دزمري ۲مه ۱۳۸۴کال
پېښور : : ننداره
راتلوونکي پارلماني ټول ټاکنې چې ۱۳۸۴کال دوږي په مياشت کې په ټول افغانستان کې ترسره کيږي او دافغانستان ملت په ازاده ډول سره خپله رايه استعمالوي او په خپله خوښه دنوي اوراروان پارلمان لپاره استازي انتخابوي خوڅرنګه چې دکډوالودنړيوالې ادارې اودپاکستان دسرشمېرنې ادارې په وينا دامهال په ټول پاکستان کې له درې نيم مليونوڅخه زيات افغان کډوال ژوندکوي اودوی ته په پارلماني ټول ټاکنوکې برخه نه ده ورکړې شوې چې دسرحدي سيموپراتوکډوال داهيله لري چې خپلوسيموته لاړشي اوخپلې رايې استعمال کړي ـ خوپه پاکستان کې دافغانستان دشمالي ولاياتوکډوال انديښمن دي چې دوی نشي کولای په دې ستره اوتاريخي پروسه ګډون وکړي ـ
پېښورکې دقلب اسيا دمرکز مشرعبدالعلی يزدان پرست وويل چې دوی دسمنګان دولايت اوسيدونکي دي چې تقريبا دپنځه زروشاوخواکې ازبکې کورنۍ پاکستان کې ژوندکوي دايوه لويه ضايعه ده چې دومره کډوال له دې پروسې څخه پاتې شي هغه بېنوا ته وويل (( حامد کرزي په رياست جمهوري انتخاباتوکې مونږ کډوالوته برخه ورکړه چې دده دانتخاب موضوع وه اونن چې زمونږ دسرنوشت خبره ده مونږله دې څخه لرې پاتې شوي يو )) ددې کډوالوپه انددختيځ ، جنوبي ، جنوب شرقي اوجنوب غربي والاياتوکډوال چې ددوی سيمي دپاکستان سرحدته نژدې پرتې دي کولای شي چې خپلوسيموته لاړشي اوپه راتلونکي ټول ټاکنوکې برخه واخلي خودشمال ولاياتو خلکوته داچانسونه کم دي ـ
دخراسان دکيمپ دترکمنودقوم استازي ډاکټررحيم بېنوا ته وويل (( مونږ دختيځ لاياتونو او دجنوبي اوجنوب غربي ولاياتونودخلکوپه څېرنه شوکولای چې په ټول ټاکنوکې برخه واخلو)) هغه زياته کړه چې ددوی سيمې ډېرې لرې پرتې دي ددوی سيموته تګ څوورځې مزل غواړي ـ
ايبټ ابادکې چې ددرېوزرونه زيات ترکمن اواوزبک کډوال ژوندکوي دوی هم په خپل وارسره دافغانستان له دولت نه ګيله من دي چې دې کډوالولپاره دولت هيڅ ډول اسانتيا په پام کې نه ده نيولې چې دوی وکولای شي په ټول ټاکنوکې ګډون وکړي ـ ددوی لپاره تګ دسمنګان ، تخار ، بلخ ، فارياب پورې ډېرستونزمن دی اوله بل پلوه اقتصادي مشکلات دي چې دوی په دې نشي توانيدلی چې ټول ټاکنوکې برخه واخلي ـ
دهريپور دترکمنودکيمپ قومي مشر ارباب قرقين بېنوا ته وويل (( زمونږدشمال ولاياتو يونيم مليون کډوال په پاکستان کې ژوندکوي اوداتول ټاکنه دافغانانوپه ژوندکې تاريخي اومهمه خبره ده ولې چې نوی پارلمان جوړيږي اودقومونو،مليتونو استازي به په راتلونکي پارلمان کې ناست وي
اوهمدااستازي به دخلکولپاره خدمت کوي )) هغه زياته کړه چې دوی انديښمن دي په دومره لويه پيمانه کډوال دلارې دلرې والي له امله اونوراقتصادي مشکلاتوله امله له دې پروسې څخه پاتې کيږي ـ افغان کډوال په دې کمزوري اقتصادنشي کولای چې دومره په لوړه کچه دلارې کرايه پوره کړي ـ
په دې وروستيوکې دولت دکډوالوداسانتيا لپاره چې کډوال وکولای شي په اسانه ډول په راتلونکي پارلماني ټول ټاکنوکې برخه واخلي دافغانستان دختيځ ولايت ننګرهار په مومندره سيمه کې دکډوالودنوم ليکنې پروسه پيل کړې ده خودډېروکډوالوپه اندداپروسه دومره دکډوالو ستره ستونزه نشي حل کولای ـ
پېښورکې عبدالروف هدايت دهزاره مليت استازی وايي په دې ثبت نام کې يوازې دختيځو ولاياتونوخلک ګډون کولای شي نه دټول افغانستان خلک نوموړي بېنوا ته وويل (( بسيارجالب است که مردم ولايت باميان دمومندره ثبت نام کنندوبرای رايه دادن بعدازچندروز سفربه( لال سرجنګل ) وديګر مناطق دورافتاده هزاره جات رفته ورايه خودرااستعمال نمايند )) هغه وړاندې وويل چې دافغانستان ددولت داکارورته يوه معما ښکاري چې غواړي افغان کډوال پرې بوخت وساتي ـ