بارېــــــــــــس پاسترناک : هغه ليکوال چې پس له مرګه دنوبل جايزه ورکړل شوه
د١٨٩٠زيږديزکال دفبرورۍ مياشتې اوه ويشتمه هغه ورځ وه چې دروسي عالم اودمسکوپوهنتون دمجسمه جوړونې داستادښاغلي لئانيدپاسترناک هغه هيله په کې پوره کېدله چې له کلونوکلونويې په زړه کې ګرځېده اوخداى (ج ) يوداسې ماشوم ورپه برخه کولوچې راتلونکې يې ډېره له وياړونوډکه اودلمرپه څېرغوړېدلې وه اوهمغه هنرمندماشوم يې نصيب شوچې ده يې هيله درلوده په دغه ماشوم يې بوريس لئانيدويچ پاسترناک نو م کېښود
بوريس پاسترناک په ١٩٠٢زېږ ديزکال خپلې منځنۍ زده کړې په روسيه کې پاى ته ورسولې اوپه همدې کال دمسکوپوهنتون دتاريخ اوفلسفې په څانګه کې په زده کړه بوخت شو کله يې چې په دغه پوهنتون کې زده کړې پاى ته ورسولې اوپه فلسفه وپوهېده نوپه ١٩١٢زېږديزکال کې دپاتې زده کړودپوره کولوپه موخه دالمان دهامبورګ ښارته لاړاوددغه ښارپه پوهنتون کې يې زده کړوته دوام ورکړخوهلته عجيبه داوه چې دهغه څه نه يې زړه تورشوچې دى يې دزده کولولپاره راغلى وو له فلسفې نه يې بدراغلل نوريې نوذهن نه شوکولى چې دفلسفې دروندباراوچت کړي همغه ووچې اد ب ته يې مخه کړه اوادبي هلې ځلې يې پيل کړې .
دنوموړي ملګري اکثره دسمبولېز م اوفوتورېسم له پيروانوڅخه وو په ځانګړي توګه دروسې ولادميرماياګوفسکي سره يې ملګري دې سبب شوه چې دليريکاپه کالنۍ کې يې پنځه شعرونه چاپ شي ، ددې شعرونوسره دپاسترناک دشهرت انګازې په ټول روسيه کې خورې شوې اودوه کاله وروسته يانې په ١٩١٤زېږديزکال کې يې خپله لومړۍ شعري ټولګه په خپل زيارله چاپه راويسته چې خوراښه هرکلى يې وشو ددې شعري ټولګې له چاپ نه وروسته هغه قفقازته کډوال شو
بايدووايوچې له دې نه وړاندې هم دپاسترناک لس ټوټې شعرونه هم خپاره شوي ووچې په سبب يې نوموړى د((سنتريفوګا)) ډلې غړيتوب ترلاسه کړى شو هغه په خپل يوه شعرکې په دې اړه وايي
له خپل کوره مې پښه
په يوه لرې ميدان کېښوه
ته به فکرکوې چې
يوځل مې بياپښه نړۍ ته ښکته شوه
پاسترناک په خپله تغزلي نړۍ اوشعرونوکې دپام وړپرمختګ وکړکله چې بېرته له قفقازنه هغه ښارته چې ده په کې سترګې غړولې وې راګرځېده نوهرڅه بدل وودده دتوقع سره خوشحالي اوخوښي نه وه مسکوورته له درداوغمه ډک ښکارېده اودفکرمرغانوپه کې سم وزرونه نه شوى غوړلى نوموړى له خپلې مېرمنې ((بودګيناولادميرونا)) نه چې ده ته مينې سمبول وه جداشوى وو دهغې جدايي ورته ګرانه وه خوده هم ځنډونه کړپه ١٩٣٤کال کې يې (( دزيناپيدا)) سره ژوندشريک کړ
نوموړى په اندووچې انسان ددې لپاره پيداشوى چې ژوندوکړي نه ددې لپاره چې دژوندلپاره ځان تيارکړي
دپاسترناک دبخت وزرونه لاپسې وغوړېدل دشهرت لوړيوپوړيوته ورسېده په ١٩٣٤زېږديزدروسي دليکوالوپه ډله کې دروسيې دمعاصرتاريخ دترټولودمعاصرشاعرپه حيث وپېژندل شو .
