کله
کله چي وینډوز ایکس پي دیولړ ستونزو سره مخ سي ، هره ستونزه دیوې تېروتني پيغام (Error Message) په بڼه تاسو ته ښکاره کوي او درنه غواړي چي دحلېدو لپاره ئې دمایکروسافټ ویب پاڼي ته راجع سئ .
البته کله چي تاسو انټرنیټ ولرئ باید ستونزه راجع کړئ او که انټرنیټ ته ستاسو کمپيوټر وصل نه وي ، بیا اړیاست چي نوموړی پيغام بند کړئ او خپل کار ته دوام ورکړئ .
ددې لپاره چي دغه مزاحمت ستاسو له نظره لیري پاته سي ، دغه لاندي موضوع تعقیب کړئ.
۱:-
د ډیسک ټاپ پرصفحې د My Computer ایکن د ښي لاس کلیک کړئ ، که دغه آیکن پر ډیسک ټاپ موجود نه و، نو د سټارټ مېنو څخه My Computer پيداکړئ ، که بیا هم نوموړی آیکن دسټارټ مېنو پر مخ نه څرګندېده ، دغه لاندي کارونه ترسره کړئ .· a
: د Desktop صفحې پریوه خالي ځای دښي لاس کلیک وکړئ .· b
: له څرګندي سوي مېنو څخه د Properties کمانډ انتخاب کړئ .· c
: یوه کړکۍ راخلاصیږي ، له دې کړکۍ څخه د Desktop برخه کلیک کړئ .· d
: دکړکۍدلاندي موقعیت څخه د Customize Desktop تڼۍ کلیک کړئ .· e
: یوه بله کړکۍ راپرانیستل کیږي د General کړکۍ څخه د My Computer خوښ بکس وټاکئ.
f
:- د Ok تڼۍ ووهئ .g
: اوس بیرته تاسو مخکنۍ کړکۍ ته راستنېږئ ، ددې کړکۍ څخه هم د Apply اوبیا د OK تڼۍ کښېکاږئ .h
: اوس به د Desktop پرصفحې د My Computer آیکن راغلی وي .۲:-
د Properties کمانډ له څرګندي سوي مېنو څخه انتخاب کړئ .۳:-
دښکاره سوي کړکۍ څخه د Advance ټوپ (tab) کلیک کړئ .۴:-
دکړکۍ دلاندي برخي دښي اړخ څخه د Error Reporting تڼۍ کښېکاږئ .۵:- د Disable Error Reporting
ټاکنه انتخاب کړئ ترڅو دتېروتني پيغام ددې نه وروسته ستاسو مخي ته ظاهر نسي .
په دې
په دې سربېره که غواړئ چي تاسو له خطرناکو او مهمو ستونزو څخه خبر کړي ، لاندي خوښ بکس
But Notify Me When Critical Errors Occur)
) انتخاب کړئ.