هرکله چي تاسو یو نوی سافټ وېرد مایکروسافټ وینډوز په سیستم کي انسټالوئ ، په اتومات ډول نوم ئې دسټارټ مېنو پرمخ په ژر رنګ هایلایټ (High Light ) کیږي ، ددې کار اصلي موخه داده ، چي دنوي انسټال سویو پروګرامونو په پيداکېدو کي ستاسو سره مرسته وکړي .
که ستاسولپاره دغه هایلایټینګ (Hight Lighting) یوډول زړه بوږنونکې ښکاري ، کولای سئ چي په ډېري اسانۍ سره ئې غیرفعاله کړئ .
ددې کار لپاره :
۱:- سټارټ مېنو کلیک کړئ .
۲:- کنټرول پانل کلیک کړئ ترڅو راخلاص سي .
۳:- کله چي کنټرول پانل راخلاص سي ، د Taskbar and Start Menu آیکن کلیک کړئ .
۴:- دڅرګندي سوي کړکۍ څخه د Start Menu ټوپ کلیک کړئ .
۵:- د Customize تڼۍ کښېکاږئ .
۶:- یوه بله کړکۍ پرانیستل کیږي ، ددې کړکۍ څخه د Advance ټوپ کلیک کړئ .
۷:-د Start Menu Settings تر عنوان لاندي دوهم خوښ بکس چي عبارت له Highlight Newly Installed Programs دئ ،د ټیکمارک علامه ئې لیري کړئ .
۸:- د Ok تڼۍ کښېکاږئ .
۹:- مخکنۍ کړکۍ ته به ستون سئ ، د Apply او بیا د Ok تڼۍکلیک کړئ .
تېمورشاه یوسفزی
نېټه
۲۰۱۰/۰۲/۱۴