:فضل الرحمن کټوازی + شمالي کوريا
کله چه ديولسم ستمبر نه وروسته دترهګری پرخلاف په افغانستان کی عمليات شروع شول نو هلته خو ښاغلی مشرف دبش په تيليفون د هند په خلاف د خپل لومړی ځواک څخه لاس په سر شو، داهغه ځواک وو چه کله به هم دهند سره دپاکستان کومه شخړه پيدا شوه دپاکستان دباندنيو چارو دوزارت دغبرګون پر ځای به په لومړی سر کی عمر خان خپل غوڅ دريځ ښکاره کولو. دايو داسی فوځ وو چه داسلام دسپيڅلی دين په روحيه یی مست کړی وو، نور نو خبر نه وو چه ديپلوماسی څه وی او ملی ګټی څه وی؟ کله چه مشرف د ( سب سی پهلی پاکستان) یعنی دټولو نه ړومبی پاکستان شعار پورته کړو،نو په هغه ورځ یی دويم بيان داراغی چه په افغانستان کی بايد پشتنو ته حق ورکړل شی. چه دی نوی غمخوری زه یو څه حیران کړم اوبل طرف ته خوشحال چه شکرده نوی غمخور مو پیداشو هغه غمخور چه دپنځوسو کلونو څخه یی خپلو میشته پښتنو ته د پنجاب او سیند په ایالت کی د بوت پاليشی کاروبار اوپه تلویزيونی ډرامو اوفلمونو کی یی د چوکيدار يا ډرايور رول ورکړی چه دحق ورکولو یو لوی مثال دي. او دکارخانو په ځای یی هغوی ته جماتونه او مدرسی جوړی کړی ولی چه ( رمضان جانی پټان جانی ) دادپنجابی ژبی يو مشهور متل دی مطلب یی دی روزه او پښتون سره جوړیږی چه دوی خو دی دمذهب په ميو مست وی، که چيرته دلوی خوشحال بابا زامن دقلم خاوندان شی هسی نه چه د خپل بابا په شان بیا دخپل جایز حق لپاره توره راواخلی. ددی حق غوښتلو لپاره می هغه بله ورځ بيا دخیبر تلويزيون له لاری د پاکستان داطلاعاتواوکلتور دوزارت دوزير شيخ رشيد احمد بيان واوريدو چه هغه بيا ددی وينا پخلی کړی چه پښتنو ته حق نده ورکړل شوی. اول خو به دلته زه غوره وګڼم چه دشيخ رشيد په شخصيت يوه زغلنده رڼا واچوم. په پاکستان کی يو ډير مشهور کتاب دپاکستانی سياستمدارانو دبیوګرافی په هکله چاپ شوی ګران لوستونکی کولای شی چه وويي لولی ددی کتاب نوم دی ( بازار حسن سی پارليمينت تک) يعنی د حسن دبازار ( هيره منډی چه په لاهور کی په نړيوال کچ ډيره مشهوره سيمه ده دهغه ځای څخه تر پارلمان پوری،او هلته ددی کشميری ځوان ډير خوندور عکسونه هم شته، هيله لرم چه ستاسی دلوستلو اولیدلو وړبه ووګرزی. دلاهور ددی مشهوری نړیوالی سيمی څخه چه يو شخصيت تر پارلمان رسيدلی وی دهغه په شخصيت تبصره کول زما په نظر خپل ځان سپکول دی. اوس به راشو د پاکستان غمخوری ته ولی چه پاکستان په پښتونستان کی ميشته پښتنو دبلوچستان په ایالت کی بلوڅو او په سیند کی سنديانو ته ډير شه حقوق ورکړی. دپاکستان عمر ټول پنځوس کاله ده او په دی پنځوس کلنيزه دوره کی هميشه پنجاب دوړو ايالتونو په حقوقو باندی غاصب پاتی شوي. دپښتونستان سيمی ته چه دانګليس له وخته تراوسه پوری ددی ايالت اوسيدونکی دخپل حقيقی او طبعی هويت چخه محروم دی تراوسه پوری دا ايالت په شمال،مغربی سرحدی صوبه ياديږی. ددی ايالت دمیړنو پښتنوهغه دوياړه ډک تاريخ ديوه پټی دسيسی لاندی هميشه پټ شوی او ددی ايالت بچو ته دخپلو ميړنو بابا ګانو پرځای د مغلو تاريخ او دعربو تاريخ ښودل کیږی. ددی ایالت په روښانه کلتور باندی هميشه پنجابی داړه مارو خپل کلتور منلی او دوي ته یی هميشه توپک په لاس کی ورکړی چه ته خو ډيرښه با غيرته مسلمان يي. دوي یی هميشه بی تعليمه پريښی ترڅو له دوي سره د خپلو جایزو حقوقو او ښه ژوندانه په هکله احساس هم پيدا نه شی. په تلويزيونی ډرامو او فلمونو کی دپټان يعنی پښتون کار يا دمحافظ وی او يا دنوکر. بعضی په نوم پښتانه يي ديوی دسیسی لاندی سپورټ کړی اوهغوی یی اقتدار ته هم رسولی چه دهغو له جملی څخه به زه د