اپوزيسيون؛ د حكومت مخالف كه دهيواد مخالف

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3295
غلام جيلاني ځواك
دخبریدو نیټه : 2005-07-23

غلام جيلاني ځواك
 يونس قانوني چي د تفاهم د ملي شوري مشردي ځان او د تفاهم شوري د حكومت اپوزيسيون بولي، پريږدو به دا خبره چي د ولسي جرګي د انتخاباتو نه دمخه لا څه معلومه ده چي دي اودده دتفاهم شوري په پارلمان كي حتي د اپوزيسيون ځاي هم نيوي شه كه نه خود قانوني او دتفاهم دشوري ځيني غړو دكړنو نه كله كله داسي بريښي چي دوي د حكومت پرځاي د هيواد د اپوزيسيون رول لوبوي.
 د اضطراري لويي جرګي نه دمخه ښاغلي قانوني د صدارت عظمي د څوكي په تمه د كورنيوچارو دوزارت نه استعفي وكړه خو كله چي يي وليدل د صدارت مقام هيڅ په راتلونكي دولتي تشكيل كي نشته نو سخت خواشيني شو البته د پوهني وزارت څوكي ديوي مودي لپاره غلي كړ، خوكله چي د ولسمشري د ټولټاكنونه دمخه ښاغلي كرزي مارشال فهيم د خپل معاون په توګه ونه ټاكه نو ده هم دغبرګون په توګه د وزارت نه استعفي وكړه او دټاكنو سياليو ته ورګډ شو، دا بيله خبره ده چي ايله په سلو كي ۱۶،۳۰ رايي خپلي كړي.
 دهماغي شيبي نه چي قانوني اود تفاهم دشوري ځيني غړي د كابيني نه وويستل شول او عملاً د اپوزيسيون په ليكو كي ودريدل ډيرو كړنو يي داشك پيدا كاوه چي دوي دحكومت اپوزيسيون دي او كه دهيواد؟
 قانوني اوملګرو يي خپل ټول زيارو ويست چي دټولټاكنو مخه ونيسي اوهره شيبه به يي دټاكنو په وړاندي دتحريم توره ښوځوله. د تاكني په ورځ يي بيا هڅه وكړه چي ټاكني باطلي اعلان كړي خو څرنګه چي دي ډلي دملت ملاتړ نه درلود نو ټولي هڅي يي شنډي شوي ټولټاكني ترسره شوي اوهيواد د يوي اوږدي مودي نه وروسته د ملت لخوا ديو ټاكل شوي مشرتابه خاوند شو.
 دبده مرغه قانوني او دتفاهم شوري يي دټولټاكنونه وروسته هم ونشول كولاي يوسم او ملي دريځ غوره كړي، د ډيري حيرانتا خبره داده چي دتفاهم شوري حتي دملي مسايلو په هكله هم سم دريځ ندي غوره كړي، په ټوله نړي كي اپوزيسيون دحكومت سره كه هرڅومره اختلاف ولري ملي مسايلو او بيا په تيره د باندني ګواښونو په وړاندي اپوزيسيون او حكومت اوږه په اوږه سره دريږي اود ګواښونو مخه نيسي.
 ديومودي راپديخوا په افغانستان كي دترهګري پيښي زياتي شوي ، داپيښي زياتره د پاكستان سره په پوله نژدي سيموكي ترسره كيږي، تراوسه ډيرداسي اسناد اوشواهد موندل شوي اوډير شمير ترهګرو دنيول كيدونه وروسته اعتراف كړي چي دوي د پاكستان نه راليږل شوي دي.
