شاعري اوليکوالي دټاګورله لوړنوم سره داسې اغږل شوې لکه څرنګه چې دګل ديادولو پرمهال زموږ په ذهن کې وږمې په څپوشي دهغه شاعري اوسرودونه هم دګل په پاڼوکې پټووږموته ورته دي چې هر څوک يې په مينه بويوي .
مخکې له دې چې ددغه عظيم الشانه شاعرژوندته راشوپيل به ديوې اروپايي سيلانۍ له نظره وکړو چې دټاګورصيب په اړه يې ورکړى دى ماريالسکوني په هندليدمجله کې چې له نو ي ډهلي نه په يوه وخت په دېرشو ژبوخپرېږي دهنداوسيلانيان برخې په پاڼوکې کاږي :
(( زه لسګونه کاله پخواچې شل کلنه پېغله وم اوهرچابه مې ښکلاته ګوته په غاښ اېښوده اوډېروښاغلوراسره واده اوخبرې کول دخپل ځان لويه نېکمرغي ګڼله ماپه کتابونوکې دهنددادبياتواوفلمونوښکلې کيسې لوستې وې اوداهغه څه ووچې زه يې په هندمينه کړې وم اوهندي اثاربه مې په مينه لوستل ، يووخت داسې هم راغى چې هندته مې دتلوشوق وکړ،اوهمداسې وشول ، لاړم دهندپه ډېروهغه ځايونووګرځېدم چې مايې په ژوندکې دليدلوارمان درلود ، خويوه خبره چې ډېره دپام وړوه هغه داوه چې چابه وليدم نوبيابه راپسې ولاړووچې دغه تاثيرزمادبې ساري ښکلااوځانګړي نوي غربي سټايل ووچې ډېره ښه ورسره ښکارېدم ، په هندکې له ګرځېدو ورسته مې بنګال ته دتلونيت وکړهلته مې لوستي وو چې دبنګال دعلومواکاډمۍ اوحکومت درابندررانات ټاګورپه نوم ددغه سترليکوال په احترام يوپوهنتون جوړکړهغه دچاخبره زمالپاره خپل حسن غم ووچې هرځاى به يې ځورولم ، بنګال ته ورسېدم دهغه ځا ى خلک هم هندوانوغوندې وويوازې په طبعيت کې يې يوڅه بدلون وو،زه په بنګال کې مخامخ هماغه پوهنتنو ن ته لاړم خودلته خبره بله وه چاهم زماپه خوادومره نه راکتل
زه دبنګال پوهنتون دادبياتوپوهنځي يو ې ليليې ته لاړم خو هلته خبره بل ډول وه ، يوه ډله کسان په يوه کتاب راغونډاوپه ارام سره يې دهغه کتاب ليکنې لوستې سره ددې چې ځوانان ووخو زماحسن ورته کوم اهميت نه درلودحتى دسلام ځواب يې هم رانه کړ زه حيرانه شوم چې دادکوم کتاب اثردى چې زه يې دومره بې ارزښته کړم خو وروسته مې چې وکتل نوهغه دټاکوريوه شعري ټولګه وه چې دوى يې زماله ياغي حسن بې پرواکړې وو،ماهم يوڅه شعرونه ورسره ولوستل خوماتې خوړلي راستنه شوم او وپوهېدم چې دټاګورشعرونوزماحسن مات کړ)) ،
٭٭٭
داخوديوې سيلانۍ خبرې وې اوس به راشم ټاګورته اوپه سرکې بايدووايم چې دهغه پوره نوم رابندررانات ټاګور، دى .
