وحيد سپين غر _ كابل
دڅوكلونوراپديخوادپاكستان دسرحد په ايالت كي دمذهبي بنسټپالوډلوګډحكومت واكمني كوي
په دي وروستيووختونوكي ددي ايالت حكومت درايوپه اكثريت يوه لايحه چي دوي ورته حسبه بل وايي تصويب كړه ،ددغي لايحي پربنسټ ددي ايالت واكمن حكومت غواړي ترڅوپه دغه ايالت كي دطالبانودرژيم په څير احكام پلي كړي ، چي ددي فيصلي په وړاندي نه يوازي دسرحد ايالت سياسي ډلي اولوړپوړي حكومتي چارواكي راپاڅيدلي بلكه دملك په كچه دولتي لوړو چارواكواوسياسي ګوندونوددي فيصلي غندنه كړي ،اوهڅي يي پيل كړي ترڅودافيصله نامنظوره اعلان كړي
څوورځي مخكي دپاكستان يوه سياسي څيړونكي شفقت محمود دجيوتلويزيون سره په يوه مركه كي دسرحد حكومت ددغي پريكړي غند نه وكړه اودايي په هيوادكي
دطالبا ني نظام دراتګ پيلامه وګڼله ،دغه رازده دخپروني دچلوونكي كامران خان سره پخپله تليفوني مركه كي دسرحد ايالت دګورنرنوم يادكړ اوويي ويل چي په سرحدايالت كي دهغه ايالت ګورنردادنده لري ترڅوددغي فيصلي مخنيوي وكړي
پاكستان په داسي حال كي چي دنوروهيوادونوپه كورنيوچاروكي لاسوهني كوي اودهمسايه هيوادونولپاره حكومتونه اودولتونه جوړوي اوداسلام ترنامه لاندي دطالبانوپه نوم اجيران زموږ هيوادته راليږي اوداسلامي حكومت په شعارونوسره زموږ دهيوادپه چاروكي مداخلي كوي لومړي دي پخپل هيوادكي اسلامي نظام واكمن كړي بيا دي دنوروهمسايه ګانولپاره مذهبي نسخي جوړوي
څه موده وړاندي د ام ،ام ،اي يوه ركن مولانا ګل نصيب خان دخيبرتلويزيون سره پخپله يوه مركه كي دپاكستان دمذهبي ډلواوطالبانوداړيكوپه هكله وويل : طالبان زموږ دعقيدي وروڼه دي ،ددوي وطن جدا دي اوزموږوطن جد ا ،دوي په افغانستان كي داسلام په خدمت لګيا دي اوموږ دلته په پاكستان كي داسلام خدمت كوو،
دغه رازهغه زياته كړه چي موږپه پاكستان كي داسلام خدمت دجمهوريت له لاري كوو،خوطالبان بيا په افغانستان كي دكاشنكوف په وسيله اسلام ته خدمت كوي
زه مولاناصاحب ته وايم چي مولاناصاحب داڅنګه انصاف دي چي ځان له جمهوريت غواړي اوماله كلاشنكوف ؟ اخير اسلام اوكلاشنكوف څه مشتركه وجه لري ؟
اسلام خودسولي اوسلم دين دي ،داخوستاسوپه څير ملايان دي چي له اسلام سره يي كاشنكوف ملګري كړي اوداسلام اومسلمانانودبدنامي كوششونه كوي .
زه حيران دي ته يم چي دپاكستان جنرالان اوسياستوال پخپل هيوادكي دشرعي قوانينواواحكامونافذول پخپل هيوادكي دطالباني رژيم تصوير ګڼي اوددي كاردمخنيوي لپاره دټول هيوادپه كچه ناري سوري پيل شوي ،خوزموږ جنګ ځپلي هيواد ته بيا همدغه خپل لاس پوڅي ترورستان راليږي اوزموږ هيوادپري ورانوي اودي ټولوورانيوته بيا داسلامي مبارزي نوم وركوي اوپه ترورستوطالبانو باندي دازادي دلاري د مبارزينو او مجاهدينو نوم ږدي .
پاكستان چي تراوسه يي په هيوادكي دهندوستان دوخت انګريزي قوانين جاري دي څنګه ځان داسلام له داعيي سره تړلي ګڼي ،كه پاكستان په رښتيا داسلام سره مينه لري لومړي دي پخپل هيوادكي اسلامي قانون نافذ كړي او پخپلوانګريزي قوانينو دي كتنه وكړي اوهغه دي ليري كړي .
