وحيد سپين غر- كابل
دپارلماني ټاكنوپه رانژدي كيدوسره دهيوادپه جنوبي اوجنوب ختيځوسيموكي دبي امنيولمن پراخه شوي داپه داسي حال كي ده چي پارلماني ټاكنوته ايله څومياشتي پاتي دي دحكومت دلوړپوړيوچارواكوپه وينا دپارلماني ټاكنودنيټي په رانژدي كيدوسره به په دي رازپيښوكي نورهم زياتوالي راشي .
سياسي څيړونكي په دي عقيده دي چي ددي ټولونارواهڅوترشاه په څرګنده توګه زموږ دګاونډيانواوپه ځانګړي توګه دپاكستان لاس دي
په افغانستان كي دانتخاباتوګډوډول دپاكستان يوازني هدف دي ځكه چي ددي بهير په ترسره كيدوسره په افغانستان كي دولسي حاكميت بنسټونه ټينګښت مومي اوولسي اداره غښتلي كيږي ،اوافغانستان دنړي دنوروولسواكوټولنوسره په يوه ليكه كي دريږي خوپاكستان چي دخپل جوړښت نه تراوسه ددكتا توروجنرالانوپه وسيله رهبري كيږي هيڅكله دانه غواړي چي په ګاونډكي يي ولسواك اودولس دخوښي حاكميت وجودولري
دافغانستان دغميزي اوږدوالي دپاكستان دسياسي اجندا لومړي ټكي تشكيلوي،ددي كرغيړني اجنداپربنسټ پاكستان دي ته تيارنه دي چي په افغانستان كي يومتمركز اوپياوړي نظام رامنځته شي ځكه خوتل داهڅي كوي ترڅوپه دوامداره توګه افغانستان ناارامه واوسي ،پاكستان هيڅكله په ځان متكي افغانستان نه غواړي دپاكستان هيله كمزوري افغانستان اوپه دي هيوادكي دكمزوري نظام شتون دي
پاكستان داګڼي كه چيرته دده په ګاونډكي يوپياوړي اوغښتلي افغانستان وي نو په سيمه كي به پاكستان خپل پخواني ستراتيژيك اهميت له لاسه وركړي اوخپل هغه امتيازات يي چي هروخت يي په يوه اوبله بڼه له نړيوالونه اخلي له لاسه ووزي
پاكستان اوس هم داهيله لري چي دسړي جګړي دكلونو په څير دامريكي دګټولپاره يوازني ستراتيژيكه سيمه واوسي اوپه دي ډول له نړيوالواوپه ځانګړي توګه دامريكي له متحده ايالاتونه بي شميره امتيازات ترلاسه كړي .
په داسي حال كي چي نړيوال تفكر اونړيوالوحالاتودومره بدلون موندلي چي ګرانه ښكاري پاكستان دي دخپل د غه خوب ښكلي تعبيرونه ترلاسه كړي ،خوددي برخلاف ښايي دپاكستان اوسني سياسي چلند پاكستان ته دګټي پرځاي ډيري ستري ستونزي وزيږوي اوآن داچي دپاكستان موجوديت ته به ګواښ پيښ كړي
افغانستان تل دپاكستان سره دښواړيكوغوښتونكي و، خوددي پرخلاف پاكستان تل دافغانستان په وړاندي له دښمني اودوه رنګي پاليسي نه كاراخيستي اودافغانانود رښتيني دوستي ځواب يي ددښمني نه په ډكوهڅواواقداماتووركړي دي
دطالبانودسقوط نه وروسته دافغانستان دولت په پرله پسي توګه دپاكستان سره د ښو اړيكوغوښتنه كړي دپاكستاني لوري له خواهم په ښكاره افغانستان ته دښواړيكووعده وركړل شوي ده خوپه عمل كي ګورو،چي پاكستان په خپلوكړو،وعدوباندي ولاړنه دي دافغانستان دناامني اودحالاتودخرابولوپه لويومنصوبويي لاس پوري كړي اوخپلي كرغيړني منصوبي دخپلولاس پوڅوترورستانوله لاري په افغانستان كي پرمخ بيايي
وروستيوپيښويوځل بيا دپاكستان په وړاندي زموږ دجګړه ځپلي ولس احساسات راپارولي اوولس داغوښتنه كوي چي بايد دپاكستان په وړاندي درغنده چلندنه كارواخيستل شي.
