زموږ پښت پو هان او نسب پيژ ندونکي دوړ له اره کر لاڼي پښتانه ګڼي چې تر وزيرو ورو سته دشما لي وز ير ستان دو يمه لو يه پښتني قبېله ده ٠ دوړ دشمالي وزير ستان د تو چي سين په دواړو غا ړو کې د غلمي نه نيولې د شينکي تر درې پورې اباد دي ٠ تو چي ديوه وادي په څېر دلويديز نه ختيز لورې ته پر ته ده چې د تو چي سين پکې بهيږي او دوړ د تو چي سين په دواړو غاړو په سترو او کو چنيو کليو کې استو ګنه لري او چار چا پيره څلور خواوو ته يې دو زيرو دقبيلې خلک مېشته دي٠ همداراز دوړ دختيز نه د خجوړي نه نيو لې په لو يدېز کې تر خړ کمر پورې چې څلو يښت مېله او ږدوالی لري په يوه شنه او سمسوره سېمه کې پر اته دي او دکر نې ډيرې ښې حاصلخيزه ځمکې لري٠
دوړ په دو بر خو ويشل شوي دي يعني ښکتني دوړ او بر دوړ٠ هغه دوړ چې د ټل ددرې ختيز لورې ته دمير انشاه نه تر خجوړۍ پورې مېشته دي هغوی دښکتنيو دوړو او هغه دوړ چې د دټل درې لو يدېز لوري ته دميرانشاه او په لويديز کې تر خړ کمره پورې ا ستو ګنه لري دبرو دوړو په نا مه يا ديږي٠ په دوی کې يو بل ډول قبيلوي وېش هم شته چې دتپي ذوت د تور ګوندي او مل ذوت د سپين ګو ندي په نا مه سره يا ديږي٠
ددوړو سېمه دتا ريخي پلوه هم ډېره مشهوره ده ٠ ددوی په سېمه کې دپخوا نيو، زړو او ورانو دانيو دکنډوالو نښې نښا ې پا تې دي چې له هغو نه داسې اټکل کيدای شي چې دهند وانو يا يو نا نيانو د واکمنيو په وخت کې لويديز افغا نستان ته له دغه ځا يه يوه عا مه لاره تللې وه٠ همداراز هغه زړې سکې چې ددغې سېمې نه تر لا سه شوي دي دا ښيي چې دغه سېمه ډېره پخوانۍ او د پو ځي اهميت نه خورا بر خمنه وه٠
تاريخ حيات افغا ني له نن نه ١٤٥ کلو نه وړاندې ددوړو دقبيلې په اړوند داسي کښلي دي :
" دوړ د شيتک اولاده ده او له هغه وخته چې دکيوي او سور اڼي او لاده چې په بنو څيو سره شهرت لري د شوال نه دبنو سيمې ته راغله، نو له هغې نه تقر يبا ٥٠٠ کلو نه تېر شوي دي اوددوړو قبيله هم د تو چي دسين په دواړو غاړو کې مېشته شوه ، خو دزيا تو معلو ما تو سره سره هم دا حال څر ګند نه شو چې په هغه ځای کې چې اوس د ددوړو دقبيلې دسيمې په نا مه يا ديږي دمخه څوک او سيدل ٠ "
په هغه وخت کې چې مغو لي محي الد ين عا لمګير او رنګزيب دهندو ستان واکمن و نو په ١١١٢هجري کال چې د ١٦٩٦ عيسوي کال سره سمون خوري د شهزاده بهادرشاه په مشرۍ يو پو ځ دبنو خواته وليږه او غو ښتل يې چې دپښتنو سيمې ا يل او لا ندې کړي، هما غه و چې څه موده يې سيد حسين نو می ددوړو دسيمې دحاکم په تو ګه وټا که او ددوړو په سېمه يې هر کال دولس زره روپۍ ما ليه وټا کله ٠ بيا ورو سته ددغې سيمې انتظام او امنيت مخ په خرابيدو شو او دوړ بېر ته ازاد او خپلواک شول٠
څه موده ورو سته ددراني واکمنا نو په وخت کې بېرته تابع او ايل شول ،ځکه دا سېمه دافغا نستان پورې يوه تړلې سېمه وه اوددراني زمانشاه تر وخته پورې يې دراني دولت ته دولس زره رو پۍ ما ليه ور کو له، خو دراني دولت په دغه سېمه کې کوم ځا نګړی حاکم يا ولسوال يې نه درلود٠تر يوه يا دوه کلو نو وروسته به يو تن درانی افسر ديو شمېر پو ځو نو سره ددوی سېمې ته ورته او دولس زره رو پۍ ما ليه به يې ترې را ټو لو له٠ دبارکز يو او سدو زيو دشخړو په دوران کې دوی بيا دما ليې نه ځان ازاد کړ او هغه دا چې شاه زمان ديوه سيد پېر په غو ښتنه دوی ته کلنۍدولس زره روپۍ ما ليه ور وبخښله چې دهغې په بدل کې به په کال دوی خپلو ځمکو په سر يوه اندازه غله دانه ددغه سيد کو رنۍ ته ورکوله٠
