دعبادت دقبلېدوشرطونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33033
عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2010-02-14


بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
دالله په نزديوه عبادت دقبلېدلوڅلورشرطونه دي
که داشرطونه په يوه عبادت کي موجودووهغه عبادت الله پاک قبلوي،که يوعبادت داسي وي چي په هغه کي داشرطونه موجودنوي نوهغه عبادت دقبلېدلووړندئ،دهغه عبادت پرته لدې چي کوونکی ئې ورباندي ستړی شوی نورثواب اوفائده ئې نشته .

دې شرطونوته دي هرهغه څوک دعبادت کولوپه وخت کي پاملرنه کوي څوک چي عبادت ددې لپاره کوي چي الله پاک ماته ددې عبادت ثواب راکړي هغه شرطونه دادي :
{اول}په الله تعالی ايمان لرل اودهغه په وحدانيت اويووالي عقيده ساتل:الله سبحانه وتعالی په خپل عظيم الشان کتاب کي فرمائلي دي :ان الذين آمنووعملواالصالحات کانت لهم جنات الفردوس نزلا(سورة الکهف\107)

هغوخلګوچي پر الله پاک ايمان راوړئ اونېک عمل  ئې کړی ددوی لپاره به دفردوس جنتونه ميلمستونونه وي .
فردوس په ټولوجنتوکي اعلی اوافضل جنت دی.
پدې  آيت کريمه کي الله تعالی جنت ته داخليدل په دووشرطونوپوري مربوط کړی :
يوپر الله جل جلاله ايمان اوبل نېک عمل  دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دطريقي مطابق  کول .
په حديث کي راغلي دي :قل آمنت بالله ثم استقم (رواه مسلم)
داسي ووايه چي ماپرالله ايمان راوړی اوبياپدې خبره کلک اوسه .
{دوهم}اخلاص :عبادت يوازي دالله درضاله امله کول،له هرډول ريااوځان ښودني نه ځان ژغورل .الله تعالی فرمائلي دي:
فاعبدالله مخلصاله الدين(سورة الزمر\2)
دالله عبادت وکړه خالص کړه دهغه لپاره بندګي .
دين دلته په معنی دعبادت اوله اخلاص څخه مرادتوحيددی .
يعني يوازي دالله لپاره عبادت وکړه چي هيڅ ډول رياء،ځان ښودنه اوشرک ورسره  نوي .
په دې آيت کي اشاره ده چي هرعبادت په نيت باندي موقوف دی .
په حديث کي راغلي دي :من قال لااله الاالله مخلصادخل الجنة (رواه البزارواسناده صحيح)
څوک چي په اخلاص سره لااله الاالله ووايې جنت ته به داخل شي .
له دې دواړونصوصونه معلومه شوه چي له اخلاصه پرته عبادت نه قبلېږي .
{دريم}درسول الله صلی الله عليه وسلم دطريقي سره مطابق عبادت کول .
الله تعالی فرمائلي دي:وماآتاکم الرسول فخذوه ومانهاکم عنه فانتهوا(سورة الحشر\7)
کوم شی چي تاسوته رسول الله صلی الله عليه وسلم  درکړی هغه واخلئ اوله کوم شي موچي منع کړي له هغه ډډه وکړئ .
مفسرينوليکلي دي چي

په اتاکم کي د عمل  کول اوپرېښودل دواړه داخل دي . که يوعمل  رسول الله صلی الله عليه وسلم  کړی وي دهغه کول اوکه ئې نوي کړئ له هغه ځان ژغورل دادالله جل جلاله دحکم تابعداري ده .

په حديث کي راغلي دي:من عمل عملاليس عليه امرنافهورد(رواه مسلم)
چاچي داسي کاروکړوچي پرهغه زموږامر  نه ووموجود نوهغه عمل  مردوددی .

يعني څوک چي يوداسي عمل  وکړي چي دهغه په هکله درسول الله صلی الله عليه وسلم طريقې اولارښووني شتون نلری ياخوبالکل هغه عمل  په دين کي  نه ووثابت، چاله ځانه جوړکړو،ياداسي عمل  ئې وکړوچي په دين کي ثابت ووخودې سړي په داسي طريقه وکړوچي هغه طريقه په دين کي نوه ثابته  نوهغه عمل  اوعبادت مردوددی، هغه دالله جل جلاله په دربارکي دقبلېدولائق ندی بلکه دهغه عبادت کوونکي ته بدعتي ويل کيږي اودالله تعالی په نزدمجرم دی.

{څلورم}عبادت کوونکي به خپل ايمان په داسي شي سره نه خرابوي چي هغه شرک یاکفروي،په داسي طريقه چي يوعبادت دالله پرته دبل چالپاره کوي لکه دانبياوو،اولياوو،مړواونورونېکانودتکليف په وخت کي رابلل،يادپيراوفقيرپه نوم نذر،شکرانه، اوخيرات کول ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي:الدعاءُهوالعبادة(رواه الترمذي وقال حديث حسن صحيح)

دُعاء(حاجت غوښتل)بعينه عبادت دی .
نوپه دې عبادت کي بل څوک له الله جل جلاله  سره شريکول داشرک دی
الله جل جلاله  فرمايې:ولاتدعُ من دون الله مالاينفعک ولايضرک فان فعلت فانک اذامن الظالمين(سورة يونس\106)
له الله جل جلاله  پرته هغه څوک مه رابوله چي نه تاته فائده درکولی شي اونه تاوان،که دي داکاروکړونوپدې وخت کي به ته دظالمانو(مشرکانو)له ډلي يې.
هرهغه عمل  چي عبادت وي هغه دمخلوق لپاره کول شرک دی اوشرک داسي ګناه ده چي ددې په شته والي کي هيڅ عبادت فائده نلري  الله پاک فرمايې:

ولقداُوحی اليک والی الذين من قبلک  لئن اشرکت ليحبطن عملک ولتکونن من الخاسرين(سورة الزمر\65)يقيناوحی کړی شوېده تاته اوهغه کسانوته چي ترتامخکي وو{ددې خبري}که دي شرک وکړونوخامخابه ستاعبادت بربادېږي اوخامخابه ته له تاوانيانونه کيږي.

دې آيت کي داخبره په واضح ډول ذکرشوې چي شرک دومره لويه ګناه ده چي دپيغمبرعمل اوعبادت   هم هغه ته نشي ټينګېدلی .
که داشرائط ديوچاپه عبادت کي وونودهغه عبادت به انشاءالله دالله جل جلاله په نزدهم قبول وي اوداعبادت انسان ته فائده ورکوي اودده دکاميابئ ذريعه ګرځي.

الله پاک دي زموږعبادات  قبول کړي .آمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه وسلم