اوګېټ انجلي اثريې دنوبل نړيواله جايزه په لوړسترګورګټلې ده چې نه يوازې دبنګال اوهنددادبياتولپاره وياړدى بلکې دټول ختيځ شمله يې دلوديځ په وړاندې لوړه کړې ده . دهغه اثاراوس مهال دنړۍ هرې ژوندۍ ژبې ته ژباړل شوي اوخلکويې په مينه اوخوراهرکلى کړى دى .دټاګوردژوندپيل اوپاى له عجيبه رازونواورنګينونه ډک دى دهغه کورنۍ وه چې هندي موسيقي ته يې په خپلواستادانه کمپوزونواوشعرونوپه نړۍ وپېژنده . چې په لنډ ډول به ځغلنده نظرورباندې وکړو. اودهغه په ډرامو، نندارليکونو، ناولواوکيسوبه خبرې وکړو
ټاګور په ١٨٦١مېلادي کال دمې دکلکتې ښارپه اومه ناحيه کې ددوارکاناتهاټاګورلين په يوه برهمنه کوڅه کې په يوه بډايه اومشهوره کورنۍ کې چې په علم ادب ،هنراوموسيقۍ کې يې نړيوال شهرت درلود، وزېږېد، دهغه کورنۍ له يونيم سلوکلونوراپه دېخواله غربي فرهنګ اوکلتورسره نه شلېدونکې اړيکه لرله خودهنداوهندويزم سره يې هم نه شلېدونکى تړاوودرلوداودخپلونيکونوپه څېريې په درنه سترګه ورته کتل ، اوخپل زاړه روايات يې نه ووهېرکړي نوله دې امله دټاګورپه شخصيت کې زاړه کړه وړه اونوي ښايستونه دواړه ليدل کېږي .اوبې تعصبه ژونديې ژونديې وکړ،هغه ليکنې له غربي کلتورله زړه وړونکي رنګ سره سره دشرقي ادب په زړه پورې خوشبويي هم لري ،ټاګورپه دريالس کلنۍ کې مهاريشي يادهندوانوپه وينالوى مرشدله ځان سره دمعرفت په لټون دهماليې غرونوته بوته، په اولس کلنۍ کې بياخپل مشرورورجيوتندرنات چې په تاريخ کې په جيوتي بابومشهورو، په ده دلندن اکثره کلبونه اوکالجونه وليدل دهماليې په لمنوکې يې له خپل پلاره بهګوت ګېتا، اوکرشنانصحتونه اورېدل ، اوپه لندن کې يې دانګريزي تعليم ترڅنګ غربي ساز او اواز او د نڅا نندارې په نصيب شوې هغه دوارک انتاهلين په درې پوړيزه ودانۍ کې دژوندله ښو اسانتياوو څخه برخمن وو اودبنګال دپدماسيندپه غاړه يې دځوانۍ اودشاعرۍ دپيل چکرونه ووهل
خودومره لوړ ژوندسره سره يې ددې سيندپه غاړه په کښتۍ کې څوورځې ديوه مزدورپه توګه تېرې کړې ، دلندله سفروروسته يې دشلډادبزګرانوپه کلي کې داستوګنې په مهال دبېوزلانوله ترخه اوستونزمن ژوندنه هم پوره خبرشو ، دنړۍ په دري څلوېښتوهېوادونوکې به مشرانودسفرپه مهال ګلان اوهارونه په غاړه وراچول اوسلګونوکمروبه يې تصويرونه اخيسل ، دغه متضادوپېښودټاګورپه شخصيت کې ديوه لوړانسان په نوم وده وکړه اوله هغه نه يې يولوى سترګورانسان جوړکړ.په سرکې يې په ډراموپيل وکړاوپه ټوله نړۍ کې يې ډرامې مشهورې شوې ، تردې چې دفوست افس ، راجه اورراني ، اونورې ډرامې يې په لندن ، روسيه ، اېرلنډاونوروهېوادونوکې دنړۍ پياوړممثلينوپه کورټ تياتړکې په خوښۍ تمثيل کړې ، دهمدې په سبب غربيانودهغه زماني شکسپير، اوهندوانو ګردو لقب ورکړچې دلوى مر شدمانالري .
