د ودانېو جوړونه - ۲ برخه (دانجینراسدملکزي لیکنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32817
انجینراسدالله ملکزي
دخبریدو نیټه : 2010-02-08

بنسټ ايښودنی (تهداب کاري):
د ېوې ودانۍ بنسټ (تهداب) په دوو ﻻرو ايښودل کيږي:
1، هواربنسټونه (تهدابونه):
١، ليکه يې بنسټونه
٢، ځانګړي بنسټونه
٣، پلن تخته يې بنسټونه
٤، ښانک يا تشت ډوله بنسټونه

2، ژور بنسټونه (تهدابونه):
١، موګې يې يا ميخي بنسټونه
٢، تير ډوله بنسټونه
٣، څاه يا کوهې ډوله بنسټونه
٤، د هوا د فشار په واسطه بنسټونه ( د فولادو يا د کانکرېټ څخه جوړ شوې صندق چې په لووړ فشار د اوبو ﻻندې ورڅخه کار اخستل کيږي)

هوار بنسټونه (تهدابونه)
بنسټونه (تهدابونه) خپل ټول بار او زور ﻻندې پر ځمکې واردوي چې ددې سره ښکته په ځمکه کې دا وزن پراخيږي چې دا د تهداب ﻻندې د 45 درجو زاويې سره فشار تقسيميږي. که چېرته سړې په دقيق سره د تشنج تقسيم باندې پوهېدل غواړي، نو باېد سړې بنسټ او د هغه خواص په پوره ډول نظر کې ونيسي. د دا ډول ارتباط څخه داسې نتيجه ﻻس ته راځې چې د تهداب ﻻندې برخو کې د فشار پوتنسيال په وجه لکه د داېرې او همدا رنګه د پياز غوټي په شکل ( لکه څنګه چې په شکل کې ښودل شوېدې)، ېو حالت غوره کوي چې دا ورته سړې پيازي فشار هم وېلې شي.
د ېو پلن بنسټ (تهداب) پيازي فشار نظر ېو نري بنسټ (تهداب) ته زيات وي.

ليکه ېې بنسټ (تهداب):
دا ډول بنسټونه (تهدابونه) د هغو ودانېو ﻻندې جوړيږي، چې په مساوي ډول سره تقسيم شوې بار (وزن) ولري. لکه دېوالونه، تيرونه او تکيا ګانې.
ليکه ېې تهداب د کانکرېټ څخه په اږدوجوړيږي، که عرضاني مقطع ته يې نظر وکړو، نو د ېو مستطيل شکل لري. که چېرته پر ليکه يي تهداب کوم ځانګړې بار (وزن) راځي، نو ددې د پاره باېد دغه تهداب د فولادو او کانکرېټ (اهنکانکرېټ) ېوځاې جوړ شي. د عادي ودانېو د پاره د پلان له مخې همدا ليکه يي تهداب کافي دې، د لوړو ودانېو او يا د هغو تهدابونود پاره چې مختلف لوړوالې لري، پلن تخته ېې بنسټ (تهداب) ضرور دې او دا ټول باېد په نقشه کې وښودل شي.

د فوﻻدو او کانکرېټ (اهنکانکرېټ) څخه ګډ ليکه ېې بنسټ (تهداب):
دا ډول بنسټونو (تهدابونو) ته هغه وخت هداېت کيږي:
چې ځمکه ډېره خرابه وي
د هغو دېوالونود پاره چې زيات وزن ولري او د تهداب کانکرېټ ېې زښت زيات وي
د ځانګړو بارونو(وزنونو) د پاره لکه تکيا ګانې
د نوي ودانېو د پاره د ځمکې ﻻندې د اېلېکتريکي لېن ضميمې ته هم هداېت شوېدې.
د بېروني دېوالونو ﻻندې تهدابونوګردچاپېر د ېوې جستو څخه جوړه شوې پټۍ چې مقطع ېې 30 په 3،5 مليمترو کې او همدا رنګه 25 په 4 مليمترو کې د هغه سطحې ﻻندې کوم چې د لندبل د مخنيوې د پاره ورکړل شوېدې، جوړ شي. ېوه فوﻻدي کړۍ چې کم تر کمه 1،5 متره اوږودوالې ولري، د تاکاو د فرش څخه د 30 سانتي مترو په اندازه پورته د دېوال نه بهر وښودل شي.

