تروريزم او پاكستان ؛ ديوي سكي دوه مخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3266
غلام جيلاني ځواك
دخبریدو نیټه : 2005-07-18

غلام جيلاني ځواك
پاكستان په ۱۹۴۷ كال كي وزيږيد، يواځي څلور كاله تردي دمخه چافكر هم نشو كولاي چي په دي سيمه كي دي يونوي هيواد دنړي په نقشه كي ور اضافه شي، برتانيه نور نشول كولاي چي په هند خپلي واكمني ته ادامه وركړي، او د شوروي اتحاد ديوعمده ايديولوژيك او يوسترقدرت په توګه رابرڅيره كيدل، غوښتل چي په همدي سيمه كي د شوروي د پرمختګ دمخنيوي لپاره يو كمر بند جوړ شي، دي كار لپاره نه افغانستان مناسب وو چي انګليسانو سره تيرو دري جګړو هلته د انګليسانو پرضد سخته كركه او نفرت زيږولي وو، اونه هند چيرته چي د هند ملي كانګرس ګوند د هند دملت د غوڅ ملاتړ نه برخمن او د شوري اتحاد سره يي نسبتاً ښي اړيكي درلودي. دهمدي ضرورت پربناپاكستان جوړ شو اودي لپاره چي دپاكستان دجوړيدو عيني اوذهني شرايط برابر شي د څلورو كالو په موده كي دهندوانو اومسلمانانو ترمنځ كركي اونفرت پيداكولو لپاره دهند دسياست په ډګر كي بي شميره خونړي ډرامي پلي شوي چي په نتيجه كي يي دهندوانو او مسلمانانو ترمنځ بي شميره نښتي پيښي شوي چي په دي نښتو كي په سلهاوو زره مسلمانان او هندوان ووژل شول ، ترڅو مذهبي كركه اومنافرت دي حد ته ورسيده چي دهند لويه نيمه وچه يي په دوه هيوادو هند اوپاكستان وويشله، (وګوري دخان عبدلولي خان كتاب، رښتيا رښتيا دي ) .
په دي توګه د پاكستان بنسټ د مذهبي كركي او منافرت په اساس كيښودل شو، په افغانستان دپخواني شوروي اتحاد يرغل دمذهبي كركي اومنافرت دابنسټ په پاكستان كي نورهم مظبوط كړ، د همدي كركي پر بنسټ ډيري مذهبي ډلي جوړي شوي چي د پاكستان دپوځي استخباراتو پراخ ملاتړ ورسره وو اوكله چي په سيمه كي دشوروي اتحاد د يرغل په وړاندي دجهاد هنګامه ګرمه شوه نو د آيي ايس آيي له لاري دي ډلو ډيري پراخي مالي او پوځي مرستي او په عين وخت كي د نړي دنورو مذهبي اوبنسټ پالوډلو سره اړيكي لاس ته راوړي، چي د مذهبي ډلو دنړيوال پيوستون يو پرمختللي شكل نن صبا د القاعده په نوم ټوله نړي دګواښ سره مخ كړي.
دترهګري اومذهبي بنسټ پالني اودكركي او منافرت كوم زړي چي پاكستان دهند اوافغانستان پرضد په سيمه كي ايښي وو اوس هغه په لويي وني چي ريښي يي ټولي نړي ته غزيدلي اوښتي، اوس دنړي په هره سيمه كي چي دترهګري پيښه سرته رسيږي نو كه وڅپړل شي يوه ريښه به يي په پاكستان كي وي.
په تيروڅو ورڅوكي دوه داسي پيښي منځ ته راغلي چي ښيي دپاكستان دولت دپاكستان پوځ اود پاكستان پوځي استخبارات اوس هم د ترهګر نه ملاتړ كوي، يوه يي په تيره اوني كي د لندن په ښاركي ځان مرګي بريدونه وو چي په ترڅ كي يي ۵۲ تنه ووژل شول او ۷۰۰ كسان ژوبل شول، اوبله يي د ملا دادالله سره د الجزيري دتلويزوني شبكي داسلام آباد د استازي مركه ده
دلندن په پيښه كي د څلورو بريدكونكو نه دري يي پاكستان توكمي برتانيوان دي، په هغوي كي يويي چي ذيشان صديقي نوميږي ويل كيږي تيركال دپاكستان ښار لاهور ته راغلي وو، څوك څه خبر كه ذيشان صديقي دلاهور نه د راولپنډي ددهميال مدرسي ته تللي وي او هلته يي دترهګري روزنه ترلاسه كړي وي، اوياهم كيداي شي په لاهور كي هم د راولپنډي ددهميال په شان د ترهګري د روزني مراكز موجود وي.
په زړه پوري خبره داده چي دپاكستان دكورينوچارو وزير آفتاب احمد خان شيرپاو ويلي دي چي موږ انګلستان د ترهګري دګواښ نه لادمخه اګاه كړي وو،شيرپاو په دي توګه غوښتي د ترهګري په دي پيښه كي خپل مخ سپين وښايي خو په حقيقت كي شيرپاو په دي خبره وښودله چي پاكستان دسرنه ترپښو په ترهګري ككړي دي، داچي شيرپاو وايي چي موږ انګلستان د پيښي دګواښ نه اګاه كړي اوپه دي هكله موږ سره نور معلو مات هم شته نوكه د ډيري خوشبيني نه كار واخلو كم تركمه داخبره بالكل جوته ده چي ددي پيښي پلان همدلته په پاكستان كي جوړ شوي او بيا په برتانيه كي ميشتو پاكستانيانو پلي كړي، نوځګه خو دپاكستان استخبارات تري اګاه شوي اوبيا شيرپاو انګلستان تري اګاه كړي.
دبلي خوا دجولاي دمياشتي په ديارلسمه نيټه د الجزيري دتلويزيوني شبكي د اسلام آباد استازي د طالبانو د يو جګ پوړي مشر ملا دادالله سره يوه مركه كړي. پريږدي چي ملا دادالله په مركه كي څه ويلي اوڅه نه دي ويلي ، مهمه داده چي يو بهرني خبريال په ډيره اسانتيا په پاكستان كي كولاي شي د طالبانواو القاعده د مشرانو ځايو نه ځان خبر كړي هلته ورشي اومركي ورسره وكړي، څه موده دمخه ديوبل طالب مشر سره د جيو تلويزيزني شبكي هم مركه كړي وه خودپاكستان پوځي اوغير پوځي استخبارات نشي كولاي دهغوي ځاي ومومي او ويي نيسي.
حقيقت دادي چي پاكستان نه غواړي دترهګري مخه ونيسي، هم د پاكستان مذهبي ډلي اوهم دپاكستان پوځ او پوځي استخبارات اوس هم دترهګري ملاتړ كوي اواوس هم دبنسټ پالني اوترهګري نه د يوي سياسي وسلي په توګه كاراخلي.
پاكستان اوترهګري ديوي سكي دوه مخه دي، پاكستان به هيڅكله هم په غوڅه توګه د ترهګري مخه ونه نيسي، پاكستان يواځي دنړيوال فشارله كبله دترهګري په وړاندي يونيم ګام اخلي، زما غوڅ يقين دي ترڅو پاكستان وي نو په سيمه كي به ترهګري اوتاوتريخوالي هم وي، خو اوس ترهګري يو سيمه ييز نه بلكي يونړيوال ګواښ دي، ګورو به چي نړيوال دا ګواښ ترڅو زغملي شي.