دوهمه برخه :
۵. مذهب او سیکولریزم
اسلام په ترکیه کې داسي تعریف شوي ، اسلام ترکې دی یعنې د ترکې کلتور یوه برخه ده .
په ترکیه کې لیڅیزم یا ددولت اومذهب ترمنځ د بیلتون سیاست داسي نه عملې کیږي لکه فرانسوي انقلاب چې د د ولت او مذهب بیل والي تعریفوي . په ترکیه کې لیڅیژم په دې مانا دی چې دولت مذهب له سیاسي فعالیتو څخه منع کړي ( ۳) . هغه سیاسي فعالتونه چې د دولت پروړاندې او یا دولت کمزوري کوي ،په سېکولریزم کې د دولت او مذهب ترمنځه اړیکي یو ډول رسمي اړیکې دي . مذهب سیاسي کنټرول کیږي تر څو چې مذهب سیاسي نه شي . ترکیه یو لامذهبه یا سېکولر دولت لري . ټول تورکان لامذهبه خلک نه دي .یوه برخه بنسټپال سیکولر او بله برخه بنسټپال اسلامپال دي .
د ترکیې د مذهبي چارو وزیر محمد ایدین یوه نوې خبره کوي چې د ولسواکې بنسټیزه ارزښتونه باید مذهبي بنسټونه ولري . ولسواکې باید په اسلامي هیوادو کې اسلامي ریښي ولري .( ۴)
د مذهبې چارو وزیر وویل ،په ترکیه کې دهغې پېر پاۍ رارسیدلي دی چې مذهب دولت ته اړ و . له همدې سره دمذهب او دولت ترمنځ دبیلتون سیاست ته دنوې سیاسي کلتور په خپره ولو سره دپاۍ ټکې ایښودل کیږي .
په مذهب نه ولاړ دولت کې مذهبي ملي ګوندونه رامنځته شول . په ۱۹۷۰ کال کې نجم الدین اربکان د ملي سلامتي ګوند بنسټ کیښود. دوی له بهرڅخه یو بل ډول اسلامي دولتي موډل غوښتلو ،نه دغه نا اسلامي ترکې سیستم . په ۱۹۹۰ کال کې بیا د رفا ګوند دخپل شعار لمخه ، ټولو ته دعدل نظام اونظم تر نامه لاندې برې ته لاره ومونده او د۱۹۹۶ کال ولسي جرګې ټاکنې وګټلي . دغه ګوند د عدل نظام په اسلامي دولت کې لټه وي او نورو بیاویل، چې له دې سره کمالیستي دولتي پرنسپونه تر پوښتني لاندې را ځي . لومړی وزیر اربکان خپل لومړې سفرونه لیبیا، ایران ته ترسره کړل او داخواناامسلیمین ګوند له غړو سره یې وګتل . د رفاه ګوند دولسي جرګې یوي غړې هڅه وکړه، چې له ټکرې سره ولسي جرګې یا پارلمان ته ننوځي . دټاکنو کمپاین پر مهال زرغون بیرغونه ښوریدل او د سیکولریزم پای شعارنونه ورکول کیدل .
په ۱۹۹۷ کال کې د فبروري په ۲۸ نېټه پوځ په واضع ډول د رفاه ګوند په سیاست کې مداخله وکړه او اعلان یې وکړو چې اسلامیزم هیواد ته یو لوی ګواښ دی . د همدې ګوند څخه بیا د ا.ک .پ .د عدالت او پرمختګ حاکم ګوند د رحب طیب اردوګان په مشرې رامنځته شو .
په ۱۹۹۶ کال د جولاې په میاشت د کمالیستي ترکیې په تاریخ کې په لومړی ځل یواسلامي بنسټپاله، نېشنلت ګوند پیل وکړو چې ددغې هیواد تاریخ وټاکې .
