(سايبر- انلاين خبريالي) كتاب له چاپه راووت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32537
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2010-01-30

 د زلمي ليكوال او ژورناليست نذيراحمد سهار نوى كتاب (سايبر- انلاين خبريالي) كتاب له چاپه راووت. دغه كتاب ، چې په ۱۴۸ مخونو كې ليكل شوى، په پېښور كې دانش خپرندويې ټولنې چاپ كړى دى. دغه كتاب په انلاين برخه كې د خبريالۍ پر ارونو، بڼو او نورو اړوند مسايلو په زړه پورې بحث كوي. په كتاب كې انلاين بېلګې او دغسې په بېلابېلو څپركو كې په زړه پورې مطالب ځاى كړاى شوي دي. سهار كتاب په دې بڼه ډالۍ كړى دى: (ډالۍ: څو هغو ګوتشمېر كسانو ته، چې د انلاين خبريالۍ مخكښان يې ګڼم).