ځانګړي تهدابونه:
دا ډول تهدابونه د ېوې ودانۍ هغې برخې ﻻندې جوړيږي چې ځانګړي بار (وزن) لري لکه: تکېا ګانې، تيرونه، روزانونه او همدا رنګه نور. د تېار ځانګړي تهدابونو د پاره خاص مناسب ځاېونه دي چې دې ته سړې پوخ تهداب هم وېلې شي.
د ځانګړي تهدابونو د اندازه کولو د پاره باېد د کانکرېټ د سختوالي درجه او ﻻندې په ځمکه کې د بار د پراخېدو زاويه په نظر کې ونيول شي. د تهداب پراخوالې باېد د ځمکې د ځبېخلوقابېليت له مخې وټاکل شي.
د تهداب هغه برخه چې د دېوال څخه ډډو ته واقع دي په ﻻندې فرمول سره ټاکل کيړي:
e = (b-d)/2
b- د تهداب پراخوالې
d- دبار پراخوالې


د تهداب لوړوالې:
د موادو د سپما د پاره باېد سړې چې څومره کوې شي، هومره د تهداب د جګوالي څخه ډډه وکړي. د
h:e
تناسب په ارتباط د وزن د پراخوالي زاويه ټاکل کيږي چې دا په ﻻندې جدول کې چې د معېار (نورم) له مخې جوړ شوې ټاکل کيږي.

s اجازه ورکړل شوې د ځمکې د ځبېښلوقابېليت

MN/m2

د کانکرېټ د کلکوالي درجه

0,50

0,40

0,30

0,20

0,10

اجازه نه ده ورکړل شوې

2,0

2,0

1,6

B 5

2,0

2,0

2,0

1,6

1,1

B 10

2,0

1,8

1,6

1,3

1,0

B 15

1,6

1,4

1,2

1,0

1,0

B 25

1,3

1,2

1,0

1,0

1,0

B 35

د تناسب منځنې ارزښت باېد په نظر کې ونيول شي

د ېو بنسټ (تهداب) محاسبه کوونه:
مثال: د ېو مربع ډوله ځانګړي بنسټ چې د:
B 15 د کانکرېټ مارک
30 cm X 30 cm د پاېې د ډډو اوږودوالې
200 KN د پاېې وزن
0,30 MN/m2 د ځمکې د ځبېښلو قابېليت
د بنسټ (تهداب) خپل وزن فعلاً په نظر کې نه نيسو.
دلته غواړو چې د بنسټ (تهداب) اندازه او د خمکې د ځبېښلو قابېلست په ثبوت ورسوو.
1، د بنسټ د پراخوالې معلومول:
σ = F/A A = b2 b2 = F/ σ
b = 0,2 MN m2 / 0,3 MN = 0,666m2 b = 0,816 m
b = 85 cm مونږ انتخابوو

A – مساحت
b – پراخوالې
F – وزن يا بار
σ– د ځمکې د ځبېښلو قابېليت
، د بنسټ د لوړوالي معلومول:
0,30 MN/m2 د ځمکې د ځبېښلو قابېليت
B 15 د کانکرېټ مارک
α = 58º
تناسب د جدول څخه 6،1 اخلو چې دا د 58 درجې زاوې سره تطابق کوي h:e دپاره
e = 0,85-0,30/2, e = 0,275 m, h/e = 1,6 h = 1,6 . e = 1,6 . 0,275 = 0,44 m
h = 0,45 m انتخابوو
دځمکې دځبېښلو قابېليت ثبوت:
8,5dm . 8,5dm . 4,5dm . 2,5kg/dm3 = 8,13kN
د پاېې بار + د تهداب وزن 200 + 8,13 = 208,13 kN
σ = F/A = 208,13 kN / 0,85 . 0,85 (m2) = 287 kN/m2
σ = 287 kN/m2 ≤ σ = 0,3 kN/m2
1،د بنسټ اقتصادي حالت:
h / e = 1 α = 45º
2، د بنسټ غېر اقتصادي حالت:
h / e = 2 α = 63,5º

پلن يعنې تخته ېې بنسټ (تهداب):
تخته ېې بنسټ د ټولې ودانۍ ﻻندې د فوﻻدو او کانکرېټ (اهن کانکرېټ) څخه جوړيږي.
دا ډول بنسټ هغه وخت ضرور دې چې:
د ودانۍ ﻻندې د ځمکې د بار وړلو قوت ېې کم وي
د ودانۍ ﻻندې ځمکه د مختلفو ډولونو څخه تشکيله شوې وي
د هغو ځانګړو بنسټونو (تهدابونو) د پاره چې ېو بل ته نږدې واقع وي
د ودانۍ ټول مجموعي بار په دغه تخته ېې بنسټ وېشل کيږي او ددې په وجه پر ځمکې د فشار اندازه کميږي. نظر مېخانيکي شراېطو سره تخته ېې بنسټ ېا ېواځې پورته برخه او ېا پورته او ښکته برخې د فوﻻدو سره مجهزيږي.