ايوب خان نوم واخلم چه په نوم پښتون وو او نصيرالله بابر چه په قوم باندی بابر دی او دپښتنو سره تاريخی ضديت لری، خو اوس ځانته پښتون وايي. ددی ايالت په ژبه يعنی پښتو باندی همیشه اردو تپل شوی او داهڅه شوی چه په پښتو کی داردو لفظونه ګډ کړی، ترڅو وروورو دپښتو پرځای اردو ځای وونیسی. پاکستان چه کله دهند سره په جنګ وی نوهغه وخت په ميزايلو باندی دافغانانو دلويو باباګانو نومونه ږدی دمثال په توګه غوری ميزایل، غزنوی ميزايل او ابدالی ميزایل ترڅو په سرحدی ايالت کی ميشته پښتنو کی دغيرت جذبه را اوچته کړی او دوي ته احساس ورکړی چه ګنی پاکستان خو ستاسو کوردی. البته که چيرته دپاکستان نصاب ووګوری نو چيرته به هم دپښتنو ددی ویاړلو بابا ګانو نومونه او تاريخ ستاسو په نظر رانه شی،ولی چه که چيرته دا خلک په خپل تاريخ ووپوهيدل نو بيا به ډيره مشکله شی چه په دوي دی ديوه باداراو غاصب په شانی حکومت ووشی. په دی ميزايلو باندی دوي د قايداعظم نوم ولی نږدی ولی چه داروغ لیونی په حقایقو هم ډير شه پوهيږی. پاکستان هميشه دا کوشش کړی چه په خلکو کی اسلامی جذبه رااوچته کړی اودوي ته وووایی چه پاکستان خو داسلام په نوم جوړدی ولی چه که داسی وونکړی او مذهبی ډلی تقويه نکړی په هغه ورځ پاکستان ددنيا دنقشی څخه ورکیږی. حالانکه که ددی هيواد تاريخ ته ووګورو نو دملت بابا یی مسلمان هم نه وو دنوموړی دپلارنوم پونجا جناح وو او معتبرو تاريخ ليکونکو ليکلی چه دنوموړی مذهب پارسی وو چه په هندوستان کی اوس هم شته خو بعضو ليکلی چه هغه هيڅ مذهبی تړاو نه لرلو يعنی سيکولر شخصيت وو. هغه خلک چه دنوموری دسیکولرزم دعوای کوی هغه دنوموری مشهوره وینا دمثال په دول وراندی کوی. نوموړی په يوه وينا کی ويلی وو \"چه يوه ورځ به په پاکستان کی مسلمان مسلمان ،هندو هندو او عيسایی عيسایی پاتی نه شی دوي به ټول پاکستانیان وی. او س به راشو سیند ته په سیند کی يی ددی ځای سیندی وګړی په خپل ايالت کی ديوی پټی دسيسی لاندی په اقليت کی بدل کړی او ددوی په طبعی زير مو نور خلک مزی اخلی. دنورو ايالتونو نه يي خلک راوستل او دسیند په لوي شار کراچی کی یی آباد کړل. ضياالحق په سیند کی دمهاجرقومی مومنت په نامه نوی ګوند جوړ او سپورت یی کړو ترڅو د سینديانو سره هميشه په تضاد کی ووووسی. يو وخت داسی هم راغی چه هم هغه کس چه ضياالحق ددی ګوند ريٌس ټاکلی وو په بعضی تورونو کی لندن ته مهاجر شو او اوس یی دهغه ځای تابيعت ترلاسه کړی، ددی شاغلی نوم الطاف حسين ده او نوموړی وایی چه د پاکستان جوړښت دتاريخ يوه لويه سهوه وه. اوس به راشو دبلوچستان ایالت ته چه د زمکی په لحاظ دپاکستان دټولو نه لوي ايالت دی او دا ايالت د طبعی زيرمو له پلوه يو ډيرغنی ايالت دی. په دی ايالت کی يي هميشه سرداری نظام ته سپورټ ورکړی او دسرداری نظام لاندی یی سرداران ددی سيموپاچايان کړی. ددی سردرانو اولادونه حق لری چی په خارجی هيوادونو کی زدکړی ووکړی ،او بيا په پاکستان کی په نامه دپارلمان وکيلان شی. ليکن اوس ددی سردارانو سره هم احساس پيداشوی او دوي دڅه مودی راسی دپاکستانی اردو سره په لفظی يا عملی جنګ هم بوخت دی،ولی چه دبلوڅانو په ايالت باندی هميشه پنجاب خِیټه اچولی او اوس غواړی چه په بلوچستان کی هم بلوچ په لږکیو بدل کړی او هلته دقاسم پورټ بندرګاه جوړه او دکراچی شار په شان دپنجاب او کشمير څخه خلک آباد کړی ترڅو دبلوڅو طبعی هويت دهميش لپاره ورک کړی. په دی ايالت کی دطبعی ګازو لويی زيرمی موجودی دی چه ټولی ګټی یی پنجاب ته ځی ددی ايالت حتی هغی سيمی ته هم ګاز نه ده ورکړل شوی په کوم کی چه دا ګاز پيداکيږی. اوس