر منځ په لاره اچول سوي وي تيره ورځ يي پاي لوبه د کابل بانک او هرات لوبډلو تر منځ وسوه چي د کابل بانک په ګټه پاي ته ورسيده او کابل بانک لوبډله ددي سياليو ګټونکي سوهيادي سيالۍ چي د کندهار ، کابل ، ننګرهار ، پروان ،بغلان او هرات ولايتونو ترمنځ د افغانستان دالمپيک کميتي له خوا په لاره اچول سوي وي تيره ورځ يي پاي لوبي ته د کابل دکابل بانک او هرات لوبډلي راووتي او يو دبل په وړاندي يي بختونه وازمايل چي په پاي کي کابل بانک لوبډلي ددو ګولونو پر وهلو سره هرات لوبډله په ګونډو کړه او هرات لوبډلي يو ګول ووهى چي په دي سره کابل بانک لمړى ، هرات دوهم او کندهار ولايت دريم مقامونه خپل کړه چي په پاي کي کابل بانک لوبډلي ته د ګرين يونايټيد سوداګريزي ډلي له خوا يوه عراده کوچنى کرولا ډوله موټر اوبيل بيل سوغاتونه ورکړل دياد ګروپ وياند نصيراحمد نصرت بينوا ته وويل چي له يادو سوغاتونو څخه يي دنوموړو لو بغاړو تشويق او ددوي ددي برياليتوب ستاينه وه موټر چي په بيلابيلو مثنوي ګلونو پوښل سوي وو په ورزشي لوبغالي کي يي د ټولو ننداره کوونکو توجه دځان په لوري اړولي وه او تر هغي شيبي پوري يي باور نه راتلي تر کومي چي ياد موټر د کابل بانک ګټونکي لوبډلي ته په خاصو مراسمو تسليميدي په کندهار کي يادي سيالۍ په داسي حال کي تر سره سوي چي هره ورځ به يي په زرګونو کندهار اوسيدونکو په زياتو خوښيو سره ننداره کول