مساپر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32751
ګل رحمان رحماني
دخبریدو نیټه : 2010-02-07


     ته دماښام په تياره کې ناوخته ستړى ستومانه راورسېدې په ساه کې دې دستړيانښې خور ې وې اوپه ښکلي مخ دې دلومړي ځل لپاره دسفرګردونه پراته وو چې ستاښکلايې دپيکه کېدوپه ځاى لارابرسېره کړې وه
        خوزه پوهېږم چې په شونډودغوړېدلې موسکادپردېسۍ اوستړياله درده ډکه ده اوسخت ارام ته اړيتالرې نوځکه خوماپه زړه کې ستادديدن تنده وساتله اوهغوشېبوته انتظاروم چې ستړيادې ورکه شي اوپه څېره ددې يوځل بياطبيعي ښکلاوزرونه وغوړوي

.ته ډېر زراوه شوې اودخوب پرښتودې وپه خپلولاسونوښکلې سترګې درپټې کړې زه دکټ ترڅنګ ټوله شپه ويښه ناسته وم کټ مټ دهغه ماشوم په څېرچې خپل کورته راشي نوپلاريې داوږدې مساپرۍ نه راغلى وي خودده دورتګ په مهال اوده وي زماله سترګوخوب تښى وو يوازې تاته مې کتل چې په څېر ه دې يوډول نارينه رعب خوروو کله به مې احساس کړه چې ته ماته ګورې اوهرنظر مې څارې .زه ټوله شپه ويښ ناست وم اوددې انتظارمې کاوه چې خوب دپوره شي اوله راويښېدوسره سم درته له ګيلواوخبروډک زړه تش کړم اوپه غېږکې دې پناه واخلم .

    دنيمې شپې نه هاخوازه هم دخوب يوې څپې واخيستم په خوب کې مې ليدل چې ستړيادې لرې شوې وي اوخبرې راسره کوې
    دسهاردمرغانوپه شورماشور راويښ شوم په ورخطاډول ستاکټ ته درغلم پښې مې لړزېدلې خوکټ دې خالي وو په منډه لاړم ټولې کوټې مې وپلتلې په انګړکې هم څوک نه وو دباندې ووتم دسهاردلمرڅرک سره وړاندې په صحراکې يوسيورى له کلي روان وو مخ ته مې له قهره څپړه ورکړه په اننګومې ديوې تاندې بوسې لوندوالى حس کړ،هلته وړاندې په صحراکې ته زماله سترګوپناه شوې اودلته بادزماپه اننګودغه لوندوالى وچ کړ