به راشو په افغانستان کی دپښتنو او نورو مليتونو حقوقو ته په افغانستان کی دزرګونو کلونو نه بیلا بيل مليتونه د وروڼو په شان اوسيږی او الحمدالله ټول دافغان په نوم ویاړی. دا تعصبات چه بدبختانه ددوو لسیزو په دوران کی پيدا شول داهم شیخه ستاسی دپټو دسيسو له وجی په افغانستان کی پیداشول په افغانستان کی به مو هغه خلک روزل چا چه به شيخ رشيده ستاپه شان د بازار حسن سره اړه لرله. په وطن مين خلک خو مو يا شهيدان کړل او يا مو وطن پريښودو ته مجبور کړل دلته زه غواړم چه دوطن داصيلو زامنو نومونه واخلم چه دپټو دسيسو ښکار شول دهغو دجملی څخه شهيد کرزی، شهيد جنرال کټوازی، شهيدوکيل زدران، شهيد مجروح او داسی نور، الله دی ددوي روح هميشه ښاد ولری. اوس به راشو دپښتنو حقوقو ته ښاغلی شيخ رشيد يو ناخبره داطلاعاتو وزير ده هغه سم اطلاعات نلری په دی کی دده هم ګناه نشته ولی چه نوموړی هغه تاريخ ویلی کوم چه ده ته ښودل شوی یعنی درشتیا او دروغو تپل شوی تاریخ. نوموړی ته دافغانستان دلرغونی تاريخ او دپښتنود طبعی کور په هکله کله معلومات شته اوکه وی هم دخپل تاريخ په شانی یی پټه وی. دپښتنو په طبعی کور کی پښتو يوه رسمی او ملی ژبه ده زما پښتو د اساسی قانون سره سمه د ملی سرود ژبه ده. زما ددولت مشر پښتون ده زما په او چتو چوکيو ټول پښتانه ناست دی، زما دهيواد دملت بابا الحمدالله مسلمان او هم پښتون افغان ده. زما په هيواد که پښتنو حکومت کړی ليکن زياته توجه یی غیر پښتنی ولايتونو ته ورکړی ترڅو ددی ولايتونو دوګړو سره دمحرومی سوچ پيدا نه شی زما نوی اساسی قانون په افغانستان کی ټولو ميشته د اقوامو ژبو ته رسمی حیثیت ورکړی. زما په هيواد کی ټول قومونه یو شان په دولت کی حق لری او دوی ته په عمل کی حق هم ورکړل شوی. او س به راشو ستا انصاف ته ستا پنجاب هم دحقوقو په ورکړه کی ډير شهرت لری. دپاکستان واکداران کله کله دروغو ليونو په شانی نوی نوی پالیسی پرمخ بيایی کله چه دهند سره په جنګ شی نو بيا دکرکټ ديپلوماسی پرمخ بيایی او اوس په دی شه پوه شوی چه افغانستان مو دمنګولو نه اوووت اوس په افغانستان کی هغه خلک نشته چه هميشه به د آی ایس آی په دروازو کی ناست وو. نو اوس یی دافغانستان لپاره نوی ديپلوماسی چه هغه کلتوری ديپلوماسی ده هغه رامخته کړی. په پاکستان کی ددی کلتوری ديپلوماسی لاندی ديپلوماتان روزل کيږی او دا روزل شوی دیپلوماتان بايد دافغانستان دژبو سره آشنا وی ترڅو هلته دوباره دجاسوسی اډی جوړی کړی، او هلته خلکو ته اووایی چه ګنی تاسی پاڅون ووکړی تاسی ته خو حق نده درکړل شوی. په دی نوم یی اوس دپشتنو لپاره تلويزيونی چینلونواوراديویی دستګاوی جوړی کړی ترڅو افغانستان د خپل کلتوری اثر لاندی راولی او يو واری بيا بزکشی ته ميدان جوړکړی. شيخ رشيده زما دحقوقو فکر مه کوه انشآالله ستا دغه پاتی ديپلوماسی به هم ستا دهيواد د دوه مخی پالیسی آخری او يوه ناکامه پالیسی وی. ګرانه ګاونډیه هسی نه چه ستا دا نوی کلتوری ديپلوماسی سرچپه شی هسی نه چه دپښتونستان دسيمی داويده پښتانه راويښ شی او خپل زرين تاريخ سره اشناشی نوهسی نه چه داديو څو کلونو تاريخ دی دافغانستان په لرغونی پنځه زره کلن کلتور بدل شی. شيخ صاحبه لکه څرنګه چه د سی آی ای رپورت کال 2005 په واضح توګه ليکی چه پاکستان دکال 2015 پوری ددنيا په نقشه ميلمه هيواد دی. نو راشه اوس هم وخت شته دا دوه مخی پالیسی بدله کړه ديوه شه ګاوندی ورورپشانی داخلاصه ډکه دوستی وکړه، مه ډاريږه افغانان د ددوستی یو ځلاند تارېخ لری ستا دلاس جواب به په غيږ درکوی او که نه وی نوپه انجام یی ته هم ډیر ښه پوهيږی.