په داسي حال كي چي دافغانستان داسلامي جمهوريت قانون داسلام دمقدس دين اومحمدي غراشريعت په اصولواواحكاموبرابرقانون دي ، دمحاكمواوقضاټول قوانين اسلامي قوانين دي اودلته هرڅه داسلام داصولواوشعايروپربنسټ ترسره كيږي نوبيا څنګه پاكستان ځان ته داحق وركوي چي ديوه مسلمان هيواد په وړاندي ترورستان اوورانكاري وسله وال كوي اودجګړه ځپلي افعان ولس دوژني اوترورلپاره يي راليږي ،ددي نه ښكاري چي پاكستان نه داسلام پروالري اونه دمسلمانانو،پاكستان ته يوازي خپلي نارواګټي له هرڅه نه اوچتي دي اوغواړي پخپل ګاونډ افغانستان كي تل دجګړي اوبي امنيولمبي بلي اوتازه وساتي او په دي توګه دمظلوموافغانانودپرله پسي وژنو،اوترورله لاري خپلوناولوهيلوته ځان ورسوي
دسپتمبردخونړيوپيښووروسته پاكستان په سيمه كي دتروريزم په ضد دجكړي ديوه متعهدغړي په توګه ژمنه وكړه چي دتروريزم په ضد به دنړيوالوسره اوږه په اوږه په دي نړيواله جكړه كي وفادارپاتي شي ،خووروستيوپيښووښودل چي نه يوازي داچي پاكستان په دي كاركي صادق نه دي بلكه اوس هم پاكستان دنړيوال تروريزم ديوي پياوړي ځالي په توګه په سيمه اونړي كي خپلوورانكاروهڅوته دوام وركوي
دافغانستان په وړاندي دپاكستان ددوه رنګۍ اومنافقت سياست وښودل چي پاكستان لااوس هم دخپلي پخواني پاليسي په لاري روان دي .
په افغانستان كي دروانوبي امنيو لامل پاكستان دي ،زموږ په هيواد كي ټولي بي امني په هغوسيموكي رامنځته كيږي چي دپاكستان سره په پوله كي پرتي دي ،كه څه هم چي دافغانستان حكومت په پرله پسي توګه دپاكستان سره په ښواودوستانه اړيكوټينګاركړي اوپه عمل كي يي ښودلي چي افغانستان دپاكستان سره دنيكواوښواړيكوغوښتونكي دي خوپاكستان ددي پرخلاف خپله هغه پخواني ددښمني نه ډكه پاليسي مخ په وړاندي بيايي
دلندن په وروستيوچاودنوكي ددريوپاكستانيانولاس لرل يوبل هغه څرګنداوښكاره ثبوت دي چي پاكستان هيڅكله هم دتروريزم په ضد جګړه كي په رښتيني لورروان نه دي بلكي پاكستان اوس هم په نړي كي دتروريزم ديوه پياوړي مركزپه توګه پاتي دي
دپاكستان كړونونړيوال ته شكونه پيداكړي اونړيوال تربل هروخت په دي باوري شوي چي پاكستان په رښتيا هم دنړيوال تروريزم ديوه پياوړي مركزپه توګه پاتي اودنړي په هرګوټ كي دترورستي پيښوعاملين يا پاكستانيان دي اويا يي دپاكستان سره اړيكي وي
سياسي كتونكي په دي باوردي چي كه پاكستاني چارواكي پخپلوكړونوكي بدلون رانه ولي اودتروريزم سره په جګړه كي دنړيوالوسره په رښتيني لارلاړنه شي ،نوپاكستان ته به ډيري ستونزي پيداشي ،پاكستان ته اوس يوازي يوه لاره پاتي ده هغه داچي بايد دتروريزم سره په جګړه كي خپل رښتيني اواغيزمن رول ولوبوي ،ددي نه پرته دهري ورځي په تيريدوسره په پاكستان باندي دنړيوالو باوركميږي اوپاكستان دسياسي انزوالوري ته ټيل وهل كيږي ،چي دادپاكستان لپاره يوه لويه بدمرغي ده
موږ هيله من يوچي دپاكستان واكمنان هغه څه چي دځان لپاره يي خوښوي دخپلونوروګاونډيانولپاره يي هم خوښ كړي ، دمولوي صاحب ګل نصيب خان نه دافغان قوم غوښتنه داده چي :
مولوي صاحب !كوم جمهوريت چي ته يي ځان له خوښوي نوموږ له يي هم خوښ وګڼه خوداچي ځان له جمهوريت اوموږله كلاشنكوف غواړي داخونه انصاف دي نه اسلام