نوموړى هغه شاعردى چې په کميت کې دنړۍ ډېرکم شاعران ورسره سيال دي اودده غوندې ټولمنلى شخصيت اواثارلري ، ده ترزرو زيات شعرونه تردوه زرو زياتې ترانې ولنډنکلونه ، رومانونه ، ډرامې مقالې اوادبي ټوټې وليکلې . دهندځينې شاعران چې په تاګوريې زړه بايللى وايي چې ټاګوردهندځمکې ته ديوه اسماني پيغمبرپه څېرراغی له ژبې يې دلفظونوپه ځاى اورشيندل کېده هره خوايي دادب اوهنرلمبې وشيندلې اودهندوستان ټولې خامۍ اوپستۍ يې په کې لولپه کړې خودابايدووايوچې هغې يوازې ددې ډګرپهلوان نه ووپه موسيقۍ ، تمثيل ، اوکمپوزجوړونه کې يې هم ډېروکسانوميدان ګټلى وو. اکثره يې ديوه ړانده سادهو تمثيل په غاړه وو ، په دې سربېره هغه په شپېته کلنۍ کې انځورګرۍ ته هم مخه کړه اوپه ١٨٤٠کال کې يې دچتراليبي په نامه دخپلوانځورونولومړۍ البم خپورکړخوکله يې چې په په ١٣ ١٩کال ګېټ انجلي چې مانايې دسندرونزرانه ده دنوبل نړيواله جايزه وګټله په نړۍ کې يوشورجوړشوله ګوټ گوټه ورته دمبارکۍ پيغامونه راغلل ، ګڼ سفرونه يې وکړل اونږدې په ټوله نړۍ کې يې هندي فلسفه شرحه کړه حتى په ١٩١٥کال کې انګرېزانودsir لقب هم ورکړخوکله چې انګريزانوپه امرتسرکې په بې ګناه هندي وګرومرمۍ وچلولې اوقتل عام يې وکړنودغه لقب يې ورمستردکړ اودايې دځان سپکاوى وګڼلوهغه به چې دنړۍ کوم هېوادته سفروکړنو ديوه ولسمشر غوندې هرکلى يې کېده اوخلکوبه يې ددنندارې لپاره ځاى نيوه. په دغه سفرو نوکې دهغه ناسته پاسته له وزيرانواوولسمشرانوسره وه اپه ګڼوادبي جايزووياړل شو په بنګال کې په ده يوه نيوکه داوه چې بنګالي سمه نه ليکي نوځکه دبنګال پوهنتون ورته افتخاري دکتورامنظوره کړه خوکله يې چې دنوبل جايزه واخيسه نودبنګال پوهنتون سترګې وغړولې چې دهغه به باب يې لويه جفاکړې دده عظمت ته يې غاړه کېښوده اودډاکتراف لېټرېچرډګري يې ورکړه ، ددې تورپه ځواب کې ده ويلي ووچې زما د اثار ژبه بايدانګريزي وي خوسرچينه يې دې زماخپل وطن يعني دبنګا ل اوهندشنې درې وي .خوداپه دې مانانه ده چې ګن هغه بنګالي هېره کړې وه دهغه اکثره خوندورې کيسې اوترانې په بنګالي ليکل شو ې وروسته له دې له لسګونوپوهنتونو چې اکثره يې امريکايي ووده ته افتخاري ډګري ګانې ورکړې
که څه هم هغه په ځوانۍ کې دوېشنوا ادبي بنګالي مکتب اثارلوستي وو اوترتاثيرلاندې يې ووخوورسته يې ورسره دخپل خيال اوفکرمالګه ګډه کړه او خپل مکتب يې رامينځ ته کړچې دغربي زړه وړونکي کلتوراوشرقي بې ساري ښکلاګانوڅخه ګډيودريم ترکيب ووچې هرچاپه کې خپل ځان موندلى شو
دټاګورټول تاليفات راټولودومره اسانه نه دي ځکه به نه وي چې دهنديوه مشررومن لال اودهغه پيروانود ى دخپل وخت افلاطون بللى خوځيني مشهور اثاريې په لاندې ډول دي
1. ګېټ انجلي (دسندرونذرانه )نوبل ګټونکى اثرچې دنړۍ په هره ژبه کې ترجمې شته اوپه پښتوکې هم په منظوم اومنثورډول پيداکېږي ،
2. باغوان : ناول
3. چترارنګدا: منظومه ډرامه
4. چهوټوګلپا: دپنځلسوافسانوټولګه
5. سناسي : ياني دزړ ه غوښتنه
6. پربهات سنګېهېت : ياني دسهارسندرې
7. چټهي پاتر: دهغه ادبي ليکونه
8.چترا:دنکلونوټولګه
9. ګلپاڼه : دنظمونوټولګه
10. شانټي نېکټن : دهغه ويناوومجموعه ده چې هغه په خپل پوهنتون کې خپلو شاګردانوته اورولي دي
11. ګورا: دټاګورلومړ ى سياسي ناوول
12. ټېشردېش : تمثيلي ډرام
13. circle spring (د پسرلي کړۍ )دانګريزي شعرونوټولګه
14. چيتاپترا(څيرې شوي ليکونه )دمينې دځانګړوليکونوټولګه
15. کرم پهل (دکارمېوه )دبزګرانودژوندانځوونکى ناول
16. يورپ جايتراډايري (داروپايي ګرځندوى ليکونه (
17. راج رشي (دعالمانوپاچا)ناول
18. سونرتاري (زرينه کښتۍ )چې دهغه دځوانۍ دوخت شعرونه په کې راغلي دي
19. ان ډرک (په تياره کې )ناول .