وخت تېرېده ١٩٤١کال وو چې دلومړۍ نړيوالې جګړې لمبې اوسپرغۍ مخ په خورېدوې پاسترناک دچيستاپل په ښارکې اوسېده همدلته يې خپله هېوادپالنه په ((ډاروونکي داستان )) او(( سرحدي کرښه )) ښکلومنظوموکې څرګنده کړه
داچې عادي ژوندهم نظامي بنه غوره کړې وه نودغه سترشاعرهم مجبوريت دجګړې لومړيوکرښوته مجبورکړخووسله وال نه و و په لاس کې يې دټوپک په ځاى مايک وو اودفوځي خبريالۍ دنده يې په غاړه وه هغه کس چې وړاندې به يې دمينې شعرونه ليکل اوس به يې هره ورځي دمړيواوزخميانوکريږې په ليکنوکې اونځورولې داديوه نازک طبيعته شاعرلپاره ډېره ګرانه ده خوپاسترناک مجبوروو چې خپله دنده مخته ته يوسي اماددې سره سره يې هم په دغه وخت کې دلوديځي اروپاستاينه په شعرونوکې کړېده همدغه مهال دروسي يوه بل نوموتي شاعر نيکولاى ايسېف نوموړى دروسې دمعاصرشعربنښټګړوباله اودده شعرونه دروسې دسمبولستانووارثين وبلل
پاسترناک له خپلې مېرمنې سره
پاسترنا ک په همدې جريان کې دسمبولستانوپه تقليدد((دحصارلپاسه )) شعري ټولګه هم خپره کړه دروسې نوماندسمبولست ماياکوفسکي په تقليديې نوي شعرونه وليکل اوپه کې بريالى هم وو .
چې په همدې کال په دغه شعري ټولګه (دحصارلپاسه ) کې خپاره شوي دي خووروسته يې له تقليدي اوله بل نه له اغيزمنوشعرونوليکلولاس واخيست دزوقونوپه ازمايلواودلوړي درجې دشعرونوپه ليکل يې پلي وکړچې ښې بېلګې يې ( ناروغ -١٩٢٤-١٩٢٨) اوويستوان اشميت ( ١٩٢٦-١٩٢٧)منظومې دي .
په دغه ښکلومنظوموکې له روسيې څخه دنوموړي لرېوالى اودروسيې داکتوبراوفبرورۍ دووانقلابونوانځوروړاندې شوى دى هغه په خپلوشعرونوکې دغه انقلابونه ډېرښه انځورکړي دي اودحالاتوښه عکاسي يې بولو
نوموړى دروسي موسيقۍ دتال لپاره هم شاعري کړېده اودروسې دنوي شعرددوديزنظام بنسټګردى چې په روسي ادبياتوپه ځانګړي ډول په شعرونوکې يې يووالى رامينځ ته کړى دى .