په ۲۰۰۲ کال د نوامبر میاشت په دریمه نېټه ا.ک .پ .د نوې اسلامي سیاست له لارې د ولسي جرګې ټاکنې یې په حیرانوونکې ډول وګټلې او واک یې ترلاسه کړو . رجب طیب اردوګان او عبداله ګل د ګوند بنسټ ایښودونکې په هیواد کې کمالیستي ایډیالوجۍ ته په خپل سیاست کې ځاې وکړو .د شعاري حرکتونو مخه یې ونیوه . دا ګوند اوس ځان ولسي محا فظه کارګوند معرفي کوي لکه په المان کې واکمن مسیعي دموکرات اتحاد ګوند.
رجب طیب اردوګان پخوا د شپاړلسو میلیونو ښار استانبول ښاروال په توګه اسلامي سمبولیکي پروژي پلانونه طرحه او پلي کړي و، لکه یو سترجومات د تقسیم په سیمه کې،دیو لودیځ ډوله کلتورې ژوند مرکز جووول، پر شرابو خرڅولو لږ څه بندیز او داسي نوري پروژي .
په ۲۰۰۹ کال کې د فارین پالیسي اخبار ښاغلې اردوګان یې د روان کال د سیمي او منځنې ختیز له ښو اومخورو سیاسي مشرانو په نامه وټاکه . د فارین پالیسي رسنۍ چې د امریکا دبهرني سیاست په اړه خپریږي . ،د ترکیې لومړۍ وزیر یې دنړیوالې دیپلوماسي او ستراتېژي یو لوی لوبغاړي وبله . اخبار د اردوګان په اړه داسي لیکې، اردوګان کوم نوی سیاسي چارواکې نه دی ، دی اوس د منځنې ختیز د سیاست او ډیپلوماسي اصلې لوبغاړي دی . ترکیه عملآ د اسرایلو سره له پخوا څخه ستراتیژیک ملګرتوب لري . دااړیکې د ساړ جنګ پر مهال زیږیدلي دي . ترکیه او اسرایل دواړه د امریکې سره د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې متحد وو. اردوګان مجبور شو په همدې سختو شرایطو کې خپل مخالفت د اسرایلو سیاست د غزې په اړه دمنځلار مسلمانانو په منځ کې وښي . دبېلګې په توګه د سویس د داووس ښار په غونده کې اردوګان د اسرایلو ولسمشر شیمون پیرز سره د نړیوالو رسنیو مخ ته دغزې د ۲۲ورځني جګړې څخه ورسته په شدیده توګه لفظې ګوزارونه وکړل . په سیمه کې د ده د محبوبیت له لاملونو څخه ګڼل کیږي .
د ا.ک .پ . حاکم ګوند اروپایي سیاست پرکورنې سیاست او دولتي ارزښتونو باندې اغیزه کړي ده. چې نه دودیزه اسلامي ګوند رفاه او نه کلاسیک کمالیستي سیاست ته ورته والي لري . ا .ک .پ . ګوند او حکومت په دې ورستي یو کال کې دترکیې سیاسي سیستم له بل هر وخته اروپایي شوي دی . پر نړیوالو لاسلیک شویو تړونو باندې عمل کیږي ، قضایې سیستم ریفورم ترسره شو، د شکنجې مخه نیول شوي ده ، ټولنیز بدلونونه رامنځته شوي دي . د ا.ک.پ .سیاست د پوځ په اړه داسي دی چې دوی صبر کوي ترڅو په پوځ کې دکمالیستي پرنسیبونو ساتونکې جنرالانو متقاید کیدو سره خپل خلک ورو ورو په پوځ کې ځای پر ځای کړي . د ترکیې په سیاست کې د کمالیستي نېشتلیزم پوهاوي او د ترکې ژبې کلتورې هژمونیزم چې دهیواد ملي یوالې سمبول دی له سره پرې بیا کتنه شوي ده .په دولتي تلویزیون کې کردي خپروني پیل شوي دي .کردي ژبې ته اوس په ښوونځیو کې اجازه شته او په کردي ژبه ځایونو ته نومو نه ورکول هم پيل شوي دي .
د ترکیې په سیاست کې اوس ډیره سخته مبارزه د نوې عثماني پان ترکیزم اسلامي بنسټپالو او کمالیستې سېکولاریستانو ترمنځه پیل شوي . دا به تاریخ ثابته کړي چې په ترکیه کې کومه یوه خوا به په یوویشتمه پیړۍ برلاسي شي .