ښانک ېا تشت ډوله بنسټونه (تهدابونه):
ښانک ډوله بنسټ هغه وخت ضرور دې چې نه ېواځې عمودي بلکه افوقي او مېلاني وزنونه هم پر ېوې ودانۍ واقع کيږي. د ودانۍ ټول بار د تخته ېې بنسټ او د شاه او خوا دېوالونو په واسطه ﻻندې ځمکې ته انتقاليږي. ﻻندې تخته ېې بنسټ، شاه او خوا دېوالونه او منځني دېوالونه ټول په ېو واحد سره قوي تړل کيږي.

\ژور بنسټونه (تهدابونه):
دا ډول بنسټونه په هغه ځاېونو کې په نظر کې نېول کيږي چې ځمکه په کافي اندازه اوبه ولري او هم د ځمکې د بار وړلو طاقت کم وي. دا بنستونه (تهدابونه) لکه د موګې (مېخ) په ډول جوړيږي چې دا د ځمکې د کمزورې برخې څخه تېريږي او تر هغه ځاې پورې ننويستل کيږي چې د ځمکې هغه ځاې ته ورسيږي چې د بار وړلو طاقت ېې زيات وي.

موګې (مېخ) ډوله بنسټونه (تهدابونه):
د موګې د محورونو له ﻻرې د ودانۍ ټول بار ځمکې ته انتقاليږي. موګېې بنسټونه د ځاې پر ځاې اچول شوې کانکرېټ او يا د تېاره جوړشوې موګېو څخه جوړيږي.
ځاې پر ځاې جوړ شوې موګې چې سړې ورته برمه يې موګې هم وېلې شي، په هغه ځاې کې چې ودانۍ جوړيږي، ځاې په ځاې د فوﻻدو او کانکرېټ سره ګډ او يا ېوازې د کانکرېټ څخه جوړيږي. لوړترين قطر ېې 2،5 متره او تر 50 مترو پورې په ژورو کې جوړيږي. په هغه ځاېو کې چې ځمکه ېې نرمه ده باېد د نلونو څخه هم استفاده وشي او بيا د کانکرېټ اچولو په وخت کې دا نلونه ورو ورو بېرته وويستل شي.
تېار جوړشوې موګې (مېخ) چې د اوسپنې، لرګي، کانکرېټ او يا د فوﻻدو کانکرېټ (اهن کانکرېټ) څخه جوړ شوې، په ځمکه کې په ټک وهلو، په غورځولو، ښورولو او يا تېاره برمه شوې سوړي کې ننويستل کيږي.
د فوﻻدو کانکرېټ (اهن کانکرېټ) موګېو مقطع: ګرد، مستطيل، مربع او يا د ډبل ┬ په شکل وي. د موګې قوت د هغه د ځبېښلو تېزوالي او د اطراف د سولېدو له مخې د ځمکې د خاصيت په نظر کې نيولو سره دننه د ځمکې هغه ځاې ته چې د بار وړلو طاقت ېې ډېر وي، انتقاليږي.

تير يا غشې ډوله بنسټونه:
ددې د پاره چې تير ډوله بنسټونه د ودانۍ د پاېو او دېوالونو دکونجونو او يا د دېوالونو هغو نقطو چې ېو پر بل لږېدلي وي، وزن په غاړه واخلي، نو دا دننه په ځمکه کې تر هغه ځاې پورې په کانکرېټو او يا په کانکرېټو او فوﻻدو ګډ مجهزيږي، چې په کوم ځاې کې د بار وړلو طاقت زيات وي.
اصلي بنستونه د فوﻻدو او کانکرېټ څخه جوړيږي، خو ددې په سر تيرونه د کانکرېټ، فوﻻد او کانکرېټ او يا د تعميراتي خښتو څخه جوړيږي چې د ېوتير پاې د بل تير دسر سره نښلول کيږي.

څاه يا کوهي ډوله بنسټونه:
څاه يا کوهي ډوله بنسټونه د ېو فوﻻدو او کانکرېټ (اهن کانکرېټ) او يا د اوسپنې استوانو څخه چې منځ ېې تش وي او ﻻندې په خوله کې ېو پرېکوونکې لري، ېوې پستې ځمکه کې د استوانې په خپل وزن ورو ورو ښکته ننوځې، کله چې ېوه استوانه خلاصه شوه نو بل د هغه په سر ايښودل کيږي البته غېر د پرېکوونکي څخه، تر هغه وخته چې د ځمکې کلکې طبقې ته ورسيږي، بېا د هغه نه وروسته دا تش څاه يا کوهي د کانکرېټ څخه کانکرېټيږي. د دا ډول څاه ګانو قطر د 1 نه تر 3 مترو پورې وي.