د جنوبي آسيا په لوبو کي افغانستان ١٩ مډالونه ګټلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32753
شکرالله طاهري
دخبریدو نیټه : 2010-02-07


د جنوبي آسيا هيوادونو ترمنځ د فټبال، باسکيټبال، واليبال او بیلابیلو رزمي لوبو په لړ کي چي د افغانستان شاوخوا ١٥٠ لوبغاړو ګډون لري ، افغان لوبغاړي تر نورو وختونو ډېر پکښي ځلیدلي دي.
په دې لړ کي د افغانستان د باسکيټبال لوبډلي د جنوبي آسيا د لوبو اتلولي خپله کړه او د فټبال لوبډله هم پايلوبي ته وتلې ده، چي سبا د دوشنبې په ورځ به يې د بنګلدېش له هيواد سره ترسره کړي.
افغان لوبډلو په دې لړ کي ټول ١٩ مډالونه چي درې د سرو زرو، اته د سپينو او اته د ميسو دي ګتلي دي.
دغه لوبي، د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلدېش، بوتان، سريلانکا، مالډيو او نيپال هيوادونو ترمنځ رواني دي.