دامریکې د بهرنیوچارو یو وزیر دترکیه په اړه په مثبت اند وویل، ترکیه یو ډیر ښه پرمخ تللې اسلامي هیواد دی . د ترکیه ولسمشر سیزار چې څو ورځو مخکې له دندې ګوښه شوي و،په غبرګون کې په سختو ټکوکې وویل ، ترکیه یو اسلامي هیواد نه دی ،بلکې ترکیه په مذهب نه ولاړ یو هیواد دي .
ترکیه د اروپا لپار نه د امریکې لپاره مهمه ده . که ترکیه د اروپا یي ټولنې څخه وشړل شي ،یوه اسلامي ترکیه به ترنه جوړه شي . امریکا له همدې امله پر اروپايي ټولنې له خپلې اغیزې څخه کار اخلې . تر څو ترکیه په اروپایي ټولنه کې برابره ومنل شي اود یو اروپایي غړې هیواد په څیر ورسره چلند وشي .
ترکیه امریکې ته یوه نه ډوبیدونکې د جنګې الوتکووړونکې بېړۍ ده . ترکیې د ۱۹۴۵ کال څخه راپدخوا په ناټو کې دساړ جنګ په پېرکې له ۶۰۰۰۰۰ مېړه په مډرنو وسلو سمبال پوځ سره مهم رول لوبولي دی . په اقتصادي کچه د کسپین په سمندرګې کې اټکل ۱۵۰ میلیارده بیړله اومه تیل شتون لري، چې دنړۍ له سترو زیرمو څخه ګڼل کیږي .امریکایې کمپنيو ته ډیري مهمي زیرمي دي . دتیلو پایپ لاین له باکو څخه دکسپین بهیري ته ورڅیرمه د ترکیې تر کیهان بندره پوري په ترکیه کې له نورو پایپ لاینونو سره بهیږي .
دامریکې له خوا په افغانستان باندې د امریکې هوایي بریدونه په پنځویشتمه ورځ هوایي بمباریو ته نوره هم زور ورکړل شو . ورسره ډیرو ډلیزورسنیو خبر ورکړو چې امریکې په انقره کې له ترکې حکومت څخه وغوښتل چې ترکې سرتیري او افسران د شمالي ټلوالې دتقویه لپاره د طالبانو پروړاندې ورواستوي . د NTV ټلویزیون خبر ورکړو چې دهغه مهال لومړۍ وزیر بولنت هیویت خپله کابینه د مشورې لپاره راوغوښتله، ترڅو د امریکې غوښتنه وڅیړي . د CNN ټلویزیون بیا خبر ورکړو چې له انقرې څخه د مثبت ځواب زیګنال راغلي دی . ترکیه له ډیرو مودې څخه د شمالي ټلوالې سره په تیره بیا له بدنامه ملیشایې جنرال دوستم سره چې په جنګې جرمونو تورن دی نږدي اړیکې لري .
۶. پان ترکیزم او سیکولریزم
لهڅیزم د دولت او مذهب ترمنځ دبیلتون سیاست ته وایې او سیکولریزم یا په مذهب نه ولاړ سیاست ورسره تړلې دی . سیکولرریست دولت باید په عامه چارو او ژوندانه کې مذهبي سمبولو منع کړي ، د مذهبي ټولنو سره مرسته بنده کړي ، وده او ساتنه یې هم ونه کړي .
ترکیه په اسلامي نړۍ کې یو خاص فورم د دولت رامنځه ته کړي دی .لودیځه نړۍ ترکیه په بل ډول ګوري ، هغسې نه ورته ګوري لکه ګاونډي هیوادونه سوریه ، عراق اواسلامي نړۍ ورته ګوري . ترکیه نه یواځې په سیاسي ډګرکې له اروپا څخه کاپي کوي بلکه په تمدوني موډل کې هم له لویدیځه کاپي کوي . ترکیې په خواد ناټو سویلې جبهه جوړه وله ،د پخواني شوروي اتحاد په لمنځه تللو سره دغه جبهه نوره نشته . ترکیه له همدې وجهې اوس په یو سیمیزه ځواک بدلیږي . ځکه د مرکزي اسیا په شپږ جمهوریتونو او په نور هیوادو کې لږه کې ترکې ولسونه اوسیږي .ځني ترکې لږه کې په سوریه،عراق،ایران او له سلګونو کلونو څخه لږ په افغانستان کې شتون لري .
د ترکیه دغه جیوپولیتک موقیعت او ترکیې قومونو ته په کتوسره لکه عربي ټولنه یا نړۍ او پان عربیزم ډول ځان ته غوره کوي ،له همدې امله موږ کولي شو د ترکې نړۍ څخه خبرې وکړو. دغه سیمه دبلقان څخه نیولې تر چین جمهوریت شمال لویدیځ پورې رسیږي . د ترکانو له خوا ورته ختیځ ترکستان ویل کیږي . د چین په کسنینګ ولایت کې اټکل اته میلیونه مسلمان تورکان ژوند کوي . دغې نړۍ ته اټکل ۱۶۰ میلیونه ترکې ولسونه ورګدیږي . د یونسکو په حواله دوی دنړۍ په پنځمه ژبه باندې خبري کوي .
د ترکیې د پان ترکیزم ایډیا سره د دوی اروپایي پلوه سیاست لا ژوندې دی، ترڅو چې اروپایي ټولنه ترکې دولت ته په ګټه تمامیږي . دوی به اروپایي پلوه سیاست ته دوام ورکړي . ځکه لاتر اوسه د ترکې دولتونو ترمنځه دغې مفکوری ته جوړجاړي رامنځته شوي نه دی . دپان ترکیزم ترکې دولتونه ازربیجان ، قزاقستان، ترکیه ،کرغیستان ،ترکمنستان ،اوزبکستان او شمالي قبرص هیوادونه دي .
د ترکانو همدا توکمیزه ،کلتوري اړیکې په مرکزي اسیا کې د یو نوي جیوپولیتک راتلونکې سره تنظیموي . کمالیستي ترکیه ورو ورو د لویدیځې نړۍ څخه بیلوي .
باید ویره نه شي چې ترکیه اوس د روس سره په مرکزي اسیا کې په رقابت بوخته ده . د روس او ترکیې ترمنځ سیاست دبوسنیاپه جګړه کې یوه بېلګه وه .کتونکې په دې باوردی چې ترکیه د بلقان څخه مرکزي اسیا ته ډیر پام کوي . عثماني میراث اوس په نوې اسلامي بنسټپال عثمانیزم بدلیږي ،دغې موخې ته اسلامي او کمالیستي وتلې روند اندي کار کوي . دوی هغه پخواني عثماني امپراتوري د ترکې ولسونو څخه رامنځ ته کول غواړي . له دغې پان ترکیزم څخه ایران او عربي هیوادونه په ویره کې دي .
په ۱۹۹۱ کال د سپتمبر په میاشت کې دقزاقستان ولسمشر نظر سلطان نظرباې یوف په انقره کې دیو رسمي سفرپه ترڅ کې وویل ،یوویشتمه پېړۍ د ترکانو پېړۍ ده، د دې احتمال شته چې ترکې ولسونه یو متحد ترکیستان رامنځته کړي . (۶ )
ان په ۱۹۸۴ کال کې د نړیوالو چارو کارپو ښاغلی ل .کارل برون ،وپتیله چې منځنې ختېځ یو core state هستوي یا منځزړې هیواد ته اړتیا لري . چې دغه سیمي سره راټوله کړي . دی لیکې ترټولو غوره کاندید چې دغه دنده ترسره کړي د ترکیه هیواددی (۷ ). اوس موږ وینو چې کمالیزم ترکې جمهوریت یې دختیز باد پروړاندې وقایه نه کړو .
