Daily telegraph:د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32262

دخبریدو نیټه : 2010-01-21

سرچېنې: د بریټانیا ډیلي ټلګراف ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب:  میرویس جلالزی


د انګلستان چاپ ډیلي تلګراف ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې په لندن کې د افغانستان په اړه د جوړیدونکي کنفرانس په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.

ورځپاڼه په  کابل کې د بریټانیا له سفیر مارک سډویل څخه په نکل لیکي چې د  کنفرانس  اصلي موضوع به دا وي چې د افغانستان د کومو سیمو امنیتي چاري باید په لومړي سر کې  افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

سډویل  ویلي چې د  لندن د غونډي ګډون وال به د هغو شرایطو ځیني برخي هم وڅیړي چې څرنګه د افغانستان له یو شمیر ولایتونو او ولسوالیو څخه
بهرني سرتیري او د کوم تقسیم اوقات له مخې  ایستل کیږي.

ډیلي ټلګراف ورځپاڼه کاږي چې په دغه مهال ویش  کې به د افغانستان له یو شمیر ولایتونو څخه د خارجي سرتیرو د قرارګاوو د ایستلو په باب فیصله روښانه شي.

 


ورځپاڼه کاږي چې د بریټانیا د دولت په ګډون یو شمیر نړیوال  مرستندویان به د لندن په کنفرانس کې  په دې  خبري وکړي چې د څو ولسوالیو امنیتي چاري په  کوم مناسب فرصت کې  افغان ځواکونو ته حواله شي.

د لندن په کنفرانس  کې به د طالبانو د مشرانو د عفوې طرح هم وړاندي شي چې ځينو هیوادونو لا وختي د افغان دولت له دغې طرحي سره هوکړه کړي ده .

ډیلي ټلګراف له افغان چارواکو په حواله کاږي چې حامد کرزی به  په   دغه کنفرانس کې  خپله پینځه  کلنه  ستراتیژي هم وړاندي کړي.

په دغه ستراتیژي کې  عمده ټکی له طالبانو سره د سولې پروګرام او ور پسې د ادارې فساد د جرړو له مینځه وړل دی.

حامد کرزی به د لندن په کنفرانس کې له هغو هیوادونو چې په افغانستان کې سرتیري  په کلکه غوښتنه وکړي چې د افغانانو د کورونو تلاشي ودروي او په ملکي سیمو کې به د لټون ټول عملیات د افغان ځواکونو په امر او اجازې  پیلیږي نه د نن په څير چې بهرنیان پکې عمده رول لري.

د افغانستان په سیاسي قلمرو کې د بهرنیو سرتیرو د خود سرو زندانونو تړل او افغان دولت ته د ټولو بندیانو سپارل بل هغه څه دي چې د لندن په کنفرانس کې به د افغان دولت له خوا  د یوه جدي وړاندیز په چوکاټ کې وغوښتل شي.

ډ‌یلي ټلګراف وړاندي لیکي چې د افغانستان د  اقتصادي ودې مسله هم ډیره مهمه ده چې د لندن په کنفرانس کې به د نړیوالو له  خوا مطرح شي.

افغان دولت به په دغه کنفرانس کې د لومړي ځل لپاره کاري اجندا وړاندي کوي او دا کار افغان دولت ته په خپلو کورنیو چارو کې  د بل هر وخت په پرتله ډیر استقلالیت ورکوي.

په کابل کې د بریټانیا سفیر ورځپاڼي ته ویلي چې د لندن د کنفرانس  څخه وروسته به په راتلونکي پسرلي کې په  کابل کې هم یو کنفرانس جوړ شي چې پکې به له افغانستان سره د لندن د کنفرانس ژمنه  شوي مسلې تعقیب او پرمختګونه به یې وارزول شي.