کاناډا: د المپیک مشعل وانکور ته را ورسید

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32974

دخبریدو نیټه : 2010-02-13

شهلا - تورنتو

ایډیټ: جلالزی

د ژمني المپیک د پیل څو ساعته دمخه د المپیک ډیوه چې زر ګونه کیلومتره لاره یې وهلي وه د کاناډا وانکور ښار ته را ورسیده.

ټاکل شوي چې د نن ورځي په نیمایې کې د افغانستان په وخت د کاناډا په وانکور ښار کې د ژمني المپیک لوبي پیل شي.

د المپیک ډیوه  د  ۴۵ زرو کیلومترو واټن په وهلو سره هغه سټډیوم ته ورسیده چې پکې به دغه سیالۍ پیلیږي.