چا چې د سمویل هنګټون کتاب دتمدونوټکرپه نامه لوستې وي ،هغه پوهیږي چې دی په دې نړیوال نوې نظم کې هر یو تمدن ته یو منځزړي یا مورنې هیواد اړین بولي . اسلامي تمدن نن کوم هستوي هیواد نه لري . هنګټون ترکیه ته دا مشوره ورکوي چې دا دنده واخلې (۸ ) . ترکیه به ترڅو د اروپا دروازه ټکوي او سرتیټي به بیرته راځې . اوس کمالیستي ترکیه د اروپایي ټولنې او پان ترکې اسلامیزم ترمنځه ولاړه ده .
په ترکیه کې ډیر اسلامیستان اوس یو مذهبي دولت د عثماني امپراتوري په چوکاټ کې له ترکې ولسونو څخه غواړي . ډیري تورکان چې په کلیوالي سیمو او ښارونو ته نږدې اوسیږي د ۷۰ کلن کمالیستي جمهوریت سره دوی په خپل اسلامي دودیزه ژوند باندې ټینګ ولاړل خلک دي . د دوی له خوا سیکولاریزم او لیڅیزم پرنسیبونو ته تر ډیره بریده اتیهستي یا نعوذباالله د خدای (ج ) شتون څخه مخ اړول په مانا کتل کیږي .
۷ . د ترکیې لږکیو رښتونه یا حقوق
د نولسمې پېړۍ څخه را په دې خوا ډیر مسلمان توکمه ګروپونه نننې ترکیه ته کدوال شول .د جمهوریت له بنسټ ایښودلو سره د ۱۹۲۳ نه تر ۱۹۹۱ کالونو پورې رسمي احصا ېیو ښي اټکل ۱،۶۵ میلیونه وګړي ترکیه ته کدوال شوي دي . دترکیه په ۷۰ میلیونه وګړو کې ۴۷ توکمه ، ژبي او مذهبونه شتون لري ( ۱۰) .
په ترکیه کې ۵۵ میلیونه تورکان، ۱۵ میلیونه کردان اوسیږي . له ۸۰ تر ۸۵ سلنې پورې سنې مسلمانان او ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې الویتن یا شعیګان ژوند کوي ( ۱۱ ) .
سره له دومره ډیرو لږکیو توکمو او مذهبونو ترکیه یواځي هغه لږکي په رسمیت پیژني کوم چې په ۱۹۲۳ کال کې د لوزانه په تړون کې یاد شوي دي . هغه یهود، ارمنیان او یونانیان دي . ترکي مامورین وایې چې د لوزانه تړون پر بنسټ یواځې نه مسلمان وګړي په ترکیه کې لږه کې دي .له همدې سره ترکیه په میلیونو الویان یا شیعه ګان او بل ستر ۱۲ میلیونه توکم کردان په رسمیت نه پیژني . رسمآ دلوزانه په تړون کې نه مسلمان لږکې لکه یهود، ارمنیان او یونانیان پیژندل شوي دي .
لږه کې په مسلمان او نه مسلمان باندې ویشل شوي دي . د یوملت ټکې د ترکیه په تاریخ کې لکه یوه سره کرښه ایستل شوي ده . څومر نیکمرغه دی هغه چې په ترکیه کې ځان تورکې بولي . داد ترکې دولت او ولس ترمنځه یو منل شوي اصل دي . تورکان ځان په ترکیه دولتي ولس پیژني . کردي موراو پلار چې خپل ماشومان په کردي نومونو نوموي ، دهیواد تجزیي ګواښ په تور قانونآ مجازات کیږي . دوی باید ترکې نومونه پرماشومانو کښیږدي . له ۱۹۸۴ کال څخه د ترکیه په سویل ختیځ کې د کردانو کارګر ګوند د خپلواکې لپاره وسله واله جګړه پیل کړي ده . ترکیې یوه ډیر ناوړه چټله جګړه د کردانو د پ .ک.ک. یا د کردانو کارګر ګوند PKK پر وړاندې پر مخ بیایې چې تراوسه د ۴۰۰۰۰ څخه ډیر مړي او له یومیلیون څخه ډیر کدوال لري . ترکیه،امریکا او اروپایي ټولنه پ .ک.ک. یوه ترهګره ډله پیژندلې ده .
