ایکس پي وینډوز کي دبېلابیلو لارو په استفادې کولای سئ یوزرونه جوړاو تري کار واخلئ .
دکمپیوټر مدیریت (Computer Management) له پروګرام څخه د لږې تجربې په درلودو سره یوزر او همداډول یوزر ګروپ جوړ کړئ .
کنټرول پانل کي کله چي تاسو یو یوزر جوړوئ ، کولای سئ چي دیوزر ترڅنګ دهغه انځور او همداډول دننتولو (Log in) یوه طریقه ورته انتخاب کړئ .
خو په دې پروګرام کي ددې دوو کارونو پرته نور ډېر څه دیوه یوزر لپاره انتخابولی سئ .
دیوزر جوړولو لپاره یوه ترټولو چابکه او دډېرو توانمندیو لاره همدا ده چي تاسو ئې دکمپیوټر د مدیریت له پروګرام ترسره کولای سئ .
دکمپیوټر مدیریتي پروګرام دکنټرول پانل له Administrative Tools پوښۍ څخه خلاصولی سئ .
ددې پروګرام د کارولو لپاره :
۱:- لومړی کنټرول پانل ته ولاړسئ .
۲:- د Administrative Management پوښۍ راخلاصه کړئ .
۳:- د Computer Management پروګرام کلیک کړئ ترڅو نوموړی پروګرام راخلاص سي .
۴:- کله چي پروګرام راخلاص سو، د System Tools لاندي د Local Users and Groups کمانډ انتخاب کړئ .
۵:- اوس به تاسو جوړ سوي ټول یوزرونه ووینئ ، چي دکړکۍ په کیڼ اړخ کي درته ښودل سوي دي .
د Administrator او Guest یوزرونو نه پرته ښکاره یوزرونه د Internet Information Server لخوا کار ول کیږي ، البته که مخکي نوموړی پروګرام (IIS) انسټال سوی وي .
اوس دلاندي ګامونو په اخیستو سره کولای سئ ځآن ته یو یوزر جوړکړئ !
۱:- لاندي ځای ته ځان ورسوئ .
Computer ManagementàSystem Tools à Local Users and Computers
۲:- اوس دښي لاس کلیک وکړئ او بیا دمېنو څخه پر New User ټک وکړئ.
۳:- د نوي یوزر لپاره یوه کړکۍ راپرانیستل کیږي ، ددې کړکۍ متنځایونه ډک کړئ ، اوکه غواړئ خپل یوزر ته پسورډ ورکړئ ، د Password مخي ته په متنځای کي ورته پسورډ ټایپ کړئ .
د User Must Change Password at Next Logon خوښ بکس :
که داټاکنه انتخاب کړئ ، دیوزر لپاره به ورکړل سوی پسورډ دلومړي ځل لپاره دکاروني وړوي ، په دې مانا کله چي دلومړي ځل لپاره کمپيوټر ته په خپل یوزر ننوت ، باید پسورډ ئې نوی کړي ، چي دهغې نه وروسته به دخپل نوي پسورډ په ذریعه ننوزي .
د User Cannot Change Password خوښ بکس :
ددې ټاکني څخه هغه وخت استفاده وکړئ ، کله چي نه غواړئ یوزر دي ددې اجازه ولري، ترڅو خپل یوزر ته بیا ځلي پسورډ ورکړي ، بلکې هغه ستاسو ورکړل سوی پسورډ به ورته کافي وي .
د Password Never Expires خوښ بکس:
که تاسو د Group Policy کانفیکور (Configure) کړې وي ، ددې ټاکني په ټاکلو سره به دیوه مشخص وخت نه وروسته پسورډ ونه ختمیږي .
دبېلګي په توګه که تاسو په ګروپ پالیسي کي ورته یوه میاشت انتخاب کړې وي ، ددې ټاکني په ټاکلو سره به دیوزر پسورډ دیوې میاشتي لپاره داعتبار وړ وي .
د Account is Disabled خوښ بکس :
ددې ټاکني په ټاکلو سره به دغه نوی یوزر جوړ سي ، خو غیره فعاله به وي ، او ترڅو چي غیرفعاله وي ، یادسوی یوزر به ددې توانایي ونه لري چي سیستم (وینډوز ) ته ننوزي ، ترهغه وخته چي فعاله سوی نه وي .
اوس د Create تڼۍ په وهلو سره نوی یوزر جوړ کړئ .
تېمورشاه یوسفزی - هرات
نېټه
۲۰۱۰/۰۲/۱۲