ادبې ټوټه
انسانې اندیښنی د زهن له تیا ری نه،دروښنائ اوښکلاپه لور په خوځیدو وې.
داندیښنو و ړاندی تگ انسانې تاریخ،اودهغه دبریاووتمثیل دې.
هو:اندیښنې ته انسان محترم دې،اودهغه همیشنۍ اونه جلاکیدونکی ملگری دې،لکه دښمن هغه څاری،اوهم کله کله دچنجې په شان دهغه ماغزه خورې،لکه جلادهغه آزاروې او په بی رحمې سره د انسان ز ړه په سو ړغم هوښیاره وې، ځکه خښمناکه غم د ژوند حقیقت کښیکا ږې اوهرڅومره چې احساس په په ویښیدو سې،هغومره د خطا گانو او گمرا هې د دو ړو په ما بین کې د سورگل په شان په غو ړیدوسې.
هو:همدلته دی چې انسانې اندیښنی په ویښیدو او گرمیدو سې،اوهرکله چې د اندیښنو څخه داور لمبی پورته سې نو د هغه په و ړانگو کې،دژوندانه سختې لارې،نه پیژندونکې معماوې،دطبعیت ناخلا صې پیښې اودپریشانه ز ړه تیاری انسان ته روښانه سې.
هو:هرکله چې اندیښنې په گرمیدو او خوټیدوسې نو په خپلو ولولو کې دشعرنو واښکې جو ړه وې،یا د غمگین روح آواز په هنرمندې سره په موسیقی کی ښکاره کړی.