کردان د ترکیه په ستراتیژیکو سیمو کې ژوند کوي د د وی سیمې دتیلو او اوبو ډیري زیرمي لري . د نړۍ خورا انرژي لرونکو سیمي دي . کردان په ایران او شمالي عراق کې له مخور لږه کېو څخه دي . ،دوی خپلواک کردستان لپاره وسله واله مبارزه کوي . د ډیرو ترکې سیاست پوهانو او پوځیانو په اند د هیواد یوالي او کمالیستي میراث ته ستر ګواښ رامنځته کړي دی . د ترکیه په سویل کې له همدې امله جګړه روانه ده . د ۱۹۹۰ ع کال څخه را په دیخوا ترکیې په مسلسل ډول نړیوال قوانین ترپښو لاندې کړي . لکه په کردستان اود عراق په خاوره کې دکردانو پروړاندې پوځې عملیات تر سره کول دي .
د ترکیه د جزا قانون په ۳۰۱ ماده کې داسي لیکې شوي دي . هره یوه ګوټنیوکه د ترکیې پر موسساتو باندې یو جنایي جرم یاعمل دی او هغه سړي به د حبس پر جزا محکوم شي، څوک چې دا عمل ترسره کړي . ډیر لیکوال او روند اندي د همدې مادې پر بنسټ محکمې ته درول شوي دي .
ترکې کمالیستي جمهوریت له بنسټ څخه تر ننه داسي ښي چې د دوی په خاوره کې د ملتونو پوښتنه نشته . په ترکیه کې یو ملت شته او هغه تورکان دي . ترکیه د لږه کیو رښتونو اوساتنې له کبله له دوو خوا تر فشار لاندې ده . له یوې خوا د لږه کیو ډلو او د بشري رښتو سازمانو د ریفورمونوتر فشار لاندې ده او له بلې خوا له بهره د نړیوالو کنوانسیونونولاسلیکولو او په ځانګړي ډول په ۲۰۰۵ کال د اروپایي ټولنې د ورګدیدو شرایط پلې کول دي .
د اروپایي تولنې ارزښتونه لکه انسان ته درناوې ، خپلواکې،ولسواکې،ټولنیز عدالت،دقانون دولت،دانسان او لږه کیو رښتي ساتنه،دبیان ازادي ،د توکمیزه توپیر پر ته ،پیوستون او دښځي اوسړې مساوي رښتي دي .
په ۱۹۲۴ کال د مارچ په دریمه په خپله کمال اتاتورک په ټولو کردي ښوونځیو کې کردي ژبه منع کړه .
د ترکیې کورنې کړکیچونه زښت دیر دي لکه بې روزګاری د ۲۰ ٪ په شاواخوا کې ده. په ځانګړې ډول د کردانوکړکېچ دی . دترکیه هیواد له برازیل هیواد څخه ورسته یواځنې هیواد په نړې کې دی چې له IWF څخه ۳۰ میلیارد امریکایي ډالرو پورړولي دی .
ترکیه له دیرشو کالو څخه د یونان سره د قبرس پر سر لانجه لري . ترڅو چې دا کړکېچ دوام لري ، یونان به ترکیې ته د اروپایي تولنې ورګدیدو یو لوی خڼد ګرځي . ځکه دټولنې هر یو غړې کولې شي د نوې غړې په اړه د ویتو حق یا رښته څخه کار واخلي ، یونان د اروپایي ټولنې غړې هیواد دی .
لنډیز . .۸
ترکیه نن یو هیواد دی چې د دوو کلتوري کړیو له خوا ولکه شوي دی . له یوي خوا اروپا له خپل سیاسي ، اقتصادي ځواک سره له بلې خوا دعربي هیوادو اغیزه سره مخامخ ده . ترکیه د اتاتورک تر مشري لاندې له عربي او اسلامي هیوادو څخه بیله شوي اواروپا ته یې مخه کړي .دغه لاره اوس تورکانو ته ډیره ګرانه شوي ده .