پاسترنا ک په ١٩٤٦زېږديزکال کې خپل شهکاراثر (( داکټرژيواګو)) رومان باندې پيل وکړوروسته بيادغه تربشپړېدواوه روسي له خپرېدووړاندې په اېټالياکې ديوه کتاب خپرونکي فلترينلي له خواپه انګريزي ژبه خپورشو داکتاب مينه وال دومره زيات ووچې حساب يې نه کېده اودفلترينلي تمه هم نه وه وروسته په روسۍ ژبه کې هم څوځله خپورشو په ١٩٥٨زېږديزکال کې دنوبل نړيوالې معتبرې جايزې ته هم وړاندې شو اوپه جګوسترګويې دغه جايزه وګټله خونوموړي دنړيوالودتوقع خلاف ددغه جايزې له اخيستلونه ډډه وکړه هغه هم دلويې سوسيالستي روسې دفشارونواوجبري غوښتنوپه اساس پاسترناک په خپله په يوه شعرکې دغه پېښې ته داسې اشاره کوي
دحيوان غوندې شوم بندپه داسې ځا ى کې
چې رڼاشته ، خلک شته ،خپلواکي نشته
بس يوازې بې ماناغــــــــــــــــــــــــــږونه اورم
نه تښوى شم ،نه مې ژوندکې څه خوښي شته
دهغه ځينې مخالفين په دې اړه بل نظرلري اووايي چې پاسترناک ته ددغه جايزې ورکولوسياسي اړخ درلوددنوبل ادارې دغه کاردامريکادجاسوسۍ دتورې شبکې اودانګلستان په لارښوونه کړى وو .
دهغه دنوبل ګټونکي اثرداکترژيواګونه دپورلېنرپه مشرۍ يوې ډلې فلم هم جوړکړچې پياوړي لوبغاړي يې عمرشريف ، چولي کېستي، جرالدين ، چاپلېن ، الک ګېنس اونوردي چې وروسته دغه فلم داسکارلوړه جايزه هم خپله کړه خودپاسترناک ترګوتوونه رسېده
لنډه داچې پاسترناک په روسي ادبياتوکې لوى حقدارګڼل کېږي اودشلمې پېړۍ دلويومفکرينواوشاعرانوڅخه دى اودلومړي ځل لپاره يې دروسيې په کلاسيکوادبياتوکې يووالى نړى ته دسمبولېزم دلاسته راوړنوسره وړاندې کړ
دده ډېرې ليکنې په ځانګړي ډول دهغه نوبل ګټونکى رومان (( داکترژېاګو )) دروسې يوازيني ټولمنلي ادبيات دي چې دروسيې دشلمې پېړۍ له ادب نه ښه استازيتوب کوي . دغه سترليکوال دخپل ژوندوروستۍ شپې ورځې په پردلکيناکې تېرولې له خلکوسره يې ليدنه کتنه کمه کوله لامل يې داووچې نوموړى دسرطان په ناروغۍ اخته وو دغه دزړتوب اوناروغۍ له درده اوځورډکې شېبې يې په بڼوالۍ اوله اديبانوسره په ليدنوکتنوتېرولې .
د١٩٦٠زېږديزکال دمې دېرشمه په نړۍ کې ددغه دثمرلرونکي ژوندوروستۍ ورځ وه داسې مهال يې سترګې پټې کړې چې دده په نوم دنوبل علان شوې جايزه يې ترګوتونه وه رسېدلې .
دلويې روسيې دوېشولونه وروسته دنوبل دجايزې اکاډمۍ په ١٩٩١زېږديزکال کې يوځل بيادهغه ((داکترژېزاګو)) رومان ته دنوبل جايزه اعلان کړه خودروسي ادبي ټولنوله خواداسې مها ل ومنل شوه چې نورنونه هغه پخوانۍ روسيه وه اونه پاسترناک په هغه خاورې اوښتې وې هډوکي به يې هم خاور ې شوې وو اودنوبل دغه معتبره جايزه يې دکورنۍ غړوته ورکړل شوه
ديادونې وړده چې دپاسترناک نه سربېره دغه روسي پوهانوهم دنوبل جايزې ګټلې دي
ايوان بونين ، مېخايل شولوخوف ،سولونتسن ، اوايوسف رونسک
هو پښتانه ريښتياوايي چې حق حقدارته رسېږي
ماخذونه :
1. www.parjans.com اولاندې مقالې
2. تاريخچه نوبل درجهان
3. نوبل ګټوونکي ليکوالان
4. ادبيات معاصرروسيه فدرالي
5. نويسنده ګان نامورروسيه فدرال
6. ادبيات روسيه فدرالي درقرن بيستم