 د پاكستان لخوا دترهګرانو ملاتړ دحكومت د سخت غبرګون سره مخ شو بيلا بيلو دولتي مقاماتو په څرګنده توګه دپاكستان حكومت د دوه مخي پاليسيو غندنه كړي ، دهيواد مطبوعاتو هم په دي ملي جګړه كي د قدر وړ برخه اخيستي اواوس هم ادامه لري، هيوادوالو د اپوزييسيون نه هم دا تمه درلوده چي د پاكستان لخوا زموږ په چارو كي دلاسوهني اودترهګري دملاتړ په وړاندي حكومت سره يومټ شي ترڅو زموږ دښمن په دي پوه شي چي افغانان كه خپلو كي هرڅومر اختلافات ولري نو دبهرني دښمن په وړاندي سره يودي، خو داسي ونشوه او قانوني اودهغه دتفاهم شوري په دي هكله چوپه خوله پاتي شوه، په دي هكله د اپوزيسيون چوپه خوله پاتي كيدل دخلكو په ذهنونو كي يوشمير سوالونه پيداكړيدي، دهمدي سوالونو په بنسټ د وطندار اونيزي په دي هكله دخپلي ۴۱ مي ګڼي په سرمقاله كي داسي يادونه كوي:
 " سوال اين بود واين است كه هميشه اپوزيسيون در انتقاد از دولت در صف اول قرار داشته است.واين طبيعي به نظرمي رسدكه درتمام مسايل ملي وبين المللي اظهار نظر نمايد وموضعګيري مستقل خود را اعلان نمايد. باوجود اينكه اتفاق نظربراين وجود داشت ودارد كه منشاٌ حوادث داخلي اخيرپاكستان مي باشد وآقاي قانوني نيز در مصاحبه اش با تلويزيون طلوع اذعان نمود كه پاكستان خواهان يك دولت وابسته درافغانستان است، اما اين كه چرا اپوزيسيون از جمله آقاي قانوني دراوج تنش ومداخلات پاكستان خاموش بودند، سوال است كه جواب آن به سادگي وبه روشني به دست نخواهد آمد".
 خوكه تاسي د خيبر د تلويزيون سره چي يوپاكستاني تلويزيون دي دقانوني مركي ته پام وكړي نو په ډيروضاحت كولاي شي پورتني سوال ته ځواب پيداكړي
 قانوني پاكستاني تلويزوني چينل خيبر سره په مركه كي د انتخاباتو په كمسيسيون ناباوري ښكاره كوي، د حكومت دروغي جوړي پاليسي ديوي ملي اجنډا په اساس نه بلكي د شخصي مفكوري زيږنده بولي او د راتلونكو پارلماني ټاكنوپه هكله شك ښكاره كوي او دخپل هميشني عادت له مخي يوشمير نوري نيوكي كوي، خو د خيبر تلويزيون ددي سوال په ځواپ كي چي په دي وروستيو كي دهيواد په جنوب كي دترهګري پيښي ډيري شوي او كرزي اوخليل زاد پاكستان په دي تورنوي چي افغانتسان ته ترهګر را ليږي، په حيرانونكي توګه دپاكستان په وړاندي يوځل بيا چوپه خوله پاتي كيږي اود سوال دځوابولو پرځاي وايي چي داخبره دكرزي نه پوښتنه وكړي.
 ددي خبري ساده مانا داده چي ښاغلي قانوني د حامدكرزي سره دپاكستان لخوا د ترهګرو دملاتړ اود افغانستان په چارو كي دپاكستان د لاسوهني په هكله په يو نظر ندي، او په هيواد كي د و روستيو بي امنيوشاته دپاكستان لاس يواځي دكرزي شخصي نظر ګڼي، نه يورښتوني واقعيت.
 اوس سوال دادي چي آيا په رښتيا هم قانوني په دي نپوهيږي چي پاكستان اوس هم د ترهګرو ملاتړ كوي، او ترهګري اوس هم دپاكستاني پولي نه پديخوا اوړي، اويالكه څرنګه چي قانوني ډيره موده په پاكستان كي وو، اودجهاد په بهير كي يي دپاكستان نه وسله والي اومالي مرستي ترلاسه كولي او دپاكستاني مقاماتو سره يي نژدي اړيكي درلودي. نو آيا اوس قانوني نه غواړي پاكستان سره خپلي پخواني اړيكي خرابي كړي، اوس يي هم دپاكستان په وړاندي خوله له اوبو ډكه ده؟كه اوس هم پاكستان سره څه ګډي ګټي لري او يا كه قانوني فكر كوي د اپوزيسيون وظيفه حكومت سره نه بلكي هيواد سره مخالفت دي؟