د اروپایي ټولنې مشران داروپایي ټولنې په اړه په خپلو کې لاتر اوسه په یوه خوله شوې نه دي . ښي اړخه ګوندونه اروپایي ټولنه د عیسویت د ارزښتونو یوه ټولنه یا دمسیحیت کلوپ تعریفوي . کیڼ اړخه ګوندونه اروپایي ټولنه یوه سیاسي اقتصادي ټولنې په ډول پیژني . داروپايي ښي اړخه ګوندونو په پرتله کیڼ اړخه ګوندونه ترکیه ته لږ خڼدونه مخ ته کوي .دبېلګې په ډول په سویزرلنډ کې ښي اړخه ګوندد جوماتو پر منارو بندیز لګول، چې دوی ادعا کوي منارې د اسلامي ځواک نښې په اروپا کې دي . ښي اړخه مسیحیان په اروپا کې د مسلمانانو سره توپیري چلن هم کوي .
ننني ترکیه د ۱۹۸۰ کالو ترکیه نه ده . په ترکیه کې ستر ستر ریفورمونه دادارې فساد پروړاندې پلي شوي دي .
له ۱۹۹۹ کال څخه په ترکیه کې د اعدام جزا په قوانینو کې لغوه شوي ده . په ۲۰۱۰ کال داستانبول ښار د اروپاکلتوري ښار په نامه ونومول شو .
ترکیه اوس دیوبدلون په څلور لارې کې ولاړه ده . مسلمان هیواد ترکیه دنوې عثماني اسلامي پان ترکیزم اوکمالیستي سیکولاریزم ترمنځ ،ترکیه د اسلامي بنسټپالواو دویزه اسلامي منځلارو ترمنځ، ترکیه د اسلام او لودیدځ ترمنځ ، ترکیه د اروپا او امریکې ترمنځ ولاړه ده . په ترکیه کې د دغوبرخلیک ټاکونکو اړخونو ترمنځه توده مبارزه روانه ده . ترکې دولت مشران او سیاست پوهان په ډیر احتیاط سره له دغې حساسی څلورلارې څخه د تیرریدو په حال کې بریښي . تورکان دکمالیزم ایډیالوجۍ سره ورو ورو خدای په اماني کوي .
تورکانو خپل نننۍدولتي فورم ، دولت دارې او دهیواد سولې ته ستري سیاسي قرباني ورکړي دي، د عثماني امپراتوري پر مهال د منلې شوي سلطان ټول ورونه ، دتره زامن او نور داسي کسان چې ترکې امپراتوري ته یې ګواښ پیښ کاوه د سلطان مخ ته به وژل کیدل . سلطان ته به له ترکې توکم څخه نه بلکې له نورو توکمونو څخه واده کیدو،ترڅو ترکې امپراتوري ته دسیاسي واک پرسر نوې کړکیچونه رامنځ ته نه شي . سلطان باید یواځې او یواځې حکومتي نظام اود امپراتوري وسعت او ساتني ته پام وکوي .
د اتاتورک سیاست او کمالیستي پرنسیبونو د تورکانو اسلامي احساس ډیر سخت ژوبل کړي، توریالي ترکې ولس سره له دې مذهبي ژوبل احساس دوی د دولت پروړاندې په وسله وال مقاومت لاس پورې نه کړو. په ترکیه کې اوس ترکې نېشنلیزم د ترکې اسلامیزم سره څنګ په څنک په ډیرو برخو کې لاس په لاس په ګډه مخ پر بره روان دی . ډیره ښه بېلګې د حاکم منځلارې عدالت او پرمختګ ګوند بهرني او کورني سیاست دي . همداسي په عربي نړۍ کې د پان عربیزم لاروي اومنځلاري سیاسي اسلامي ګوندونه د خپلو ولسونو په چوپړ کې څنګ په څنګ ولاړ دي .
