د پردو روزل شوي طفيليان څوك دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3290
ع .م كندهار
دخبریدو نیټه : 2005-07-22

ما پرون د سونونګم د پروګرام د بې نظمۍد پړې پړى د افغانستان د افغانستان د اطلاعات و فرهنګ وزارت غاړي ته اچولى و، خوښ يم چي د دغه وزارت پر سر يې اور بل كړى، او باختر اژانس يې داسي غبرګون ښوولى چي له ورايه دا ښيي چي د دغه وزارت د سرغنه (رهين) لمن نوره ورته له ښكته كيدو نه ايسي، ځكه يې نو زما اعتراضونه د خندا وړ، د ژورناليزم له آرونو ليري او.... بللي دي.

اول خو دا وايم چي زه ژورنالستيك خبر نه خپروم بلكي يو تحليل كوم، زما تحليل دا دى چي د دغه وزارت بې كفايتي نوره څېړني ته اړتيا نه لري، كه ګران لوستونكي ( سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله كي) كتاب ولولي نو هلته به د ژورناليزم د آرونو په رڼا كي د اسنادو او شواهدو سره هغه څه وګوري چي كه ښاغلى رهين او د ده انډيوالان  شرم  پېژني بايد نه يوازي له دغي درنې فرهنګي چوكۍ څخه ځان ګوښه كړي بلكي بايد ځانونه ووژني.

دا چي زما رښتيا ته ماشومانه درواغ ويل شوي، نو له نېكه مرغه نن هغه زمانه تېره ده چي رهين خصلته څېرو به د دې خاوري د لوڼو او زامنو په حيثيت او ناموس لوبي كولې خو دغو بېوسو انسانانو به خپل د زړه آه او فرياد نه شواى اوچتولاى، خو نن زمانه بدله شوې ده، نن زموږ فريادونه، نه يوازي د رهين غوندي فرهنګ دښمنو د غوږو پردې څيرلاى شي بلكي د ټولي نړۍ ضمير ته تكان وركولاى شي.

دا رښتيا خبره ده چي زه د عمر له مخي ماشوم يم خو د خپلي رښتيا په اورېدو د رهين او د ده د بوټ پاكانو د جنايتونو توري ماڼۍ سوځلاى شم.

باختر اژانس وايي چي دغه وزارت ځكه ما ته غوږ نه ږدي چي زه په روحي ناروغي اخته يم، پرديو ته خدمت كوم او د دې ملت د بېشرمۍ سبب يم، خو پر دې ايمان لرم چي باالآخره زما او زما غوندي نورو سوځېدلو، وهل شوو او رټلوشوو ماشومانو د قلمونو تېغونه به د دغسي فرهنګي غلو تر مريو رسېږي، نن كه دوى راته غوږ نه ږدي، سبا به د زمانې په ساتول دا غوږونه غوڅيږي، او زموږ د عصر دا فرهنګي شرم به د تاريخ حافظې ته سپارل كيږي. په دې كي هم شك نشته چي زه او ما غوندي نور د دغي خاوري زامن د دغسي فرهنګي جنايتكارانو له لاسه په روحي ناروغي اخته يو او دنيا_ دنيا عقدې مو زړونو ته لوېدلي دي . باالآخره به له دغي ناروغۍ خلاصيږو، عقدې به مو له زړونو وزي هغه مهال چي خپل فرهنګ ته له دغه ډول پرازيټونو څخه د ژغورني واكسين وركړو.

موږ، د پرديو روزلي هم وايي، دا فيصله به هم نن وي كه سبا كيږي به، چي د پرديو روزل شوي څوك دي؟

رهين چي له كابله يې تهران جوړكړى، كه موږ چي په يوه لاس د نس مړولو هڅي كوو او په بل هم د فرهنګي او ملي غلو پر وړاندي قلمي مبارزه؟

درنو لوستونكو!

سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله كي ولولئ، قضاوت وكړئ! او د فرهنګي غلو په وړاندي د قلم تېغونه راوباسئ!

دوى ډارن دي، دوى ناكام دي، دوى شرمېدلي دي.

زمانه زموږ پر خوا ده، برى زموږ ور ټكوي، هركلى ورته وواياست!

دا دى زموږ د افغانيت پيغام.