لكه څنګه چي ګوروپه دي وروستيوكي دافغانستان دچارواكوپه څرګندونوكي دپاكستان په وړاندي يوډول انديښني په ګوته شوي اوداپه كي روښانه شوي چي دافغانستان هغه سيمي چي دپاكستان سره په ګډه پوله كي پرتي دي په زياته توګه دترورستانودحملواوبريدونوښكارشوي.
افغاني چارواكي دنده لري ترڅوپه څرګنده توګه نړيوالواوخپلوهيوادوالوته ددغوناامنيو اصلي عوامل وروپيژني اوپه دي اړه خپلي انديښني دنړيوالوترغوږونوپوري ورسوي
دوروستيوپيښوپه اړونددولس غبرګون وښودل چي زموږ ولس يوموټي اونه بيليدونكي ولس دي ،هرڅومره چي زموږ ددښمنانوتوطيي اودسيسي ډيريږي هغومره زموږ دولسونوترمنځ ملي يووالي ټينګښت مومي
پاكستان بايد په دي پوه شي چي افغانستان يوتاريخي هيواددي اودلته يوميړني اوباتور قوم اوسي .
په دي هيوادكي دسختوبدمرغيوسره سره تجزيه غوښتونكي تحرك نه و،اونه به پيداشي هروخت چي زموږ دهيوادپه وړاندي چا ددښمني لاره خپله كړي نوزموږ دهيوادټولوقومونوپه ګډه دغليم په وړاندي پاڅيدلي اوهغه ته يي غاښ ماتوونكي ځوابونه وركړي دي ،داپاكستان دي چي د خپل جوړښت نه نيولي بيا تراوسه دملي هويت په لويه ستونزه اوناروغي اخته دي ،داچي پاكستان په افغانستان كي كله ځان ديوه قوم خواږي اوكله دبل قوم خواږي ښيي غواړي په افغانستان كي ملي نفاق ته لمن ووهي اوپه دي توګه خپله دملي هويت ناعلاجه ناروغي زموږ هيوادته راصادره كړي
خوپاكستان اودپاكستان سياست جوړونكي بايد په دي پوه شي چي افغانستان اوس هغه دلسواوپيځلسوكالومخكي افغانستان نه دي چي دوي به پخپله خوښه په كي حكومتونه اودولتونه جوړول اوزموږد وروڼوقومونوترمنځ به يي ددښمني تخمونه شيندل ،افغانان دنړي ديوه ويښ قوم په توګه اوس تربل هروخت خپل دوستان اودښمنان ښه پيژندلي اوهيچاته به ددي وخت ورنه كړي ترڅوزموږ دهيوادپه چاروكي لاس وهني وكړي
پاكستان ته په كارده چي پخپله دغه ناولي اجنداباندي له سره غوروكړي اودخپل ګاوندي اومسلمان هيوادپرضد ددښمني دريځ ته دپاي ټكي كښيږدي ،كنه نوپاكستان به هم له هغي پايلي سره مخ شي لكه روسان اوترورستان چي مخ شوه
پاكستان چي دكوموموخواواهدافولپاره جوړشوي و،هغه اهداف اوس ترسره شوي دي نوردداسي يوه هيوادموجوديت اصلآ ترپوښتني لاندي دي
كه چيرته پاكستان پخپلو سياستونواوپاليسيو له سره غورونه كړي اوداوسني كرغيړني پاليسي په لاره روان وي نو دهيوادشتون اوموجوديت ته به يي لوي ګواښ پيداشي ځكه اوسني نړي ته دپاكستان په څير خپل سري اوسركښ هيوادچي داټومي وسلي لرونكي دي ، اودترورستانوپه لويه ځاله اودسيمي په سرطان اوښتي دمنلووړنه دي