درنو لوستونکو به دډيرو پيرانو اودهغوي دمريدانو کيسي اوريدلي وي اويا به هم کوم پير ته دتعويذ اودم دپاره تللي وي دهغوي چارې به يي له نزدې کتلې وي
زما يو ډير نزدي اوتجربه لرونکې ملګرې راته کيسه کوله چې دهغوي په سيمه کې يو پير وچې سپيني جامي به يي اغوستي وي،ښي اوږدي تسبيح به يي په لاسونو کې نيولې وې،ږيره به يي تل په نکريزو سره وه،سترګې به يي پررنجو سمې ډکې توري کړې وي .ديره به يي هميشه له ناروغانو ډکه وه او له لرې ځايونو به خلک ورته ددم او تعويذ دپاره راتلل دپير صيب بازار ښه ګرم و چابه ورته دشکراني او نذراني په نوم غوا راروانه کړې وه،چابه په اوزه کې پړى اچولى واوچابه هم ورته تورې چرګې راوړلي، پير صيب ښه ډيراوچالاکه مريدان هم درلودل دپير کورته په تللو لارو کې به دشيطانانو په څير ناست و ،چې پر لاره به يي نا اشنا څوک وليده اوبيا به پدې هم پوه شول چې سړى دپير خواته روان دى اوغواړې چې تعويذو کړې اويا هم ځان دم کړې نو په لاره تلونکې سړي سره به يوځاي راروان شول ،دخپل پير صفتونه اودهغه کرامات به يي يوبل پسي بيانول او کله کله به يي دسړي ددوکه کولو دپاره په زوره دالله هو چغه هم له خولې وويسته ،بيا به يي له سړي څخه دنوم ،ځاي اودهغه دستونزي په باب پوره معلومات ترلاسه کړل ،دپير زيارت کوونکې سره به يي چرګه غوا اونوري تحفي وليدلې ،پيرصيب ته به چې ترڅو ناروغ رسيده نو مريد به دپير دناستي کوټې ته په بله دروازه وختي ننوتى و اوپير ته به يي دناروغ دنوم ،رنګ،ونې،ناروغۍ اوهغه سره دشته ډالۍ په اړه بشپړ معلومات ورکړي و .
کله به چې ناروغ دپير کوټې ته ورغى نو پير به ورته نوم واخست فلانۍ خانه ستړى مه شي !!سړي ته به يي په ځيرځير وکتل او وبه يي وئيل چې فلانى مرض لرې ښه دى چې په وخت زما خوا ته راغلي اوکه داسي دې نوى کړى ډير بد حالت سره به مخامخ شوى واى او بيا به يي ورته دتحفي نوم واخست اووبه يي وئيل چې په تحفه دي څه کول چې دلته دې راوړله چرته خوار غريب ته به دې ورکړى وه .دپيردخبرو اوريدو سره به دناروغ عقيده نوره هم په پير اودهغه په بزرګۍ لا زياته قوي شوه ،لوبه همداسې روانه وه دپير اودهغه دمريدانوهمدغه کاروچاته به يي وئيل تعويذ په تورو،شنو اوسپينو ټوټوکې تاو کړه اوچاته به يي دټوټو نور رنګونه ښودل اوبيا به يي ورته دتعويذ داستعمالولو طريقه هم په ګوته کوله چې په زوړ قبر،نغري اونورو ځايونو کي به يي خښ کړي همدا کاريي دنده ګرځيدلې وه.
يوه ورځ نورمريدان لاروکوڅو کې دخلکو دراوستلو اوله هغو څخه دمعلوماتواخستلو په نيت له ديرې وتلې و،پير په کوټه کې يوساده مريد ته وظيفه ورکړه چې زه به دخلکو په وړاندې درته ووايم چې لاړشه له سيند څخه اوبه راوړه خو کله چې سيند ته نزدې شوي نوهلته به کوزه ماته کړې ،ګوره چې پدي راز بل څوک خبر نشي .پيردخلکوپه وړاندي مريد ته وويل هلکه له سيند څخه ښي يخي اوتازه اوبه ميلمنوته راوړه، مريد هم دسيند پر لورګړندى روان شو، پير چې پدي پوه شوچې مريد به اوس سيند ته رسيدلى وي نو ناڅاپه يي چغه کړه چې کوزه ماته شوه ټول خلک هک پک شول چې پير موږ سره ناست دى اودخپل مريد له حالاتو خبريږي په ريښتيا چې دبرخې خاوند دى،خلکود پيرپښي لاسونه اوسر ښکلول چې مريد راورسيده پير ورته پر قهر جنه لهجه وويل کوزه دي ماته کړه!مريد چې لدې څخه وړاندې داسي کوم کار نه و کړي اودپير په چلونوهم نه پوهيده ،پير ته يي وويل صيب تاسو راته امر کړاى وچې کوزه ماته کړه پدي کې زما ګناه څه ده؟؟