بايد ووايو چې ددوړو سېمه که څه هم د ١٨٩٣ ميلادي کال پورې دافغا نستان دخاورې يوه بر خه وه چې د ډيورنډ د تورې او منحو سې معا هدې او تړون تر لا سليک ورو سته چې دامير عبد الر حمن او انګرېزانو تر مينځ وشوه ددوړو سېمه له افغا نستانه جلا شوه او د بريټش انډيا تر وا ک لا ندې راغله او په دې تو ګه د افغا نستان دخاورې دنورو بر خو په ګډون چې دډيو رنډ د پو لې ها خوا ته پر اته دي او زموږ پښتانه وروڼه پکې او سي زموږ دغه دوړ پښتانه وروڼه هم زمو نږه جلا شول ،خو سره له دې هم دغه سېمه تر ١٨٩٥ پورې د فغا نستان تر واکمنۍ لا ندې پا تې وه٠
دوړ ډېر جنګيالي، ميلمه پا لو نکي او په پښتو او پښتنو الې با ندې مين خلک دي٠ دوی دعلم او پو هې سره هم مېنه لري ،همدا سبب دی چې يوزيات شمېر خلک يې دولتي ملا زمتونه او دندې هم سر ته رسوي٠ دوی په هر وخت کې دبلو سګرو او تا ړاکګرو په وړاندې په مېړانه جنګيدلي دي ٠ تاريخ حيات افغاني ١٤٥ کلو نه وړاندې ددوړو دوسله والو ميړو نو او جنګياليو شمېر ١٢٠٠٠ تنه ښو دلی دی٠
داسي ويل کيږي چې د تو رګو ندي دو سله والو شمېريې ٣٠٠٠ تنه او دسپين ګو ندي دو سله والو کسانو شمېر ٩٠٠٠ تنه وو٠
دوړ منځنی ونې لري او غنم رنګه دي چې زياتره دکر کيلې او سو داګرۍ په چا رو بو خت دي ٠ ددوی دسيمې هوا په دوبي ې توده او په ژمي ې سړه ده ٠ غنم، جوار ، ګني،تما کو، کور کمن او ادرک يې غوره حا صلات دي ٠ د ميرانشاه ښار اود مير علي با زار هم ددوړو په سيمه کې مو قعيت لري٠
قبيلوي جوړ ښت :
لکه چې دمخه وويل شول دوړ په دوو بر خو ويشل شوي دي چې يو ته يې ښکتني دوړ او بل ته يې بر دوړ وايې ٠ دبرو دوړو ښا خونه په لا ندې ډول دي :
ملخ، همزاڼي، درپه خيل،نصرت خيل، لنډ، بو يه، طوايف خيل،زيراخيل،ابر اهيم خيل،مريم خيل، علي زای، ګر بزای٠
د ښکتنيو دوړو ښا خو نه دادي :
مبارک شي، عيدک، خدي،سو خيل، حيدرخيل، تپي، خدري،سليان٠ هر مز،حکيم خيل، پيران، شمل، بيبا کي، بارقوم، ملکان، ايسوړي، زيړوکي، نصر خيل، علي خيل، قيمت خيل، ايپي، نا نه خيل،زو خيل، توري يل،پلالي٠
په مير انشاه کې ددوړو ځيني ښا خو نه دادي : اتمان، لقمان، کټي خيل٠
د ١٩٦١ کال داحصا ئيې له مخې ددوړو دقبيلې مجمو عي شمېر ٥٨١٤٤٨ تنه ښودل شويدي٠
---------------------------------------------------------------
منابع او ماخذ :
١-اضلاع، ايجنسيها وقبايل ايالت پښتو نستان ، د شير رحمن دوړ تا ليف،١١٣- ١١٤ مخونه ،
١- تاريخ حيات افغاني، دپيښور چاپ،٤٢٨- ٤٣٢ مخو نه٠
٣-پښتا نه دتاريخ په رڼا کې، دسيد بهادرشاه ظفرکا کا خيل تاليف،دپيښور چاپ، ١٣٩٥-١٣٩٦ مخونه٠
٤- پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تاليف، دپيښور چاپ، ١٣٧- ١٤٠ مخو نه٠
٥-http://www.khyber.org/pashtotribes/d/dawarh.shtml
٦-http://en.wikipedia.org/wiki/North_Waziristan