همداسې دې ته ورته په سلګونونورپه زړه پورې کتابونه چې دلته يې دټولوراوړل ناشوني دي اوډېرۍ يې هغه په لسګونومستعارونومونوخپاره کړي هغه خپل ټول مستعارنومونه له مړګ نه وړاندې په ډاګه کړل چې بياتاريخ ته کومه ستونزه پاتې نه شي .
بې له اخره يوه ورځ داسې راغله چې دغه نړۍ ليدلى شاعرپه کې له نړۍ نه مخه ښه وکړي ادبنګال له شنودرونه يولو ى انسان کده وکړي هغه په ١٩٤١زېږديزکال داګسټ په اومه داتياکالوپه عمرپه کلکته کې سترګې پټې کړې اونوم يې دنړۍ دادبياتوديوه خواږي پلارپه توګه دتاريخ په پاڼه پاتې شو اوله سترګوداوښکوبهيرونه رامات شو ل په وروستيوکې تاسې ته دهغه له کېټ انجلي څخه دپنځه شپېتم سرودژباړه ډالۍ کووچې دهغه دجادوګرانه الفاظواواوزورورنثرڅخه خبرشى اوبه پوهېږى چې له خپل خدايه دمعشوق جوړول څومره لوړکاردى
٦٥سرود
څه خوشته چې تازه دومره خوشحاله ساتلې يم داهم بې څه نه ده چې ماته راښکته شوى يې ،خواې داسمانومالکه که زه نه وى نوستامينه به چېرته وه ، تازه په دې خپل دولت کې له ځان سره شريک کړى يم ،اوزمازړه دې له خپلې تلپاتې مينې نه ډک کړى دى ستارضازماپه ژوندکې تل مختلف سردونه غوره کوي په همدې عرض اې پاچاهانوپاچازمادزړه داسيرولوخپل ځان په بهترين حسن اوجما ل سينګارکړى دى اوددې غرض لپار ه تادخپلې مينې غوښتونکي ،په مينه کې ورکوي اوبياددې دواړوله مينځه دبشپړيووالي په صورت ښکارېږي
له لوستلومومننه
ماخذونه
1. هندليد، شپېتمه ګڼه ، نوى ډهلى ،پښتوګڼه دسيومن سوچي ليکنه
2. ګېټ انجلي ، پسرلي محمدصديق ژباړه
3. ګېټ انجلي . داستادرشادژباړه
4. دټاګورپه اړه دعبدالغفورروان فرهادي ليکنه
5. دصفاراډيوطلايي پاڼې خپرونه کې له استادغضنفرسره بحث
6. دصفاراډيوښکلاشېبې خپرونه کې دمصطفى سالک سره بحث
7. انډيالېټرېچروېپاڼه
8. په ننګرهارپوهنتون کې دادبياتوپوهنځي دهندي څانګې استاد ( کپورصيب )سره مرکه
اونورې بېلابېلې ادبي کورنۍ اوبهرنۍ وېبپاڼې