د دغي څیړنې په پای کې دهنګټون تیوري په غبرګون کې باید ویلې شي ،چې ترکیه نشي کولې چې د اسلامي نړۍ منځزړي هیواد شي لکه المان او فرانسه چې د اروپایي ټولنې ماشین یا منځزړي او موډل هیوادونه دي . ځکه په اوسنیو سیاسي حالاتو کې عربي او نه عربي اسلامي هیوادونه به د ترکیه دغه رول سره مخالفت وکړي . زما په اند ترکیه کولې شي چې د ترکې ولسونو منځزړي هیواد وګرځي .
ترکیه له افغانستان سره اوږدي تاریخي اړیکي لري . سېکولریزم د افغانستان اوسني حالاتو لپاره لکه دکمونیستي زهرجنو،ترخو تجربو تکرار به وي . موږ افغانان باید افغانستان نوره د نویو پردیو ایډیالوجیو،سیالیو واردولو ډګر ونه ګرځو. موږ خپل لرغونې زوړ تمدوني افغانیت او دودیزه اسلامیت لرو . بې له شکه موږ د ترکې تاریخ او سولیزه بلهاریو څخه ډیر څه زده کولي شو.
په ډیره خواشینۍ سره باید وويل شي، چې په اسلامي نړۍ کې او نړیوال کلي ته په کتو سره د یو مخکښ ، منځلاري ،ولسواک او داسلامي قانون دولت ټولو ته دمنلو وړ اسلامي موډل دولت ځای لا تش دی .
________________________________________
لمنلیک او اخیځلیکونه :
( ۱ ) شینګڼ تړون : په ۱۹۸۵ کال دجون میاشتي په ۱۴ نېټه دشینګڼ تړون په لومړۍ ځل د پنځو هیوادو المان، فرانسي ،بلژیک ، لوکزامبورګ او هالند ترمنځه دګدو پولو د نه کټرول په اړه دلوکزامبوګ هیواد د شینګڼ په ښار کې لاسلیک شو. د شینګڼ په تړون کې اوس داروپایي ټولنې ۲۵ هیوادونه چې په کې د پولو کنټرول نشته او بې له ویزي تګ او راتګ کیږي غړيتوب لري . داروپایي ټولنې دوه هیوادونه ایرلند او بریتانیه د تړون ځنې مادي منلي دي .
(۲،۳ ) په ۱۹۲۲ ع کال د جولاي میاشتي ۲۴ نېټه د لوزانه تړون دسویس د اوښې په ماڼې لاسلیک شو . د۱۹۲۲ کال جګړه چې د یونان او ترکیې ترمنځه ترسره شوي وه .دترکیه هیوادګټونکې وپیژندل شو او د لومړې نړیوالې جګړې په پاۍ لاسلیک شوې د زیورز تړون لغوه اعلان شو ،تر څو د ترکیه او یونان ترمنځه د ولسونو تبادله تر سره شي . د لوزانه تړون له مخي د ترکیې استقلال په رسمیت پیژندلو شو او ورسره له استانبوله د انګریزي پوځونو وتل پیل شول .
L. Carl Brown, International Politics and the Middle East, Princeton/N.J. 1984, S. 176 ( ۴ ) Autoritativ hierzu Jacob M. Landau, Pan-Turkism, (Neuausgabe) Bloomington 1995.(۵ )
Vgl. Günter Seufert, Laizismus in der Türkei – Trennung von Staat und Religion, Vortrag auf der (۶ ) Konferenz
der Schweizerischen Gesellschaft Mittlerer Osten und Islamische Kulturen, Basel, Okt. 2004; s.
FAZ, 03.04.2004:„Der Islam ist moderat“ Fragen an den türkischen Religionsminister Mehmet Aydin (۷
Autoritativ hierzu Jacob M. Landau, Pan-Turkism, (Neuausgabe) Bloomington 1995.(۷ )
Samuel P. Huntington, Clash of Civilizations, New York 1996, dt.: Kampf der Kulturen (۸ Wien 1996, Kapitel 7 über den „Kernstaat“.
Vgl. Vatan, 17. 11. 2008, S. 1/17( ۹ )
Akkaya et al., 1998, S. 184، Ibid., S.184-5 (۱۰ )
M. Hakan Yavuz, Islamic Political Identity in Turkey, London (Oxford University Press) 2003, S. 65. ( ۱۱ )