اســــــــلام وپيژنۍ ! ( اوله برخه ) .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32578
ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .
دخبریدو نیټه : 2010-02-01

اســــــــلام وپيژنۍ ! ( اوله برخه )  .

ليکوال  : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم ، أمابعد  ، فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم  :
« ان الديـــــــن عند الله الاسلام  »  صدق الله العلي العظيم  .
ډيرو قدرمنو اسلامي وروڼو  !   په دې خاطر چي مسلمانان د اسلام د مقدس دين ، او د قرآن عظيم الشان  او د حضرت محمد مصطفی  ( صلی الله عليه وسلم  ) له ماهيت او حقيقت څخه پوره پوره خبردار سي .
 او له دې سره سره د اسلام  ، قرآن او د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم  ) د دُښمنانو له هغو بياناتو او تشريحاتو څخه نقاب او حجاب ليري کړ سي  کوم چي يې د تعصب او عناد په وجه  د اسلام د سپيځلي دين او د الله پاک د مقدس کتاب قرآنکريم او د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) په باره کښي ورکړيدي  .
غواړم چي درې لړۍ تر دغو دريو عنوانو لاندي درته پيل کړم  :
( ۱ )  :   اسلام  وپيژنـــــۍ  . ( ۲ ) : قرآن وپيژنــــــۍ  . ( ۳ ) حضرت محمد  (صلی الله عليه وسلم ) و پيژنـــۍ .
په دې برخه کښي د « اسلام وپيژنۍ » په لړۍ افتتاح کوم  .
محترمو ورو ڼو  !  کوم مبارک آيت چي مخکښي يې ذکر او تحرير  وسو  د هغه مضمون ، خلاصه او پخوړ په دې ډول دئ  چي بېشکه هغه دين چي الله ( جل جلاله) په راضي دئ  ، د الله پاک خوښ دئ او و الله پاک ته مقبول دئ ، او الله پاک انسانان د هغه دين په اطاعت او په پيروۍ مکلف کړيدي  ، هغه اسلام دئ  .
له اسلام څخه پرته چي نور دينونه دي هغه پر دوه قسمه دي  : اول قسم هغه دينونه دي  چي له اصله ، له اوله څخه لا غلط ، باطل او شيطاني دينونه دي  ، لکه د مشرکانو دين يا د مجوسيانو دين ،یا د هندوانو دين ، يا د دهريانو دين  .
او دوهم قسم هغه دينونه دي چي پخپل نوبت ، پخپل وخت کښي حق دينونه وو   ، لکه د موسی (عليه السلام ) دين  ، د حضرت عيسی ( عليه السلام ) دين  .
خو کله چي د اسلام د مقدس دين نوبت راغلئ  ، رسول داسلام  حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) له الهي لوري څخه و انسانانو او پيرانانو ته  ، بلکي و تمام عالَم ته د نبي او د رسول په حيث  مبعوث کړ سو ، نو ټول حق دينونه  د اسلام په سبب منسوخ کړل سول  ، د اسلام د دين له راتللو سره سم په نورو اديانو عمل کو ل ختم سو  ، او له الهي لوري څخه و عالــَم بشريت ته  دا خبره په ډاګه سوه چي هر څوک چي د اسلام دين ونه مني نو که نور اسماني دينونه مني او کې نه منې  ، په هر صورت کښي کافر دئ او د الله ( جل جلاله  )  دښمن دئ  ، او د قيامت په ورځ کښي به هميشه په دوږخ کښي وي  ، معيار د حق او د باطل ، او د صلاح او دفساد د اسلام د مقدس دين منل يا نه منل دي   .
څوک چي د اسلام تابع وي او اسلام يې منلئ وي هغه پر حق باندي دئ ، او خاوند د صلاح دئ  ، او څوک چي له اسلام څخه منکر وي ، نو هغه پر باطل باندي دئ او خاوند د فساد دئ  .

محترمو  د اسلام لفظ  په أصل کښي و غاړه ايښودلو او تابعدارۍ  ته ويل کيږي  ، په عام عُرف کښي او په اصطلاح کښي د شريعت د اسلام لفظ د هغه دين ا و شريعت نوم  دئ کو م چي د حضرت محمد  (صلی الله عليه  وسلم )  په ذريعه سره و انسانانو او پيرانانو ته راوړل سوئ دئ  .
د اسلام د مقدس دين له خصوصياتو څخه يو غټ خصوصيت دادئ چي دغه دين د انسانانو هم دئ او د پيرانانو هم دئ  ، او په دمخه اسماني اديانو کښي دغه خصوصيت وجود نه درلودئ  .
قدرمنو ! دا يوه تمهيدي برخه وه  ، تفصيلات به ددې لړۍ په نورو برخو کښي انشآءالله يو په بل پسې ستاسي و حضورته تقديم کړه کيږي   .

والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .